ادبیات

استقلال – ترانه – شپنه سلګۍ

زما ژوند او نظر زما زړه زما خيال د وطن استقلال استقلال،استقلال ********** دا وطن د افغان د افغان له ازل دا وطن يې دى ژوند دا وطن يې منزل دا وطن يـې ټپه دا وطن يې غزل دي د سر مې ټيکرى دى د لاس مې رومال د وطـــن اسـتقلال استقلال،استقلال ********** دا وطن دا وطن زما ژوند زما ځان دا ولس مې نظر دا مې قام د افــغان اسقلال،استقلال زما جان او جانان … نور ولولئ

افغانستان

د معاصر افغانستان لپاره د غازي امان الله خان او د ملکې ثریا هڅې او خوبونه

صدیقه پوپلزۍ شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده. شاه په ۱۸۹۲ م کال کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹ م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست. د شاه مورنۍ ژبه پښتو وه، خو ډېری وخت یې دري خبري کولې؛ ځکه په دري / فارسي ژبه ډېر لاس بری و، په اردو، فرانسوي او انګریزي هم … نور ولولئ

سپورټ

کارګر: د افغان غوره لیګ له لاري کورنی فوټبال وده کوي.

ليکنه: سميع الله درانی د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست رئیس یوسف کارګر پرون یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي د افغانستان فوټبال غوره لیګ له لاري داخلي فوټبال وده کړې او له دې وروسته ئې هم کوي. یوسف کارګر زیاته کړه، چي د افغان غوره لیګ په تېر پړاو کي د بېلابیلو ګډونوالو لوبډلو څخه افغان ۲۳ کلنه لوبډله جوړه سوه او په مرکزي آسیایي سیالیو کي ئې ښې لوبي ترسره کړې. هغه … نور ولولئ

سپورټ

شهزاد محمدي له هرډول کرکټ څخه محروم شو.

ليکنه: سميع الله درانی د افغان لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ وهونکی او د ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر توپ وهونکی د یو کال لپاره د هرډول کورني او نړیوال کرکټ څخه منع کړل شو. شهزاد محمدي چې د نړیوال جام له دوهمې لوبې وروسته د فېټنېس د نشتون په پلمه هېواد ته راواستول شو او دلته یې بیا رسنیو سره په خبرو کې وویل چې روغیتایي جوړه ده او هیڅ ستونزه نشته، اوس یو ځل بیا … نور ولولئ

سپورټ

د معلولینو ملي لوبډله وستايل شوه.

ليکنه: سميع الله درانی افغان کرکټ بورډ کې نن له انګلستان څخه د معلولینو ملي لوبډلې له راستنېدو سره سم د ادارې چارواکو له لوري یاده لوبډله په معنوي او نغدي ډالیو ونازول شوه او د لوبغاړو له ټولو لاسته راوړنو یې ستاینه وکړه. په همدې موخه نن په جوړه شوې خبري ناسته کې چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي، د دغې ادارې اجراییه مشر لطف الله ستانکزي او نورو چارواکو … نور ولولئ

سپورټ

د خپلواکۍ په سلمه کلیزه کې د کرکټ شپږیزې وهل کېږي

دا چې د هېواد د خپلواکۍ سلیزه په پوره کېدو ده؛ نو افغان لوبغاړي هم هڅه کوي، چې دا سلیزه د منډو جوړولو په سلیزې ونمانځي. نن سهار نهه بجې په کابل لوبغالي کې دوه لوبډلې د یو بل پر وړاندې په یوه شل اوریزه لوبه کې په دې پار لوبېږي، چې د هېواد د خپلواکۍ سلیزه ښه ونمانځل شي او د خلکو په ذهنونو کې د یو ارزښت په توګه خوندي شي. نن افغان … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

منفي فکرونه مو باید وروسته پاتې نه کړي

ژباړه: مریم شریفي یوه ورځ مې د ښوونځي له یوه زده کوونکي سره خبرې کولې، هغه چې کلنیو ازموینو ته نېږدې شوی و، ویل یې جوئل! ماته دعا کوې چې په ازموینه کې د قبولۍ (بریالیتوب) نمرې واخلم؟ ما ورته وویل ولې موږ د قبولۍ پر ځای د لوړو نمرو لپاره دعا ونه کړو؟ هغه وویل نه جوئل! ښوونکي مې راته ویلي، ته کولی شې یوازې د قبولۍ نمرې واخلې. هغه تر دې ښه لار … نور ولولئ

روغه سټه

د غاښونو د پاک ساتلو لپاره، مسواک، تار او که کرم؟

ژباړه: مریم شریفي د غاښونو لپاره کیفیت لرونکي او مناسب کرېم د غاښونو او خولې په ساتنه کې اغېزناک رول لري؛ د مناسبو کرېمو پېژندل هم ځانګړی مهارت غواړي او دا مهارت بیا د غاښو او خولې په ساتنه کې درسره مرسته کوي. نن سبا په تلوېزیونونو کې د غاښونو د ډول ډول کرېمو تجارتي اعلانونه خپرېږي او په بازار کې یې هم په لسګونه ډوله پیدا کېږي چې ان اتیا سلنه د غاښونو د … نور ولولئ

خواړه

مستې په ښکلا کې څومره ونډه لري، دلته یې ولولئ

ژباړه: مریم شریفي ۱- مستې وېښته ښکلي او قوي کوي مستې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه مغذي مواد لري چې پر وېښتانو سربېره مو نور بدن هم ورته اړتیا لري. مستې د معدني موادو لکه پر کلیسم، پوتاشیم سربېره ګڼ مغذي مواد لکه ويټامین بي او پروټینونه هم لري، په مستو کې شته طبیعي پروټین د وېښتانو د پیاوړتیا لامل کېږي. څرنګه چې پروټینونه په استحکام او کلکېدو کې مرسته کوي، دغه راز … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ماشومان او ګرمي؛ څنګه یې وساتو، څه خوراک ـ څښاک ورکړو؟

د ګرمۍ ستونزه عامه ده، ټول باید ترې ځان وساتو، په خاص ډول خپل ماشومان. خو څنګه یې وساتو، د څه خوراک ـ څښاک زیات بندوبست ورته وکړو؟ په دې مطلب کې همدې ټکیو ته پاملرنه کوو. ولې یې وساتو؟ د ګرمۍ له وجې معمولاً د انسانانو د وجود د تودوخې کچه بدلیږي او دا کار یې د خوله کیدو سبب ګرځي. له خولې کیدو سره مو د وجود دفاعي سیستم هم بدلون کوي او … نور ولولئ