ليکنه: سميع الله درانی
د اسیا له ۱۹ کلنو کم عمره جام سیالۍ، د راروانې سپټمبر میاشت په ۳ مه نېټه پېلېږي، چې افغان لوبډله پکې هم ګډون لري.
د اسیا له نولس کلنو کم عمره جام سیالۍ په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې پیل شوي دي او تر دې دمه یې ۷ پړاوونه ترسره شوي دي او اتم پړاو یې راروان دی.
په اته پړاوونوکې لومړی پړاو هندوستان ګټلی و او سریلانکا ته یې پایلوبه کې په ۷۹ منډو ماته ورکړې وه، د لومړي پړاو کوربتوب بنګله دېش وکړ.
د دې سیالیو دوهم پړاو په ۲۰۰۳ م کال کې ترسره شو، چې دوهم پړاو یې هم هندوستان وګاټه او سریلانکا ته یې پایلوبه کې په ۸ وېکټو ماته ورکړه، د دوهم پړاو کوربتوب بیا پاکستان وکړ او لاهور ښارکې قدافي لوبغالی یې کوربه و.
دریم پړاو یې په ۲۰۱۳ م کال کې ترسره شو، چې دریم پړاو کې پایلوبه د پاکستان او هند ترمنځ مساوي شوه او کپ د دواړو هېوادونو ترمنځ مساوي ووېشل شو، دا پړاو په مالیزیا هېواد کې ترسره شو.
څلورم پړا و په ۲۰۱۳ م کال کې عربي متحده اماراتو کې ترسره شو، چې هندوستان پکې د دریم ځل لپاره بشپړه اتلولي یوړه، پاکستان ته یې په ۴۰ منډو ماته ورکړه، هند؛ پاکستان ته ۳۱۴ منډې هدف ورکړی و.
پنځم پړاو یې په ۲۰۱۶ م کال کې په سریلانکا کې ترسره شو، چې هندوستان پایلوبه کې سریلانکا ته په ۳۴ منډو ماته ورکړه، دا څلورم ځل اتلولي وه، چې هند واخېسته.
شپږم پړاو او پاکستان ته د افغان لوبډلې له خوا ستره ماته
۲۰۱۷ م کال کې د اسیا ۱۹ کلنو کم عمره جام سیالیو شپږم پړاو په مالیزیا کې ترسره شو، چې افغان لوبډلې پکې د لومړي ځل لپاره ګډون وکړ، افغان لوبډلې تر پایلوبې یوه لوبه هم ونه بایلله او د پایلوبې په ګډون یې اووه لوبې په پرله پسې ډول وګټلې، پایلوبه کې یې پاکستان ته په ۱۸۵ منډو ماته ورکړه، ټوله پاکستانۍ لوبډله په ۶۳ منډو د درویشتم اوور په لومړي توپ وسوځېدله.
اکرام علي خېل په پایلوبه کې ۱۰۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې، چې ۲ یې شپږیزې او ۱۰ یې څلوریزې وهلې وې.
مجیب الرحمن په ۷ اعشاریه یو اوور کې ۱۳ منډې ورکړې، پنځه یې وېکټې واخېستې او ۲ اورونه یې مېډن کړل.
اکرام علي خېل د لوبې غوره لوبغاړی او مجیب الرحمن د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.
۲۰۱۸ م کال کې د یادو سیالیو اووم پړاو په بنګله دېش کې ترسره شو، چې سریلانکا په نیمه پایلوبه کې افغان لوبډله له سیالیو بهر کړه، سریلانکا او هندوستان پایلوبې ته ووتل، چې هند پکې سریلانکا ته په ۱۴۴ منډو ماته ورکړه او د شپږم ځل لپاره یې اتلولي یوړه.
۲۰۱۹ م کال کې دا سیالۍ په سریلانکا کې ترسره کېږي او ۸ لوبډلې پکې شاملې دي.
د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سیالیو سږنۍ لوبې او ۸ لوبډلې یې
افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، کوېټ، هند، سریلانکا، عربي متحده امارات او نېپال.
ټولې پکې پنځلس لوبې کېږي، پنځوس اوریز جام دی او شا او خوا ۱۲ ورځې دوام کوي.
