فرصت، چانس یا موقع کله کله د یوه انسان د جونګړې ور ټکوي هر وخت نه راځي. هوښیاران هغوی دي چې دغه چانس وپېژني او په ښه توګه ترې ګټه واخلي. تاسو چې اوس دغه لیکنه لولئ شاید له ځان سره ووایئ:
ـ اخ ما هم ډېر چانسونه له لاسه ورکړي دي. کاش ترې ګټه مې اخیستې وای.
https://www.youtube.com/watch?v=URDzt-6YrIo
موږ تاسو په دې برخه کې مشترکات ټکي لرو، هر انسان ته کله کله چانس او موقع په لاس ورځي خو ټول ترې ګټه نه شي اخیستلی.
دغه ډول فرصتونو نه هغه کسان ګټه اخیستلی شي چې دغه فرصت او چانس ته په تمه اوسي او ویې پېژني. هغه کسان ترې ګټه اخیستل شي چې په ژوندانه کې موخه ولري.
که څه هم زه خوشبینه انسان یم او تل ځان خوش چانسه بولم خو چانس ته په تمه کېدل مې هېڅ نه خوښېږي ځکه انسان وروسته پاتې کوي.
فرصت او چانس په دې مانا نه دی چې موږ دې هیڅ کار او فعالیت ونه کړو او یوازې چانس او فرصت ته په تمه پاتې شو. لمر هغو بوټو ته انرژي ورکوي چې سر له خاورو راپورته کړي او یا هم الله تعالی هغې بېړۍ ته هدایت کوي چې روانه اوسې نه دا چې د ساحل تر غاړې یې لنګر اچولي وي او ولاړه اوسي.
څو ورځې وړاندې مې د هندوستان د موسیقي يوه خپرونه لیده، خپرونه کې یوه زړه مېرمن رابلل شوې وه. د مېرمنې له ظاهرې بڼې ښکارېدل چې ډېره غریبه، مایوسه او بې کسه ده. دغه مېرمن (رانو منډل ) نومېږي. رانو په یوه ریل سټیشن کې د یوې مړۍ ډوډۍ د راپیدا کولو لپاره سوال کوي او کله، کله یوه نیمه سندره زمزمه کوي څو لاروي ورته خواړه یا هم پیسې ورکړي.
رانو نه کور لري نه کورنۍ او نه پیسې. بستره یې ورسره ده او هرځای کې چې پرې شپه راشي هماغه خپل کور ګڼي او شپه پکې تېروي.
په ریل سټیشن کې ورسره یو ځوان مخ کېږي، رانو ورته د لتا منګیشکر سندره په داسې حال کې زمزمه کوي چې ریل سټیشن کې سخته ګڼه ګوڼه ده، رانو هڅه کوي چې خپل غږ لوړ کړي خو له مړاوې څېرې یې برېښي چې توان پکې نشته، ماخو داسې انګیرله چې دغه مېرمن سخته وږې او تږې ده ځکه خوله یې وچېږي او د زړه په زور زمزمه کوي.
دغه زمزمه په خواله رسنیو کې لاس په لاس ګرځي او خبره ان د هندوستان د وتلي هنرمند او سندرغاړي هیمش ریشمیا ته رسېږي او د موسیقي یوې خپرونې ته یې رابلي. کله چې د ستیج پر سر د لتا سندره وایی، ټول ناست خلک ورته ګوته په غاښ شي ځکه چې رانو ته خدای پاک ډېرعالی غږ او خدایي استعداد ورکړی دی. هیمیش رشیمیا ورته سم دلاسه دعوت ورکوي چې د فلم لپاره ورته یوه سندره ووايي.
رانو چې عمر یې له پنځوسو کلونو پورته ښکاري او شاید له پنځوسو کلونو وروسته ورته داسې طلایی چانس په لاس ورغلی وي، د هیمیش لپاره سندره وایي چې له دې سره په ټول هندوستان کې یې د شهرت انګازې خورېږي او د خلکو له تود هرکلي سره مخ کېږي.
رانو له دغه طلایی چانس نه ګټه اخلي او اوس د هندوستان یوه نوموتې سندرغاړې ده چې د هنر او شهرت غږ یې ان بالیووډ ته هم رسېږي او هرڅوک یې لاس نیوي ته ور دانګي.
داسې خبرونه هم خپار شول چې سلمان خان ورته یو کور ډالۍ کړي او همیش ورته د یوې سندرې لپاره لکونه هندي کالدارې ورکړي، ورکه لور یې هم راپیدا شوې او د کنسرتونو او سندرو بې شمېره وړاندیزونه ورته شوي دي.
نو د ژوندانه فرصتونو ته احترام وکړئ، ویې پېژنۍ او ګټه ترې واخلئ، هېڅ کله مه مایوسه کېږي. اسعتدادونه پټ نه پاتېږي، استعداد لکه الماس د خاورو په امبارونو کې هم ځان ښکاره کوي، ځلېږي او د خلکو پام ځانته راګرځوي.
په درنښت
آرش ننګیال
01/09/2019