بنکله دیشی لوبغاړی وایي، زمونږ ډېر تمرکز پر راشدخان دی!

ليکنه: سميع الله درانی
د بنګله دېش د ټېسټ لوبې لپاره اوپنر توپ وهونکي شادمن اسلام ویلي دي، چې په ټېسټ لوبه کې د دوی ډېر تاکید به د راشدخان په لوبولو سره وي.
شادمن زیاته کړې مونږ په دې هکله ډېره اندېښنه هم نه لرو، چې راشدخان به ستونزه جوړه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د بنګله دېش ډېر تاکید په ټولو افغاني سپېن بالرانو دی، چې ښه یې ولوبوي.
بنګله دېشی لوبغاړی ځکه دا خبره کوي، چې نسبت چټکې توپ اچونې ته د افغان لوبډلې سپېن بالېنګ د محمدنبي، راشدخان او مجیب الرحمن په شتون کې خورا پیاوړی دی او اوس لا ورسره کیڼ لاسی چېنا مېن ظاهرخان هم شتون لري.
بنګله دېشی لوبغاړی ډېره پورې له چټک بالېنګ وېره نه لري؛ ځکه چې د اسیا ویشتن ځایونه د څوکه یا سپېن بالېنګ لپاره ډېرملاتړ کوي.
شادمن دا خبره هم کړې، چې د ټېسټ او اوږدو لوبو توپ اچونه او لوبه نسبت شل اوریزو او لنډو لوبو ته توپیر لري، هغه خپلې خبرې په دې غځولي، چې مونږ د هر ډول ښو توپ اچوونکو سره مخ شوي یو او د افغان لوبډلې سپېن بالېنګ به هم دومره ګواښ نه وي.
اسلام، نامي توپ وهونکي د افغان سپېن بالېنګ خورا ډېر صفت کړی دی.

خو په نړیوال جام کې د راشدخان ټکېدلو افغانان د راشدخان په توپ اچونه بې باوره کړي دي او دوی دا یقین لري، چې ښایي د بنګله دېش خلاف لوبو کې هم وټکېږي.
افغان لوبډله نن بنګله دېش ته خوځېږي او هلته به ۵ ورځې وروسته له بنګله دېش سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه د سپټمبر په ۵ مه نېټه پیل کړي.
بنګله دېشي لوبغاړي په داسې حال کې له راشدخان څخه لږ څه په وېره کې دي، چې نوموړی تازه د افغان لوبډلې لپاره په درې واړو فارمټونو ( ټېسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو) لوبو کې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
راشدخان تر ټولو ځوان لوبډلمشر دی، چې په ۲۰ کلنۍ کې د ټولو لوبو رهبري پر غاړه لري.
د هېواد ملي لوبډله خپله دریمه ټېسټ لوبه د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه له بنګله دېش سره کوي، پخوا له هندوستان او ایرلېنډ سره مخ شوې وه، چې یوه یې بایللې او بله یې ګټلې ده.