دې سیالیو ته تر اوسه د هند او نېپال پرته د نورو لوبډلو سکواډونه نه دي چمتو شوي.
افغان لوبډله او لومړي پړاو کې یې لوبې
د ویکي پېډیا وېب پاڼې د معلوماتو له مخې ۲۰۱۹ کال انډرناینټین اسیا جام سیالۍ د سپټمبر په دریمه نېټه کابو ۶ ورځې وروسته په سریلانکا کې پېلېږي.
افغان لوبډله پکې د سپټمبر په ۵ مه نېټه ۸ ورځې وروسته خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره کوي، دوهمه لوبه د سپټمبر په ۷ مه نېټه له کوېټ سره کوي او دریمه لوبه د سپټمبر په ۹ مه نېټه له هندوستان سره کوي.
که افغان لوبډله په لومړي پړاو کې پاکستان او هند مات کړي، دوهم پړاو ته لار مومي.
د اسیا له ۱۹ کلنو کم عمره غوره لیګ او افغان لوبډله
۲۰۱۴ م کال کې د اسیا غوره لیګ سیالۍ افغانستان وګټلې او نېپال ته یې پکې ماته ورکړه.
دوهم ځل غوره لیګ په ۲۰۱۵ م کال کې یو ځل بیا افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې وګاټه او نېپال ته یې په نومرو اخېستلو سره ماته ورکړه.
افغان لوبډلې ۲۰۱۴ م کال کې ۵ واړه لوبې وګټلې او لس نومرې یې واخېستې، نېپال بیا ۴ لوبې ګټلې وې او ۸ نومرې یې ترلاسه کړې وې؛ نو په دې ډول افغان لوبډلې لومړی مقام اخېستی و.
۲۰۱۵ م کال کې هم افغان لوبډلې پنځه لوبوکې پنځه واړه ګټلې وې او ۱۰ نومرې یې اخېستې وې.
دا لیګ سیالۍ وې، نه اسیا جام له همدغو سیالیو او ایلایټ کپ له لارې افغان لوبډلې دې سیالیو ته غوراوی یا کوالیفای وکړه.
د اسیا له ۱۹ کلنو کم عمره ایلایټ کپ سیالۍ او څلور ځلې د افغان لوبډلې ځلیدل
ایلایټ کپ سیالۍ په ۱۹۹۷ م کال کې پیل شوي دي، چې ۱۹۹۷ او ۱۹۹۹ م کلونوکې بنګله دېش ګټلي، دې وخت کې افغان لوبډله نه وه.
۲۰۰۱» ۲۰۰۳ » ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ م کلونوکې نېپال ګټلي وو.
۲۰۰۹ کال کې افغان لوبډله هم پکې شامله شوه؛ خو هانکانګ پایلوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه او اتلولي یې واخېسته.
۲۰۱۱ » ۲۰۱۳ » ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ م کلونوکې ایلایټ کپ سیالۍ افغان لوبډلې وګټلې.
او ۲۰۱۹ کال کې بیا عرب متحده اماراتو د لومړي ځل لپاره دا جام وګاټه او نېپال ته یې په دوه نومرو ماته ورکړه.
افغان نوې لوبډله او اسیا جام کې یې سیالۍ
سږ کال د اسیا له ۱۹ کلنو کم عمره جام سیالۍ په داسې حال کې پېلېږي، چې افغان لوبډلې سره نوین الحق، قېس احمد، مجیب الرحمن، رحمان الله ګربز او ځېنې نور لوبغاړي نشته او هغوی اوور اېج یا عمرونه یې لوړ شوي دي؛ ګورو چې افغان ځوانه او نوې لوبډله به څومره دې جام کې وځلېږي.
درې ورځې وړاندې د یکشنبې په ورځ د لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي، د کرکټ رئیس فرحان یوسفزي او د کرکټ اجرایوي مشر لُطف الله ستانکزي ویلي وو، چې دې لوبډلې ته به هم د ملي لوبډلې په څېر امکانات برابروي او له لوبغاړو یې غوښتي وو، چې افغانستان لپاره لوبه وکړي، نه د ځان لپاره.