د محمدنبي چټکې پنځوسیزې مِس عېنک لوبډله له ماتې بچ نه کړه
د شپږیزې کرکټ لیګ نهمه لوبه د اکټوبر په ۱۱ مه نېټه ماسپښین یوه نیمه بجه په کابل لوبغالي کې د سپین غر پړانګانو او مِس عېنک اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. شفیق الله شفق چې د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر دی، پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، د سپین غر لوبډلې لپاره په پیل کې نجیب الله ترکي د ملا د تیر رول لوباوه، هغه په ۴۶ توپونو ۴۸ منډې وکړې، چې … نور ولولئ