سپورټ

په کابل کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال لوبي پیل سوې.

Advertisements ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي چي د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په عمومي فوټبال لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال لوبي پېل سوې. په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۴ لوبډلو ګډون کړی، چي په یوه اونۍ کي به یادي ۴ لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبیږي. یادي ۴ لوبډلي د کابل ولایت غوره ښځینه … نور ولولئ

رسنۍ

نجیب الله ترکي د ۱۸ بونډریانو په ملتیا ننګرهار ته اتلولي ورکړه.

Advertisements ليکنه: سميع الله درانی د ولایتي سیالیو پایلوبه نن د جمعې په ورځ د ننګرهار او کابل لوبډلو ترمنځ په خوست ولایت کې ترسره شوه. ننګرهار د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، کابل لوبډلې په ۵۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ضیاء الحق امرخېل د ۸۴ منډو او د امان الله رفیقي د ۵۲ منډو په مرسته ۲۷۳ منډې وکړې. زُبېد اکبري درې، ولي اغا او فرهاد مومند دوه، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

غوسه پرېږدئ؛ خوشحالي ستاسي ده!

Advertisements ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي خښم او غُسه زموږ سکون له منځه وړي او د یوه نابللي مېلمه په شکل راښکاره کېږي. خښم او غسه یوازي دا نه چي په سټریس مو آخته کوي او د ناخوښو ذهني او رواني اثراتو سبب کېږي، بلکي د ویني فشار د لوړېدو او ځینو جسمي ناراحتیو سبب هم کېږي… خښم او غُسه ممولاً د ناکامۍ سره د مخامخېدا په صورت کي رامنځ ته کېږي. په دغو وختو … نور ولولئ

کلتور او هنر

د لرغونو مصریانو د ژوند په زړه پورې او عجیب رازونه

Advertisements ژباړه: نسیمه محمدي لرغوني مصریان یو له هغې ډلې خلک وو چې د تمدن او د ژوند د ځانکړې طریقې درلوونکي وو. هغوی نېږدې ۳۰۰۰ کاله وړاندې له میلاده د مصر په هېواد کې ژوند کاوه، او د دې سره د پرمختللي او په عېن حال کې د متفاوت ژوند درلودونکي وو. د بېلګې په ډول هغوی ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاده د کیمیاوي موادو چې د مومیایي لپاره ترې ګټه اخیستل کېده، درلودونکي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

وخت مو له دغو ۸ لارو مدیریت کړئ!

Advertisements ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي د وخت مدیریت یعني له وخته استفاده چي ورته د رسېدو له پاره ئې مختلف روشونه سته. د ارواپوه ابراهیمي مقدم له قوله: د وخت غاصبین هغه عوامل دي چي وخت تلفوي او فرد د هغو د مدیریت کولو له پاره ځانګړی پروګرام نه لري. ضرور ده چي فرد د لازمو پروګرامونو او سهی مدیریت په مرسته دغه عوامل راکم کړي څو کولای سي چي له خپل وخته بنسټیزه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له ژوند سره جوړ راسئ او د ژوند ۱۰ مهارتونه زده کړئ!

Advertisements ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي په نننۍ نړۍ کي د ژوند کولو مهارت چي خپل ځان ته سختوالی او مغلق والی لري، یو انکار نه منوونکی ضرورت دئ خو که د ژوند د مهارتونو په باره کي بحث کوو، لومړی باید له تېر سره یو قیاس ولرو. هر څه دمخه باید دا پوښتنه وکړو چي په نننۍ نړۍ کي ژوند، له تېرو سلو کلونو سره په قیاس کي، څوندي تغیر کړی دئ؟ رښتیا دا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له دغو ۳۰ لارو څخه مو د ټول عمر له پاره پر نفس باور زیات کړئ!

Advertisements ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي کوم کسان چي پر ځان باورمند دي ځانونه او نور ښو کارونو کولو ته تشویقوي او د ښو انسانانو په توګه د ښه اوسېدو او نورو پېژندلو له پاره کوښښ کوي. هغوی چي پر ځانو باندي باور لري، کوښښ کوي چي ځانونه پر نورو باندي ګران کړي او د نورو له لوري خپل ارزښت وساتي. ځانو ته هم توجه کوي او نور هم له پامه نه غورځوي. د نورو … نور ولولئ

پوهنه

د رنګونو ارواپوهنه؛ کوم رنګ تاسي ته مثبته انرژي درکوي؟

Advertisements ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي رنګونه د فرد پر عصبي سیسټم، د لیدو او اورېدو پر وړتیاوو او پر ټول جسم، حتی پر روحی او راني حالاتو او اخلاقو باندي مستقیم اغېز لري. اجتماعي خوشحالي او په مقابل کې خپګان هم په رنګونو پوري تعلق لري. رنګ؛ یو داسي قدرتمند عامل دئ چي کولای سي د فرد دروني حالات او احساسات تحریک یا تسکین کړي، په هیجان ئې راولي او آرامش ورته ورکړي او … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د بریالیو خلکو د بریالیتوب ۸ مشترک لاملونه

Advertisements ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي بریالیتوب د هر انسان غوښتنه ده او هیڅ یو انسان نه غواړي چي په ژوند کي دي ناکامي وویني. ډېری ځوانان د ټولني له بریالیو افرادو څخه غوښتني کوي چي دوئ ته د بریالیتوب لاري چاري ور وښيي. لیکوال او څېړونکي، ډاکټر ریچارد اس. تی. جان د يوه اوږدمهاله تحقیق په ترسره کولو سره دې پوښتني ته جواب ویلی دئ. یاد تحقیق د نړیوالي ټولني په سطحه د ۵۰۰ … نور ولولئ

سپورټ

جالبه لوبه؛ بایرن مونیخ خپل سیال ته ۲۳ ګولونه ورکړل

Advertisements د چهارشنبې په ماښام د جرمني هیواد تکړه ټیم بایرن مونیخ په یوه دوستانه لوبه کي خپلي سیالي لوبډلي ( روټاچ ایګیرن) ته ۲۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بایرن مونیخ لپاره د یادي لوبډلي لوبغاړو دا ۲۳ ګولوهني د لوبي په ۶مه، ۷مه، ۹مه، ۱۶، ۲۰مه، ۲۹تمه، ۳۴مه، ۳۸مه، ۴۰تمه، ۴۱تمه، ۴۲، ۴۹تمه، ۵۵مه، ۵۹مه، ۶۱تمه، ۶۳تمه، ۶۷تمه، ۷۳یمه، ۷۶یمه، ۷۹یمه، ۸۱یمه، ۸۲یمه او ۸۸یمه دقیقه کي … نور ولولئ