رسنۍ

سريلانکا د اسټرالیا د سفر لپاره لوبډله اعلان کړه!

ليکنه: مدثر دعوت وروسته تر هغې چي سريلانکا کريکټ ملي لوبډلي د پاکستان لوبډله په پاکستان کي کلين سويپ کړه اوس د اسټراليا سره د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ پيلوي. سريلانکا تر ټولو ځوانه لوبډله پاکستان ته ليږلې وه خو د پاکستان باتجربه لوبډله یې ماته کړه. دادی اسټراليا او سريلانکا د ۳ شل اووريزو لوبو لړۍ پيلوي. سريلانکا د اسټراليا د سفر لپاره د پاکستان برخلاف يوه قوي لوبډله د لاسيت ملينګا په لوبډلمشرۍ … نور ولولئ

سپورټ

افغان ښځینه فوټسال لوبډله کویټ ته ولاړه.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د ښځینه فوټسال ملي لوبډله د دوستانه سیالیو او تمریناتي کمپ لپاره پرون چهارشنبه کویټ هیواد ته ولاړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي ددې سفر موخه داده، تر څو افغان لوبډله راتلونکو رسمي لوبو د ښه چمتوالي په موخه څو دوستانه سیالۍ او تمریناتي کمپ ترسره کړي. د دوي په خبره، چي افغان ښځینه فوټسال ملي لوبډله یادي دوستانه لوبي د کویټ هیواد د ښځینه فوټسال ملي لوبډلي … نور ولولئ

سپورټ

د ووشو افغان لوبغاړي چین ته ولاړه.

ليکنه: صابرحميدي د مسئولینو په خبره د افغانستان د ووشو ملي لوبډله د ووشو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه چین هیواد ته سفر وکړ. په دې سفر کي ۶ لوبغاړي، دوه روزونکي او یوه پلاوی شامل دئ. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د ووشو نړیوالي لوبي نن پنجشنبه د چین په شانګهای ښار کي پېلیږي او یوه اونۍ به دوام وکړي. په دې … نور ولولئ

سپورټ

احمد ولي هوتک بيرته راځي!

ليکنه: صابرحميدي ټاکل سوې د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک تر یوه کلن ځنډ وروسته یو ځلي بیا سیالیو ته راووځي او د MMA په نوم د جال په یوه نړیواله لوبه کي سیالي وکړي. احمدولي هوتک یو کال مخکي کابل کي د ناپيژانده وسلوالو له لوري ټپي کړل سو او بیا ئې له هغه راوروسته په هیڅ سیالیو کي ګډون ونکړ. احمدولي هوتک د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتي په … نور ولولئ

سپورټ

میسي شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ!

ليکنه: صابرحميدي د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي لیونل میسي د شپږم ځل لپاره د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ. دا جایزه هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي، چي په خپل لیګ کي ئې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېر ګولونه لګولي وي. لیونل میسي دا جایزه د خپلي میرمني او اولادونو سره یو ځای ترلاسه کړه. د نړۍ دې وتلي لوبغاړي په تېر پړاو کي د لالیګا لیګ په سیالیو … نور ولولئ

سپورټ

شهزاد محمدي د عربي متحده اماراتو په ۱۰ اووریز لیګ کې واخېستل شو.

سمیع الله درانی د ټي ټېن سوداګریز لیګ چې د نومبر په ۱۴ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پېلېږي، پکې د لوبغاړو د بولي مراسم د چهارشنبې په ماښام ترسره شول، دا مراسم د ابو ظبي ښار کې ترسره شول. دا ددې لیګ دریم پړاو دی، چې په عربي متحده اماراتو کې به ترسره شي. د بولي په مراسمو کې په سلګونه لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي، چې د دغو لوبغاړو په منځ … نور ولولئ

سپورټ

کریم جنت لومړی لوبغاړی شو، چې شپږیزه لیګ کې یې زیاتې منډې جوړې کړې.

ليکنه: سمیع الله درانی شپږم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ د لومړي پړاو لوبې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه پای ته ورسېدې، د ۲۰۱۹ م کال کې د شپږیزې لیګ د دوهم پړاو لوبې د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶ مه نېټه پیل شوې. د پلی اف سیالیو او پایلوبې ته د تګ لوبې لومړۍ هغه یې د چهارشنبې په سهار او دوهمه لوبه یې ماسپښین مهال ترسره شوه. … نور ولولئ