سپورټ

اصغر په لومړي ځل ماته وخوړه!

Advertisements ليکنه: مدثر دعوت د شپږيزي کريکټ ليګ لسمه لوبه د امو نهنګانو او کابل بازانو ترمنځ وه. د لوبي پچه کابل وګټله او توپ اچوونه يې وټاکله. امو نهنکانو په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۲ لوبغاړو په سوځيدو ۱۸۷ منډي هدف وټاکی. عثمان غني ۵۱، ميرويس اشرف ۲۷ او ابراهيم ځدران ۹۶ ناسوځيدلي منډي وکړې. د کابل لپاره عبدالله مزاري او کريم جنت يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه. د ۱۸۷ منډو په تعقیب … نور ولولئ

سپورټ

پاکستان له هالېنډ او ایرلېنډ سره لوبیږي

Advertisements لیکنه: بهار سمسور پاکستان کریکټ ملي لوبډله به په دې سفر کې له هالېنډ سره دری یو ورځینۍ او هم له ایرلېنډ سره دوه شل اوریزه لوبې وکړي. دا سفر ۲۰۲۰ کال کې کیږي. پاکستاني کریکټ بورډ په بیان کې لیکلي، د ۲۰۲۰ کال په جولای کې به پاکستان کریکټ لوبډله چې د انګلستان دوره کوي،ترې مخکې به له هالېنډ او ایرلېنډ سره هم ولوبیږي. پي سي بي ویلي چې د دوی لپاره دا … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ تر ټولو بې خوبه وګړي!

Advertisements ژباړه: نسیمه محمدي د کوم هېواد وګړو د نړۍ بې خوبه وګړي وایي؟؟ د اسپوتنېک راپور  د Evening News څېړنو پر بنسټ وایي، له ۶۰ سلنه زیات ځوانان، چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې زېږېدلي په کافي اندازه خوب نه لري؛ سر بېره پر دې دا وګړي د نړۍ د بې خوبه خلکو له ډلې شمېرل کېږي. د دې وګړو د خوب منځنۍ کچه له ۷ ساعتونو څخه کمه ده؛ سربېره پردې، له۶۰ سلنه ډېر … نور ولولئ

په زړه پورې

د سولې سږنۍ نوبل جایزه؛ د ایتوپیا صدراعظم ولې وګټله؟

Advertisements د ایتوپیا صدراعظم آبي احمد علي د ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې نوبل جایزې ګټونکی اعلان شو. دا جایزه هر کال د ناروې د نوبل کمېټې له لورې په مختلفو برخو کې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې اړونده برخه کې یې زیات کار کړی وي او لاسته راوړنې لري. دغې کمېټې د جمعې په ورځ وویل، چې د سولې برخه کې ټولو نه وړ کس سږ کال د ایتوپیا صدراعظم آبي احمد علي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه ماشومان کتاب لوستو سره عادت کړو؟

Advertisements مطالعه لکه د نورو عادتونو اعتیاد ته اړتیا لري. که غواړئ چې خپل ماشومان پر دغه اعتیاد اخته کړئ، ضرور ده چې دا مطلب ولولئ او سپارښتنې یې پخپل ورځیني ژوند کې پر خپلو ماشومانو عملي کړئ. ولې مطالعه؟ اول باید پوه شوو، چې ولې ماشومان په مطالعې عادت کړو. په دې برخه کې څو دلایله د پام وړ دي: ـ مطالعه د ماشومانو د ذهني ودې لپاره خورا ګټه رسوي. ـ فکر یې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

معمولي او خاص کارکوونکی؛ په دې ډول ځان خاص کړئ

Advertisements په ادارو کې تر هر ځای زیات خلک پر دې سیالي سره کوي، چې له عامو کسانو نه په خاصو بدل او د ډېر پام وړ وګرځي. تاسې هم ممکن په یوه اداره کې دنده ولرئ او غواړئ له عامو نه په خاصو خلکو بدل شئ؟ خو دا کار څنګه کیدای شي؟ دلته به یې ځینې لارې چارې درسره شریکې کړو څو دا هیله مو پوره شي. دقیق اوسئ یو مهم اصل په ادارو … نور ولولئ

روغه سټه

په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلو په زړه پورې ګټې!

Advertisements ژباړه: نسیمه محمدي د وینې د رګونو پراخېدل او په ټول بدن کې د وینې جریان چټکېدل او د ستړیا لرې کېدل یواځې په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلوڅو ګټې دي، له نورو ګټو سره یې په دې مطلب کې اشنا شئ. په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلو ګټې په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلو سره کولای شئ د رګونو د پراخېدو او وینې ښه جریان سره مرسته وکړئ. چې د … نور ولولئ

سپورټ

د نړۍ کوم کرکټ لیګ غوره دی؟!

Advertisements سمیع الله درانی د نړۍ په کچه ډېر لیګونه ترسره کېږي، چې په دې لیګونو کې آې پي ایل په هندوستان کې، بېګ باش لیګ په اسټرالیا کې، بلاسټ سیالۍ په انګلستان کې، بي پي ایل په بنګله دېش کې، ټي ټېن لیګ په عربي متحده اماراتو کې، سي پي ایل په ویسټ انډیز کې، ګلوبل لیګ په کاناډا کې، مزانسي لیګ په افریقا کې، پي ایس ایل په پاکستان کې او شپږیزه لیګ … نور ولولئ