۲ افغان خانانو د بنګله دېش لوبډله ښکار کړه!

ليکنه: سميع الله درانی
د بنګله دېش او افغان یوولس کسیزو لوبډلو ترمنځ تمریناتي دوه ورځنۍ سیالۍ کې له توپ وهنې وروسته افغان بالرانو هم خپله وړتیا وښوده.
دا تمریناتي لوبه د بنګله دېش په چاټوګرام سیمه کې د افغان لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه.
د افغانستان لپاره اوپننګ یا پیل سټایلېش توپ وهونکي احسان الله جنت او ځوان اوپنر ابراهیم ځدران وکړ.
احسان الله ۶۲ منډې وکړې او بیا له ټپي کېدو وروسته بهر شو او ابراهیم هم ۵۲ منډې وکړې او له ټپي کېدو وروسته له لوبغالي ووت.
افسر ځاځي ۳۵، محمدنبي ۳۳، حشمت الله شهیدي ۲۶ او قېس احمد ۲۳ منډې وکړې.
افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۲۸۹ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.
له دې وروسته افغان لوبډله ډیکلیر شوه او پاڼۍ یې بنګله دېش ته پرېښوده.
د بنګله دېش لپاره څلور وېکټې الامین حسېن او درې وېکټې سومون خان واخېستې.
افغانستان ۹۹ اورونه ولوبول او یوه وېکټ یې پاتې هم شوه.

بنګله دېش په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ټولې ۱۲۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
ظاهرخان پنځه وېکټې او راشدخان درې وېکټې واخېستې، ظاهرخان بیا یو بولډ اوټ، دوه ایل بي ډبلیو او دوه کېچ اوټ کړل؛ خو راشدخان بیا دوه ایل بي ډبلیو او یو کېچ اوټ وکړ.
افغان لوبډلې ۱۶۶ منډې په بنګله دېش پور ورواړاوه.
افغان لوبډلې لپاره دوهمه پاڼۍ کې پیل جاوېد احمدي او رحمت شاه وکړ، احمدي په ۱۲ منډو ناټ اوټ ولاړ دی او رحمت شاه بیا ۲ منډې کړي دي.
دا لوبه دوه ورځنۍ وه او افغان لوبډله پکې بریالۍ ښکاري.
ظاهرخان چې کیڼ لاسی چینا مېن بالر دی؛ خورا مناسب لوبغاړی دی او باید په افغان لوبډله کې چانس ورکړل شي، چې ترڅو راتلونکو لوبو کې هم ولوبېږي.
ظاهرخان له راشدخان سره یوه ښه جوړه کېدای شي، دواړو خانانو د بنګله دېش یوولس کسیزه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ښکار کړه.