سپورټ

کرکټ بورډ د نامعلومې مودې لپاره د محمد شهزاد قرارداد وځنډاوه

ليکنه: سميع الله درانی افغان کرکټ بورډ، د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد شهزاد قرارداد د دغې ادارې له اصولو د پرله پسې سرغړونو له امله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه. افغان کرکټ بورډ وایي، د اصولو له مخې، کله چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي، چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده. د مسئولینو په وېنا محمد شهزاد له دې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

خپل ځان سره څومره مينه لرئ؟ خپل ځان ته وخت ورکړئ

د خوښۍ يو راز دا دی چې خپل ځان سره مينه وکړئ که له ډېريو خلکو پوښتنه وشي نو ښايې ځواب کې ووايې چې هو؛ مونږ ځان سره مينه لرو خو له کړنو او عکس العملونو يې بل څه ظاهريږي. دا يو ساده حقيقت دی چې مونږ د ځان په پرتله نورو سره ډېر صميمي او په مينه چلند کوو. تل په دې هڅه کې يو چې هغه کار ترسره کړو چې نور له ځانه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له نورو تمه؛ هغه څه چې ناتوانه کوي مو

د تورپیکۍ غرنۍ لیکنه تمه انسان محدودوي، ناتوانه کوي يې او بلاخره په هغه نري تار يې تړي چې هره ګړۍ يې د شليدلو امکان شته. تمه لرونکی په خپل لاس د خپل ژوند د تحرک قوه د بل په لاس کې ورکوي او په لوې لاس ځان د نورو د غوښتنو او حوسونو تابع ګرځوي. له نن مخکې مې ډير اوريدلي او په ډيريو کتابونو کې مې لوستي وو چې انسان بايد بل ته … نور ولولئ

په زړه پورې

یوه هندۍ ډاکټره په بریتانیا کي د ښکلا ملکه شوه

په بریتانیا کي د تیرو ۶۶ کلنو راهیسي هر کال د ښکلا ملکه ټاکل کیږي، خو سږ کال یوه هندۍ انجلۍ په بریتانیا کي د کال د ښکلي ملکې تاج پر سر کړ. اسپوټينګ ورزشي سایټ د ډیلي میل په حواله راپور ورکړی، چي د ښکلا دا لوبه د رواني اګسټ میاشتي په لومړیو کي په لندن کي ترسره سوه، چي د (باهاشا موحرجي) په نوم یوې ۲۳ کلني انجلۍ د بریتانیا د کال د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د یو مثبت او اغیزناک شخصیت لپاره څو مهم ټکي

د تور پیګۍ غرنۍ لیکنه او راټولونه که غواړئ داسې شخصيت ولرئ چې د خلکو پام ځانته راواړوئ نو هڅه وکړئ په مثبتو ليدلوريو خپل ځان خلکو ته معرفي کړئ او لاندې ټکي په پام کې ونيسئ. ۱: په ځان باور ولرئ هغه څه چې د نورو په نسبت ستاسې شخصيت لوړوي او په ټولنه کې د پام وړ ارزښت پيدا کوئ په ځان باور دی، خلک تاسې ته په هماغه سترګه ګوري په کومه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هغه پنځه رازونه چې نورو سره یې مه شریکوئ

د تورپیکۍ غرنۍ راټولونه او ژباړه د هر انسان په ژوند کې ځينې رازونه او خبرې شته چې بايد نورو ته و نه ويل شي او د ويلو په صورت کې ښايې تاسې خپله ارامتيا او بريا چانس له لاسه ورکړئ. کله کله تاسې د خپل زړه د سپکولو او ځان د ارامولو لپاره د خپل زړه خبرې نورو ته کوئ چې دا کار مو په حقيقت کې د ځان په تاوان دی. د ژوند … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د امن تر ټولو خوندي کور د پلار یا خاوند کور دی

پخوا په ډېريو کورونو کې د نجونو پيدايښت د کمبختۍ نښه وه او په ډېر بد پال به يې نيوله د لور په پرتله به يې زوی ته لومړيتوب ورکاوه او ورته خوشالېدل به، په کوم کور کې به چې نجلۍ وزېږېده نو د وير او غم ټغر به خور شو، له پيدايښته تر زړښته او بيا تر مرګه به د ژوند له سختو سره لاس او ګريوان وه، په پيغلتوب کې به د پلار … نور ولولئ

پوهنتونونه

د افغان ښځو لپاره له ستونزو ډک کاري چاپیریال

په عامه اصطلاح او د لوستو کسانو په باور ښځه د نيمې نړۍ بشپړوونکې ده او هغه مهال دا بشپړتيا صحت پيدا کوي چې له نارينه وو سره يو ځای کار وکړي او ټولنې سره د خپلو افکارو پر شريکولو په ټولنه کې ونډه واخلي. په افغانستان کې د پخوا په پرتله اوس ښځې په کاري چاپيريال کې ډېرې تر سترګو ګيږي او ان په لوړو څوکیو کار کوي. خو د ډيريو نامناسب کاري چاپيريال … نور ولولئ

خوندیتوب

پر نشه يې توکو د ښځو او ماشومانو روږدي کېدل

د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه او لومړي ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يې توکو تر ټولو لږ کښت درلود چې يوازې به د دارو او درملو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېده. د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته او د کمونيستي رژيم له پېلېدو سره سم ځينو سيمو کې نا امنيو زور واخيست، دا نا امني … نور ولولئ

سپورټ

۵۵ کاله وروسته هندۍ ټینس لوبډله پاکستان ته ځي

لیکنه:بهار سمسور ټاکل شوې،چې هندۍ ټینس لوبډله به د اسیا ډیویس ټای کپ لوبو په لړ کې پاکستان ته سفر وکړي،چې هلته به د اې ګروپ د لوبډلې په توګه دوه ورځې پاتې شي او لوبې به تر سره کړي. د ال انډیا ټینس فدراسیون مشر هیران مویچاترجي په وینا : ” دوی د پاکستان له لوري ورکړل شوې دعوت نامه تر لاسه کړې او پر دې بوخت دي،څو د پاکستان ویزې ترتیب او دې … نور ولولئ