سپورټ

د سپین غر زون فوټبال لوبغاړي په مرکزي او ولایتي فدراسیون سختې نیوکې لري

د فوټبال لوبغاړي او مخکښان وايي، د ختیځ یا سپین غر فوټبال زون چې په ختیځه سیمه کې د لوبو، لوبغالو او لوبغاړو د تنظیمولو او پاللو دنده پرغاړه لري، مسئولیت یې په درسټ ډول نه دی ادا کړی د فوټبال دا لوبغالی چې د جلال اباد ښار په زړه کې په سراج العمارن بڼ کې موقیعت لري، پرې د نه پاملرنې له امله د خزان ستره څپه تېره شوې. دې لوبغالي کې چمن وچ … نور ولولئ

سپورټ

ځیني لوبغاړي او د هغوی اتلولۍ

دغو ۹ لوبغاړو د خپلو لوبډلو لپاره افسانوي رول ادا کړی او په اصطلاح د خپل هېواد لپاره اتلان وو. د کرېک ټرکر وېب پاڼه لیکي، دوی د خپل کرکټ کېریئر پرمهال د اتلانو رول ادا کړی او هېوادونه به یې دا کارنامې یادې ساتي. ظهیرخان هندی مسلمان زهیرخان د نړۍ له غوره توپ اچوونکو څخه و، ده په کیڼ لاس چټکه توپ اچونه کوله او د خپل کم ساري سوېنګ له کبله یې توپ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څومره د خپل ژوند په ملګري پوري تړلي ياست؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي که تاسي هم له هغو کسانو څخه ياست چي ګډ ژوند يو روح او دوه جسمه بولي دغه لیکنه ستاسي له پاره ده. تاسي یو ګډ ژوند لرئ او تر کومه چي د دوو کسانو په اړیکه او تعامل پوري اړوند وي مشترک او ګډ ژوند شمېرل کېږي. له دې هاخوا، تاسي هر یو/ه د متفاوتو غوښتنو، علاقمندیو او ځانګړو روحیاتو درلودونکي ياست چي لزوماً ستاسي د ژوند د ملګري … نور ولولئ

خواړه

د شلیل او شفتالو تر منځ توپير او ګټې یې

ژباړه: مریم شریفي اوسنۍ پرمختللې کرنه د دې لامل شوې ده چې مېوې بېلابېلې بڼې، شکلونه، رنګونه، خوندونه او اندازې ولري. شلیل په ځانګړنو کې تر ډېره شفتالو ته ورته مېوه ده چې اوس اوس په افغان بازار کې هم موندل کېږي. شلیل وینه پاکوي، خو د شفتالو بر عکس د عضلو دردونه له منځه وړي. روغتیاپالان تر ډېره هغو کسانو ته شفتالو، تور بانجان او خټکی نه توصیه کوي چې په نږدې وختونو کې … نور ولولئ

ادبیات

د شمس او مولانا ملاقات

مولانا د سيد بر هان الدين  تر مرگ وروسته په خپلواکه توگه د وعظ او تدريس چارې پيلوي او له ٦٣٨ نه واخله تر٦٤٢ کال پورې  چې نژدې پنځه کاله کيږي نوموړى د خپل پلار او نيکونو له دود سره سم د فقې او نورو ديني علمونو  تدريس پيلوي ، خو دغه ښوونه او د مدرسې قيل وقال تر ډيره نه پاتې کيږي او د بلخ د خداوندگار په ژوندانه کې يو ستر توپان غزونې … نور ولولئ

خواړه

د څښاک اوبو ته خپل ښکلی خوند او رنګ ورکړئ

ژباړه: مریم شریفي نوښت مو په ژوند کې بدلون راولي او د ژوند کولو بېلابېلې لارې چارې در زده کوي. دا چې څه ډول ژوند درته ښکلی کړئ او د خدای پاک له درکړو نعمتونو څخه په سم ډول ګټه واخلئ، ستاسو په ذهني خلاقیت پورې اړه لري؛ له شک پرته چې اوبه د خدای پاک تر ټولو ستر نعمت دی، خو که تاسو خپل خلاقیت په کار واچوئ، دغه نعمت لار درته ښکلی او … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

مخکې له مخکې ځانونه بریالي و بولئ

ژباړه: مریم شریفي څېړنو ثباته کړې ده چې موږ هره ورځ دېرش زره ځله له ځان سره خبرې کوو. زموږ په ذهن کې تل مکالمه روانه وي. وایي هره ورځ هغه وعدې له ځان سره تکرار کړئ چې خدای پاک در سره کړې دي. تر څنګ یې هغه څه چې تکراروی تمرکز او فکر هم پرې وکړئ. کله چې تاسو دغه وعدې او موخې له ځان سره تکراروی او تمرکز پرې کوی، نو هغه ده … نور ولولئ

اقتصاد

د بدخرڅو رواني شننه؛ ولې بد خرڅي، حل لارې یې څه دي؟

ډېر خلک به پېژنئ، چې زیاتې پیسې، هغه هم بې ضرورته مصرفوي او د خلکو خبره جیبونه یې سوري دي. خو ولې ټول خلک داسې نه دي؟ ولې ځینې خلک داسې دي؟ د دوی رواني وضعیت څنګه دی؟ روان پوهنه په دې اړه څه وایي؟ ولې بد خرڅي؟ زیات خلک فکر کوي، چې بد خرڅي یو ارثي مشکل دی او پلار و مور نه ماشومانو ته لیږدیږي. خو د روان پوهنې علمي څېړني بیا د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښځو لومړۍ مینه؛ په اسانه یې هېروی شي؟

مینه یوه خاصه رشته، خاصه تجربه او په عام باور نه هېریدونکې رشته ده. د لومړۍ مینې په اړه خو بیخي دا قضاوت زیات کیږي. زیات نارینه خو له ناکامې وروسته چې واده هم کوي، وایي لومړۍ مینه یې نه ده هېره او نه یې شي هېرولی. خو ښځینه مېنانې څنګه دي؟ دوی لومړۍ مینه په اسانه هېروی شي کنه؟ په دې مطلب کې د همدې پوښتنې د ځوابولو هڅه کوو. اسانه نه ده! د … نور ولولئ

خواړه

د شات اخیستو لارښود؛ په دې ډول غوره او ګټور شات واخلئ!

شات د سهار چای څښلو لپاره یوه ګټوره او مهمه غذا ده. دا دوه ډله دي: موم لرونکي او بې مومه. موږ کوم ډول شات واخلو، چې زیاته ګټه را ورسوي؟ په دې مطلب کې به په همدې اړه ځینې مشورې درسره شریکې کړو. کوم ډول شات واخلو؟ ځینې خلک شات له مربا یا ملایي سره ګډوي او یو ځای یې خوري. که موږ دوکان ته ځو نو کوم ډول شات واخلو، موم لرونکي، که … نور ولولئ