بریا او پرمختګ

رونالډو، میسي او فن ډیک؛ د ۲۰۱۹ فوټبال اتل به څوک وي؟

د ۲۰۱۹ میلادي کال فوټبال غوره لوبغاړي جایزې ته درې پیاوړي نوماندان اعلان سول. په ټوله کي ددې جایزې لپاره د نړۍ په کچه لس تکړه لوبغاړي نوماند سوي دي. د پرتګال او جیونټوس څخه کریسټیانو رونالډو، د ارجنټاین او بارسلونا څخه لیونل میسي او له نیدرلینډ او لېورپول کلب څخه ریجیل فن ډیک د نړۍ په کچه هغه درې لوبغاړي سول، چي د ۲۰۱۹ میلادي کال د فوټبال غوره لوبغاړي به اعلان سي. کریسټیانو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د هیوادونو د کال غوره لوبغاړي؛ رونالډو ۱۱م ځل دا جایزه وګټل.

د نړۍ په کچه پیاوړی لوبغاړی او د فوټبال لوبي د تاریخ ستوری کریسټیانو رونالډو د خپل هیواد پرتګال د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. رونالډو دا ۱۱م خو په پرلپسې ډول ۴م ځل دئ، چي د پرتګال د کال د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. نوموړی له ۲۰۰۷م کال راهسي دا جایزې په خپل نوم نوموي. په ۲۰۱۰ عيسوي کال کي سیماوو او په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي پي پي د پرتګال د کال … نور ولولئ

سپورټ

پولارډ خپل سیال الراونډر براوو ته خطرناکه ماته ورکړه.

ليکنه: سميع الله درانی د پولارډ او براوو ترمنځ چې د ننداره کوونکو د سترې نندارې لوبه جوړه شوې وه، پولارډ پکې براوو ته ماته ورکړه او د ننداره کوونکو د نندارې کپ یا جام پولارډ هسک کړ. دا لوبه په ټرېنېډاډ سیمه کې ترسره شوه، پچه پولارډ وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د پولارډ لوبډلې په ۱۸ اعشاریه یو اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې. … نور ولولئ

سپورټ

۲ افغان خانانو د بنګله دېش لوبډله ښکار کړه!

ليکنه: سميع الله درانی د بنګله دېش او افغان یوولس کسیزو لوبډلو ترمنځ تمریناتي دوه ورځنۍ سیالۍ کې له توپ وهنې وروسته افغان بالرانو هم خپله وړتیا وښوده. دا تمریناتي لوبه د بنګله دېش په چاټوګرام سیمه کې د افغان لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه. د افغانستان لپاره اوپننګ یا پیل سټایلېش توپ وهونکي احسان الله جنت او ځوان اوپنر ابراهیم ځدران وکړ. احسان الله ۶۲ منډې وکړې او بیا له ټپي کېدو … نور ولولئ

خواړه

کچالو ګټور دی او که یې پوستکی؟

ژباړه: مریم شریفي کچالو لږه کالري خو په زیاته کچه ویټامین سي، وېټامین بي او اوسپنه لري. دغه ګټې یوازې په سپین کړي کچالو کې نه، بلکي په پوستکي کې یې هم شته. کچالو پر دې سربېره په زیاته اندازه فیبر او نور مغذي او حیاتي مواد هم لري. د یوه کچالو پوستکی د ورځې اته په سلو کې د بدن د اړتیا وړ فیبر پوره کولای شي. د کچالو په پوستکي کې شته فیبر … نور ولولئ

روغه سټه

ورزش څه وخت ډېر ګټور دی؟

ژباړه: مریم شریفي جام جم ورځپاڼه لیکي، د سهار له خوا له ۳۰ نیولې بیا تر ۴۵ دقیقو پورې ورزش کول کولی شي د وخت په تېرېدو سره د وزن په کمولو کې درسره مرسته وکړي. که نه غواړئ په وږي نس له کوره ووځئ او ورزش وکړئ، کولی شئ یوه سپکه سهارنۍ وخورئ او بیا ورزش وکړئ. ورزش په بېلابېلو وختونو کې پر بدن هم بېلابېلې اغېزې لري. کومه څېړنه چې د امریکا د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

یو ښه نارینه، دا تېروتنې نه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل موږ ټول په بشپړه توګه په خپل مقابل لوري کې د ښو ځانګړتیاوو په لټه کې یو او له موږ څخه هریو خپل ځانګړي معیارونه لري، خو کابو دا معیارونه ګډ دي او ډېری کسان پرې د نظر اتفاق لري. ځینې منفي ځانګړتیاوې هم شته او خوښېږي مو، چې هغه په خپل مقابل لوري کې ونه وینو، خو آیا واقعاً پوهېږو، چې دا منفي ځانګړنې څه دي؟ آیا پوهېږئ، چې یو … نور ولولئ

اقتصاد

لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي

یوې امریکایې مجلې فوربز د روان کال تر ټولو د زیاتې ګټې لرونکي ښځينه اداکارانو او ماډلو نومونه خپاره کړي. په دغه نوملړ کې په پیسو ګټونکي نه یوازې په فلمونو کې د کارکولو بلکې په مختلفو اعلاناتو او تجارتونو کې د شراکت او خپلې سوداګرۍ څخه هم پیسې ګټي. اسکارلټ جانسن مشهورې امریکایې مجلې فوربز له لوري په خپور شوي کلني نوملړ په پيل کې نوم د بریاليترین اوینجرز سریز او بلیک وډو په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

مهم هوډ – له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل د ایټالیا په یوه کلي کې یو ډېر بد او شریر هلک اوسېده، چې په خپلو بدو خبرو به یې نور ډېر خپه کول. یوه ورځ پلار یې له مېخونو څخه یوه ډک بکس ورکړ او ورته وې ویل: هر ځل دې چې کوم څوک په خپلو خبرو خواشینی کړ، نو له دې مېخونو نه یو یې د غوجلې په دېوال کې ټک وهه. هلک لومړۍ ورځ شل مېخونه په دېوال … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په دغو ۱۰ خصوصیاتو سره د نارينه وو مینه واقعي ده!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي مينه په هره ټولنه کي يوه مقدسه کلمه ده چي د هري نجلۍ او هر هلک ترمنځ د یوه ګډ ژوند د ایجاد سبب کېږي، خو ځیني وختونه مجازي میني له حقیقي هغې څخه نه بېلېږي؛ کورټ میني ته په بد نظر کتل کېږي. زموږ سره مله اوسئ چي د یوه واقعي عشق او یوې واقعي میني په خصوصیاتو مو پوه کړو. د هري نجلۍ او هر هلک ترمنځ په … نور ولولئ