سپورټ

د جنوب غرب زون اوس د سیاست په زور حق غواړي؛ اخیر ولي؟

Advertisements له هغه وروسته، چي د افغانستان کرکیټ بورډ لخوا د ویسټ انډیز پر وړاندي د کرکیټ لوبو لپاره لوبغاړي اعلان سول، ورسره سم د خلګو ږغ هم پورته سو. د کرکیټ بورډ پر فېسبوک او ټویټر پاڼو باندي د خلګو لخوا د ملي لوبډلي د اعلان سره سم تند غبرګونونه ښودل سوي او ادعا سوې ده، چي یو ځل بیا د مستحقو لوبغاړو پر ځای نور او کمزوره لوبغاړي اخیستل سوي دي. د مستحقو … نور ولولئ

سپورټ

ځوانان:کرکيټ بورډ د سويلي حوزې سره توپيري چلند کوي!

Advertisements ليکنه: صابر حميدي د کندهار د کرکيټ لوبغاړي او ددې ولایت د مدني ټولنو غړي وایي کرکيټ بورډ د کندهار، زابل، روزګان او هلمند سره له کلونو راهيسي توپيريز چلند کوي، او ددې حوزې هيڅ لوبغاړی يې تر اوسه په ملي ټيم کي نه دی لوبولی. دوی د سې شنبې په ورځ د کندهار د پرېس کلب مخته په يو اعتراضیه لاريون کي د هېواد کرکيټ بورډ په فساد او توپيريز چلند تورن کړ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د یوه سالم او متوازن ژوند لپاره درې لومړني قوانین

Advertisements لیکنه: جان اډیسن ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل تیر ژوند ته بیرته په ګرځیدو کې زه په پوره توګه ناکام شوی یم او میرمن مې هم تل همدا پیغور راکوي. څو کاله مې هڅه وکړه چې داسې ژوند ځان ته جوړ کړم، چې د ژوند کولو ارزښت ولري، خو ځینې وخت تیر ژوند ته ګرځیدل ډیر ستونزمن کار دی او نه شې کولی چې له هماغه ژوند څخه خوند واخلې. په دې لړ کې هغه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ولې ډیرې جوړې ( ښځه او خاوند) له یو بل د زړه خبرې پټوي؟

Advertisements لیکنه: ډاکټر هینري کلاوډ ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل · “تا ولې ماته ونه ویل؟” · “تا هیڅکله ماته د دې په اړه ونه ویل، چې ته د یوازیتوب احساس کوې؟” · “زه په دې نه پوهیدم چې ته نه غواړې له موږ سره لاړشې.” · “ته تل خوشاله بریښې، خو د خوشالۍ راز دې ماته ونه وایه.” پورتنۍ جملې څه ناڅه اشنا بریښي درته؟ داسې بریښي چې تا چیرې اوریدلې اوسي؟ یاهم داسې بریښي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

لس داسې څه چې ستا په شمول هر څوک ورته اړتیا لري

Advertisements ژباړه او زیاتونه: غازي عابد ۱- هغه څه چې لرۍ او په ژوند کې درسره شته؛ ارزښت ورکړئ، لکه ابتکار، وړتیا، ملګري، خپل دوستان او نوي ملګري، کورني حیوانات… ۲- د نورو انسانانو هغه هڅوونه او تشویق چې تا ته یې درکوي، له ځانه سره نوټ یا یاداښت کړه؛ په دې کیسه کې مه اوسه چې ټوله نړۍ یا خلک دې باید تشویق کړي، ممکن همدا ستا ملګري ستا په ارزښت او اهمیت پوه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پنځه پوښتنې چې ساینس یې ځواب نه شي ویلی

Advertisements ساینس ټولو پوښتنو ته ځوابونه نه لري، البته د ځینو پوښتنو داسې ځواب وايي چې باور پرې کولی شئ. البته ساینس هم دا نه وايي چې یوې مسلې ته یې کوټلی ځواب موندلی. ساینسې څیړنې او نظریې ، دا هغه څه پر بنسټ ځوابونه دي چې تر دې مهاله پرې موږ پوهیږو. ددې امکان شته چې کلونه وروسته انسان په نورو پټو رازونو پوه شي او ډیرې اوسنۍ ساینسي څیړنې باطلې شي. البته دین … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له منفي فکرونو ځان ژغورل

Advertisements لیکنه: کریسټوفر کلارکي ژباړه: غازي عابد کریسټوفر کلارکي وايي، دلته درسره زه خپلې هغه تجربې شریکووم چې ما د منفي فکر پر ضد مبارزې او د منفي فکر د له منځه وړلو پرمهال ترلاسه کړې دي: ۱- پام مو وي چې فکرونه یوازې فکرونه دي فکرونه یوازې فکرونه بلل او ډیر تشویش ورته نه کولو (که کوم منفي فکر به راغی، عمل مې نه پرې کاوه، بابیزه مې ګاڼه) له ما سره مرسته کړې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښه او ارام خوب لپاره چمتو اوسئ

Advertisements • کله ناکله ستاسو اندېښنې تاسو له ویده کیدو منعه کوې، نو ښه داده چې تر ویده کیدو دمخه خپلې ټولې اندېښنې پر یو کاغذ یې ولیکئ، په دې توګه تاسو کولی شئ د یو شي په اړه اندېښنه کول سبا ته وځنډوئ. همدارنګه هغه کارونه چې فکر مو مشغول ساتي هم پر کاغذ یاداشت کړئ. له دې سره به تاسو خپل ‌ذهن ته یو ډول د ویده کیدو اجازه ورکړئ. • خوب ته … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په خوب کې د خرېدو مخنیوي لپاره نوې وسیله جوړه شوه

Advertisements په نړۍ کې ملیونونه خلک د خوب پر مهال له هغو خلکو په عذاب وي او خوږ خوب یې په نارامۍ بدل شي، چې دوی سره په یوه خونه کې ویده کېږي او په خوب کې خرېږي. انګلیسي کې په خوب کې خرېدلو یا خراري کولو ته سنورېنګ وایي، چې دلته افغانستان کې ډېری خلک په خوب کې دا ستونزه لري او وخت ناوخت خرېږي، چې بیا یې د څنګ ملګري او یا هم … نور ولولئ

ادبیات

د ټولنې په اصلاح کې د ادیب ونډه                     

Advertisements لیکنه: سیداکرام نایل سریزه : که د الفاظو له قیده خلاص او په ساده ژبه ووایم چې، د ټولنې په اصلاح کې د ادیب ونډه ترلوستواویا نا لوستو خلکو زیاته ده،  ادیب هغه څوک دې چې د ادیب خبرې د زړه په غوږونو اوريدل کیږي اومخاطیبن یې د عامو خلکو د خبرو او ویناو په پرتله د ادیب وینا اوخبرو ته زیات متوجه وي، دا ځکه چې ادیب داسې زړه راښکونکې کلیمات اوالفاظ لري … نور ولولئ