د نیوزیلېنډ جیمي نېشم څخه یوې پاکستانۍ اداکارې سحر شینوارې غوښتي، چې د هغې د لومړي ماشوم پلار شي.
سحر شینوارې چې ای وي خېبر ټي وي کې کار کوي، په ټوېټر کې له نیوزیلېنډي کرکټ الراونډر جیمي نېشم څخه غوښتي، چې د هغې د لومړي ماشوم پلار جوړ شي.
شینوارې بیا د خپل ټویټ په وروستیو کې ایموجي یا مسخره یي کارتونونه هم کارولي دي.
جېمز جیمي نېشم بیا ورته ویلي چې اصل کې ایموجي یا کارتونونو کارولو ته اړتیا نه وه.
د پاکستانۍ اداکارې نوموړی خوښ شوی او د خپل زړه خبره یې په مسخره بدله کړې ده؛ خو داسې معلومېږي، چې نوموړې له نېشم سره واده ته لېواله ده.
جیمي نېشم د نړیوال جام په پایلوبه کې د سوپر اوور په لوبه کې ۱۴ منډې واخېستې او وروستی بال بیا ګوپټېل ولوباوه.
نیوزیلېنډ د بونډریانو د کمښت له وجهې اتلولي له لاسه ورکړه.
نیوزیلېنډی الراونډر له همغې وروسته خورا مشهور شو او خلک یې اوس د کرکټ لوبغاړي په منځ کې یادوي.
نیشم ۲۸ کاله عمر لري او اوس په سریلانکا کې د لوبو لپاره چمتو دی.
سریلانکا او نیوزیلېنډ د سپټمبر په لومړۍ نېټه د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي؛ د دوو ټېسټ لوبو سیریز یو د یو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېد.
الراونډر نیشم په شل اوریزو لوبو کې شامل دی او ښایي خطرناکې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
په نړیوال جام کې یې له افغان څخه پنځه وېکټې واخېستې او د لومړي ځل لپاره یې د ۵ وېکټو ریکارډ ثبت کړ.
خو اوس له دغه الراونډر څخه پاکستانۍ انجلۍ د واده تمه لري؛ ګورو چې نیشم د دغې انجلۍ غوښتنه پوره کوي او کنه.