افغانستان

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶۴۷ ښوونځيو د جوړولو چارې روانې دي

د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني په ځانکړې سپارښتنه  د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ژمن دی چې په ۲ کلونو کې د افغانستان په  ټولو  ولایتونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره  ودانۍ جوړې کړي، دا ودانۍ به درسي او ادارې خونې، تشنابونه، د څښاک د پاکو اوبو څاګانې او نور اړوند ملحقات ولري چې ټول به په پاخه او بنسټیز ډول جوړیږي. دا ښوونځي د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ جوړیږي، … نور ولولئ

سپورټ

د سل توپونو په لوبه کې د افغان لوبغاړو په لوړ قیمت اخیستل

د انګلستان د سل توپونو نوی لیګ د ۲۰۲۰ م کال د جولا میاشت په ۱۷ مه نېټه پېلېږي او د اګسټ په ۱۵ مه نېټه پای ته رسېږي.  د دې لیګ لپاره تېره شپه د دوشنبې په ماښام د اکټوبر په شلمه نېټه بولي ترسره شوه. په دې بولي کې د سلګونه نړیوالو او انګلستاني لوبغاړو په منځ کې څلور افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي. راشدخان په یو لک او ۲۵ زره پاونډو … نور ولولئ

خواړه

ولې سهار په نهاره هوږه وخورو؟

ژباړه: نسیمه محمدي ورځ مو د یوې دانې هوږې خوړلو سره پېل کړئ. د چاشني په ډول یا هم په ګڼو ترشي ګانو کې د هوږې څخه د بدن لپاره ګټو خبر یئ، مګر ولې باید هوږه په نهاره وخورو؟ له مونږ سره اوسئ. د ناشتا په ډول د هوږې خوړلو خاصیت د څېړونکو څېړنو ښودلې که چېرې هوږه په خالي معده یا د ناشتا په ډول وخوړل شي، د یو طبیعي انتي بیوتیک په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پر ګډ ژوند باندي د پر نفس کم باورۍ اغېز او حللارې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي يوه عاطفي اړیکه کولای سي چي ستاسي په ژوند کي یوه بهترینه تجربه اوسي او ستاسي عواطفو او احساساتو ته وده ورکړي او همدارنګه د امنیت او خوندیتوب احساس رامنځ ته کړي. خو هر وخت هم دغسي نه وي. يوه بده عاطفي اړیکه کولای سي چي ستاسي د جسمي روغتیا او روح و روان له پاره جدی ګواښ او خطره اوسي. دا یو حقیقت دئ چي اړیکي د انسانانو پر … نور ولولئ

سپورټ

پانکرېشن لوبو ته ټاکنیزي لوبي پاي ته ورسېدې

ليکنه: صابرحميدي پنځه ورځي مخکي د کابل بدني روزني په عمومي ریاست جمنازیم کي د سلګونه لوبغاړو ترمنځ د پانکرېش ټاکنیزي سیالۍ پيل سوي وې، چي په پرون یکشنبه د غوره لوبغاړو په موندلو سره پاي ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزني لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په یادو سیالیو کي د هیواد د ۱۶ ولایتونو څخه ۲۵۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی وو. د یادي خبرپاڼي په حواله، چي ګډونوالو لوبغاړو … نور ولولئ

سپورټ

ډهوني وایي؛ دی هم د نورو په څېر غوسه کېږي؛ خو جذبات کنټرولوي!

سمیع الله درانی ډوني ویلي پخواني، مجرب او مشران لوبغاړي باید دا وړتیا ولري، چې ځوان لوبغاړي ښه رهبري او د لوبډلې مشران، غوراوي کمېټې غړي او نور باید پوره رښتیني وي. ډوني دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې هغه له نړیوال جام راوروسته په هندۍ لوبډله کې نه دی اخېستل شوی او ښایي راروان ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام کې هم وانخېستل شي. د کرېک بز وېب پاڼه لیکي، ډوني د هندي … نور ولولئ

سپورټ

د باوولینګ لوبي ملي لوبغاړي کویټ ته ولاړه!

ليکنه: صابر حميدي د باوولینګ لوبي ملي لوبغاړي کویټ ته ولاړه د مسئولنیو په خبره د افغانستان د باوولینګ ملي لوبډله د آسیا اتلولۍ په سیالیو کي د ګډون په موخه پرون یکشنبه کویټ هیواد ته ولاړه. په دې لوبډله کي نارینه او ښځينه دواړه لوبغاړي شامل دي، چي د آسیا اتلولیو سیالیو کي به د بیلابیلو هیوادونو سره لوبي ترسره کړي. ټاکل سوې دا لوبي نن دوشنبه د اکتوبر په ۲۱مه د کویټ هیواد … نور ولولئ

سپورټ

هسپانوي مارک مارکیز د موټر سایکل ځغلولو سیالیو اتلولي یوړه

سمیع الله درانی مارکیز دریم هسپانوی دی، چې د موټو جي پي په نوم د موټرسایکل ځغلولو سیالیو اتلولي ګټي. نوموړي د موټر سایکل ځغلولو سیالیو له پخواني نړیوال اتل مایک ډوهان سره ځان مساوي کړ. رسنۍ وایي مارکیز لومړیو کې د موټرسایکل د ټایرونو یا اربو له ښوېدلو وزورېده، خو ډېر ژر یې توازن برابر کړ او دوه ځلې یې غبرګه رېنګ دایره طی یا ووهله. ده دا ریکارډ د یکشنبې په ورځ په … نور ولولئ