سپورټ

د ډوني ځای ناستی، رېشاب پنټ په لومړۍ لوبه کې د ډوني رول ادا نه کړ

ایم ایس ډوني چې اوس د هندۍ لوبډلې برخه نه دی او کشمیر کې له پوځ سره په دنده بوخت دی، د غوراوي کمېټې له خوا د ویسټ انډیز درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لپاره نه دی اخېستل شوی. د ۳۸ کلن ایم ایس ډوني پرځای، ځوان ۲۱ کلن کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی رېشاب پنټ اخېستل شوی دی. ایم ایس ډوني چې لوبډلمشرۍ او وېکټ ساتنه کې نه هېرېدونکی … نور ولولئ

سپورټ

پاکستانی کریکټ بورډ بیا هم په خپله وعده کې پاتې راغی

لیکنه: بهار سمسور پاکستان سوپر لیګ (PSL)چې پیل یې په امراتو کې کیږي او په پاکستان کې پای ته رسیږي، پاکستاني کریکټ بورډ یې په تېر وروستي پړاو کې ویلي و؛ راتلونکی دا فصل به ټول په پاکستان کې تر سره شي،خو اوس بیا هم په دې وعده کې پاتې راغلل. د ملتان سلطانز لوبډلې پر سر له نندرایو او او کش مکش وروسته پاکستاني کریکټ بورډ بیا ویلي،چې بهرني لوبغاړي پاکستان ته په راتلو … نور ولولئ

سپورټ

د آزادې مبارزې یوه افغان لوبغاړي برازایلی سیال مات کړ

د آزادې مبارزې تکړه افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د څلورم ځل لپاره د یو اف سي په نړیوالو او مهمو لوبو کي برازیلي سیال ژاکویم سیلوا ته ماته ورکړه. د افغان او برازیلي لوبغاړي ترمنځ دا لوبه پرون ماخستن د امریکا په نیویارک آیالت کي په پرودینشل سنټر لوبغالي کي ترسره سوه، چي ۱۸ زره نندارچیان ځایوي. نصرت حقپرست په پرونۍ لوبه کي خپل برازیلي سیال ژاکویم سیلوا ته د لوبي په دوهم پړاو کي … نور ولولئ

سپورټ

بویډ رینکن لومړی ایرلینډی لوبغاړی چې د انګلستان اکونټي لوبو کې لوبیږي

لیکنه: بهار سمسور د انګلستان ټېسټ کریکټ اکونټي لوبې بیخي ځانګړي دي،د کریکټ لوبې دا ټورنمېنټ په نړیواله کچه زیات خلک تعقیبوي او هم دا چې،د نړۍ د نورو هېوادونو کریکټ لوبغاړي پوره هڅه کوي،تر څو په دې ټورنمېنټ کې ولوبیږي. سره له دې چې زیاتره ایرلینډي لوبغاړي د انګلستان کریکټ ملي لوبډلې برخه ګرځیدلي،تر څنګ یې د انګلستان او والز لوبغاړي په ایرلېنډ کې هم لوبیدلي. مخکې تر دې چې ایرلېنډ د کریکټ نړیوالې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ځواني په خدمت کي؛ دغه کندهاری ځوان ډېر ستر کارونه وړیا کوي.

عبدالباري نوراني؛ په کندهار کي د یو کمپیوټر ورکشاپ مشر دئ. نوراني تراوسه پښتو ګوګل ژباړن ته ۷۰،۴۱۰ جملې ژباړلي دي، له دې وروسته غواړي چي د هیواد د ګوګل نقشې او د ګوګل عکسونو، پښتو ویکیپيډیا، پښتو-عربي او پښتو-اردو ډیکشنرۍ ته کار وکړي او ترڅنګ یې د کندهار یو شمېر زده کوونکي د کمپیوټر هارډویر په برخه کي هم وروزي. نوراني په کندهار کي اوسیږي، هغه له تېر یو نیم کال څخه ګوګل ټرانسلېټ … نور ولولئ

سپورټ

نن درې واړه افغان ستوري په بلاسټ سیالیو کې لوبې لري

د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې درې افغان کرکټ ستوري په درې مختلفو لوبډلو کې لوبېږي، د جنوبي ګروپ د جدول د سر درې واړه لوبډلې د افغانانو وې؛ خو اوس د مجیب دې لوبډله په جدول کې څلورم شوه. په تېر کې محمدنبي عیسی خېل دې لوبډلې کېنټ د محمدنبي په شتون کې د مُجیب الرحمن دې لوبډلې مېډل سېکس ته ماته ورکړه؛ خو راشدخان بیا وړمه ورځ د مجیب الرحمن غچ له محمدنبي … نور ولولئ

افغانستان

د زرداد د ژوند کیسه؛ وایي د انسان جامه کې سپی د ده نه؛ بلکې دا د سیاف سړی و

د حزب اسلامي پخوانی قومندان زرداد فریادي، چې د تنظیمي واکمنۍ پروخت په لویو جنایتونو تورن دی، په یوه تازه تلویزوني مرکه کې پرځان یو ځل بیا ټول لګیدلي تورونه رد او د ځینو پړه پر نورو تنظیمونو واچوله. هغه تېره اونۍ د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې مېلمه و. یاران د دغې مرکې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. زرداد څوک دی؟ زرداد فریادي د لوګر د اذرې ولسوالۍ اوسیدونکی او … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د مثبت ګرايۍ اړوند ۷ مهم ټکي چې باید ورباندي وپوهېږئ!

مثبت ګرايي د نن ورځي په اصطلاحاتو کي یوه نوې رغېدونکې اصطلاح ده. چي ځینو په خوشبینۍ سره معنا کړې  او ځینو نور بیا هغه په مثبته انرژي اخیستلو یا لېږلو سره هم معنا کړې ده. همدارنګه ځینو دغي اصطلاح ته فعالانه اړخ هم ورکړی دئ او مثبت فکر کول ئې خلاقیت ګڼلی دئ. نو داسي ایسي چي مثبت فکر کول دمخه تر دې چي تعریف کړه سي باید له هغه څخه چي نه دي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ټلیفوني خبرو اداب؛ د خبرو پر وخت دا عادتونه بې ادبي ګڼل کیږي

د ټلیفوني اړیکو له زیاتیدو سره د دغو اړیکو د ادابو مسئله هم مهمه شوې؛ نن سبا به تاسې زیات خلک لیدلي وي، چې یا مو څنګ ته ناست وي، یا درسره پر ټلیفون غږیږي، هیڅ د خبرو اداب نه مراعتوي. دا کار پوښتنه پيدا کوي، چې ټلیفوني اداب څه دي چې باید مراعت یې کړو. دلته به په همدې اړه بحث وکړو او مهم ټکي به درسره شریک کړو. د چا خبرې مه پرې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د خوښې وړ یا مطلوب ژوند پسې دا ۷ ګامونه وآخلئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي کابو دا د ټولو انسانانو شریکه هیله او آرزو ده چي ستر کارونه وکړي او په بهترین حالت کي و اوسي. سره له دې، هیڅکله موږ ډېری خپلو غوښتو پایلو ته نه رسېږو. ګیلې مانې کوو چي په ژوند کي کافي بریالي نه يوو. د اشارې ګوته مو دباندینیو مشکلاتو ته وي او ژوند نور پسي سختوو. خو هغه څه چي باید درک ئې کړو او دماغ ته ئې وسپارو … نور ولولئ