سپورټ

ریکارډ ؛ ویرات کوهلي د شل اوریزو لوبو مخکښ توپ وهونکی سو.

لیکنه : عبدالله عادل هند تېره شپه د دریو شل اوریزو لوبو په لړۍ کي جنوبي افریقا لوبډلي ته په اوو ویکټو ماته ورکړه په یاد لوبه کي جنوبي افریقا لوبډلي د ۱۵۰ منډو هدف ټاکلی وو کوم هدف چي د هند لوبډلي د خپل لوبډلمشر کوهلي د پنځوسیزي په مټ په ۱۹ اورونو کي پوره کړ. په یاده لوبه کي ویرات کوهلي په ۵۲ توپونو ۷۲ چټکي او ناسوځېدلي منډي جوړي کړې او د … نور ولولئ

سپورټ

محمدالله وایي: غواړي چې د افغان لوبډلې د بریاوو برم مات کړي.

سمیع الله درانی د بنګله دېش کرکټ ټولچاري یا الراونډر محمدالله ویلي دي، چې دی بېرته فوم کې شوی او غواړي، چې د افغان لوبډلې د بریاوو هغه شوکت له ستونزو سره مخ کړي، چې درې اړخیز سیریز کې یې ترلاسه کړی دی. ده ویلي دي غواړي چې د افغان لوبډلې د بري تاج د دوی له سر څخه راکوز کړي او پر ځای یې بنګله دېش بریا ته ورسوي. ده په خپله لوبډله غږ … نور ولولئ

سپورټ

په بیګ باش د آسیا تر ټولو ډېر لوبغاړي افغانان دي.

د اسټرالیا په کورني شل اوریز کرکیټ لیګ یا بیګ باش کي د آسیا له لویي وچي څخه تر ټولو ډېر لوبېدونکي لوبغاړي افغانان دي او د لومړي ځل لپاره هم تر ټولو ډېر افغان لوبغاړي په دې لیګ کي لوبیږي. مجیب الرحمن، راشدخان، محمدنبي، قیس احمد او تازه ظاهر خان ددې لیګ د ۲۰۱۹ کال سیالیو لپاره اخیستل سوي او په اسټرالیا کي به د دې لیګ په څلورو مختلفو لوبډلو کي ولوبیږي. تېره … نور ولولئ

سپورټ

ریال ماډریډ د پاستژرمېن څخه سخته ماته وخوړه!

ليکنه: صابرحميدي د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ(چمپېنزلیګ) ۶۵م پړاو د سې شنبې په ورځ پيل سو، چي اته لوبي ئې په لومړۍ شپه او اته لوبي ئې بیا پرون چهارشنبه ترسره سوې. په یادو لوبو کي کلب برګ د ګالاتاسرای سره، المپیاکاس د تاتنهام سره، پاستژرمېن د ریال ماډریډ سره، بایرن مونیخ د کریوینا زویډا سره، ډینامو ذاګریب د اتلانتا سره، شاختار ډونټسک د منچسټر سیټي سره، لوارکوزن د لوکوموټیو موسکوا سره او اتلاتیک … نور ولولئ

سپورټ

جانټي رودز د ویرات کولي صفت او د سټیف سمېت غېبت کړی دی.

سمیع الله درانی د افریقا پخواني لوبغاړي او ډګر ستاتنې ځلېدونکي ستوري جانټي رودز ویلي دي، چې سمېت د انګلستان خلاف ټېسټ لوبه کې بدرنګه سلیزه ووهله؛ هغه ویلي دي چې د سمېت د توپ وهنې سټایل هیڅ خوندور نه دی، هغه په کریز کې مخکې ځي او ډېر شاټونه په لېګ سټم وهي، د ده دا لوبه هیڅ خوند نه کوي او ستړې کوونکې لوبه کوي. د رودز په وېنا د هغه لوبه سړی … نور ولولئ

سپورټ

سبا د افغانستان فوټبال غوره لیګ پایلوبه ترسره کیږي.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو پایلوبي ته طوفان هریرود او شاهین آسمايي فوټبال لوبډلو لاره پيداکړې، چي دا دواړي لوبډلي سبا د جمعې په ورځ د یاد ټورنمنټ په پایلوبه کي سره مخ کیږي. د افغانستان فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي دا لوبه د افغانستان فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کي مازدیګر ۵:۳۰ بجې پېلیږي. د فوټبال دې پایلوبي ته شاهین آسمايي او طوفان هریرود دواړو ټیمونو د پوره چمتوالی … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

که هیڅ ملګری نه لرئ دا ټکي ولولئ

ملګرتیا یو لوی نعمت دی، چې بد مرغه خلک ورڅخه برخمن دي. خو له دې نعمت څخه بې برخې توب باید د نهیلۍ سبب نه شي. هغوی چې له دغه نعمته بې برخې دي، د دې پرځای چې نهیلي شي، هغو لارښوونو سره دې ځانونه عیار کړي، چې له دې ستونزې یې د خلاصیدو سبب کیږي. ملامت څوک دی؟ دې نه مخکې چې نهیلي شئ، یا نور ګرم وګڼئ یوه ارزونه وکړئ، چې ستاسې د … نور ولولئ

افغانستان

غني د قضاوت په تله کې؛ د بیا ولسمشرۍ وړ دی کنه؟

لیکنه: سلیم پسرلی اشرف غني لکه بل هر انسان او لکه بل هر سیاستوال؛ هغه هم په افغانستان غوندې هېواد کې نه کومه سپینه پرښته ده او نه کوم تور شیطان. هغه هم لکه بل هر څوک له ښیګڼو او منفي اړخونو ډک دی. دلته به یې مثبتې او منفي خواوې بحث او بیا پریکړه وکړو، چې د بیا ځلي ولسمشرۍ وړ دی کنه او یا تر ده بل څوک د ولسمشرۍ وړ دی کنه؟ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د آزاروونکو ټوکو ټکالو او خلکو پر وړاندې څه ډول چلند وکړو؟

ژباړه: نسیمه محمدي ځیني خلک شته چې د خپلو ځوروونکو ټوکو ټکالو او کړو وړو سره د شاوخوا خلکو د زړه بدۍ لامل کېږي. بې ادبي، ګستاخي او سپکاوی هغه څه دي، چې زغمل یې ګران دي. وړاندې د دې ډول کسانو سره د مخامخ کېدو او چلندونو په اړه ځیني ټکي درپېژنو. د خلکو ځورونکو خبرو په وړاندې د چلند ډول ډېر مهم دی. تاسې ناچار د ژوند په اوږدو کې، د ګستاخ او … نور ولولئ

سپورټ

هند د ویرات کوهلي د پنځوسیزي په مټ جنوبي افریقا ته ماته ورکړه

لیکنه : عبدالله عادل د هند په کوربتوب د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه کي تېره شپه هند د اوو ویکټو په توپیر جنوبي افریقا لوبډلي ته ماته ورکړه ، ددې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې سوې وه. په یاده شل اوریزه لوبه کي هند له ټاس ګټلو وروسته لومړی د توپ اچوني پرېکړه وکړه او د افریقا کرکټ لوبډله یې توپ وهني ته دعوت کړه. افریقا … نور ولولئ