ټولنیز ژوند

د پلاستیکي کڅوڼو ضد کمپاین ترسره سو.

نن د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست لخوا د پلاستیکي توکو د استعمال پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین ترسره سو. په دې کمپاین کي د یاد ریاست کارکوونکو، مدني فعالانو او یو شمېر رضاکاره ځوانانو برخه اخیستې وه او پر مهال یي د ښار په مختلفو ساحو کي خلګو ته د ټوکر کڅوڼي د پلاستیکي کڅوڼو پر ضد ووېشلي. دوی د کمپاین پر مهال دوکاندارانو او د لاري تېرېدونکو خلګو ته د پلاسټیک د … نور ولولئ

سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې د درې افغان لوبغاړو لوبې

د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې درې افغان لوبغاړي لوبېږي، محمدنبي عیسی خېل له کېنټ لوبډلې سره، راشدخان له سسېکس لوبډلې سره او مجیب الرحمن له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېږي. د دې درې واړو افغانانو کارکرده ګي په دغو سیالیوکې د خپلو لوبډلو لپاره د ملا تیر شوه. په جنوبي ګروپ کې د مجیب الرحمن دې لوبه له ګلامورګن لوبډلې سره مخ شوه، مجیب الرحمن په دغې لوبه کې تر ټولو په ښه ایکانومي … نور ولولئ

افغانستان

په ننګرهار کې موزیم جوړیږي

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو یاران ته ویلي چې ددغه ولایت په سراج العمارت ودانۍ کې د لرغونو نښو نښانو د ساتلو او خوندي کولو په موخه موزیم جوړوي. د سراج العمارت تاریخي ودانۍ چې په ورستیو لسیزو کې ویجاړه شوې وه، اوس یې د بیارغونې لپاره اطلاعات او کلتور وزارت ۵۶،۷ میلونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، اړوند چارواکي وايي چې ددغې تاریخي ودانۍ د بیا رغونې ۷۵ سلنه چارې بشپړې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ناهیلۍ سره د مبارزې ۶ حللاري!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي هرکله چي زموږ په ژوند کي منفي احساسات او نااُمیدي رامنځ ته کېږي موږ کولای سو چي ورسره مبارزه وکړو څو موږ له وروستنیو مشکلاتو سره مخامخ نه کړي. هرکله چي ناهیلي سواست، زموږ ددې مقالې لوستل حتمي درته مفید تمامېږي. مې هېروئ چي کله هم خپلو نژدې قریبانو يا دوستانو ته د عجز، ناتوانۍ يا خښم په چوکاټ کي خپلي ماتي ښکاره نه کړئ. ناهیلي کوونکي او بدي پېښي … نور ولولئ

سپورټ

۶ میاشتنی بندیز میسي ته انتظار کوي

په داسي حال کي چي څو ورځي مخکي د نړۍ نوموتي لوبغاړی لیونل میسي د جنوبي آمریکا کنفدراسیون د اخلاقي کمېټې له لوري یوه لوبه او ۱۵۰۰ ډالره جریمه سو، خو اوس داسي راپورونه خپریږي، چي د آرجنټاین هیواد لوبډلمشر لیونل میسي ممکن شپږ میاشتي د لوبو له بندیز سره مخ سي. د اسپوټینګ ورزشي سایټ د راپور له مخي ممکن راتلونکې اونۍ د نړۍ نوموتی لوبغاړی لیونل میسي شپږ میاشتي د لوبو څخه بند … نور ولولئ

سپورټ

د کريکټ د نه تکراريدونکي څيرې، لاسيت ملينګا ريکارډونه!

ليکنه: مدثر دعوت ملينګا ۱۶ کلن وو چي نړیوال کریکټ يې پيل کړ. د سريلانکا پياوړی توپ اچوونکی د تيري جمعې په ورځ د نړيوالو يو ورځنيو لوبو څخه تقاعد سو. ملينګا هغه نوم دی چي د کريکټ د نړۍ پخواني لوبغاړي،مينوال او اوسني کريکټران یې په تقاعد خواشيني سوله. ملينګا ۱۵ کلونه د سريلانکا لپاره ډير اغيزناک کريکټ وکړ او همدارنګه په ۴ نړيوال جامونو کي هم ولوبيدی. ملينګا ډيري لاسته راوړني لري خو … نور ولولئ

مخکښان

د نوموتي پوه او څېړونکي لويي پاستور ارزښت لرونکي پيغامونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس ـ د ستونزمنو کارونو په ترسره کولو کې ډېر خوند وي. ـ علم هېڅ هېواد نه پېژني، ځکه چې علم په ټول بشريت پورې تړاو لري او علم داسې مشعل دی چې نړۍ روښانه کوي. ـ لويه ربه! زه نشم کولی چې ستا د ټولو بې شمېره نعمتونو شکرانه ادا کړم، زما د وجود ذره ذره ستا د نږدېوالي لپاره تپېږي. ـ ناهيلي د هڅې او کوښښ ترټولو ستر دښمن دی. … نور ولولئ

ادبیات

د شاعر همزولې ښاپیرۍ – مصطفی سالک

همزولې ښاپیرۍ په افسانو کې راغلي ما بس پري په ښاپیرۍ اړولې چې د هر انسان له تولد سره،د هغه همزولې ښاپیرۍ یا پیرۍ هم جهان ته راځي چې یو شمیر یې د جنس پر اړه اختلاف لري، همزولې ښاپیرۍ انسان ته ورته وي او هم مهاله ورسره وده او رشد کوي دغه باطني همرنګه ټول عمر له انسان سره وي او متقابل چلند ورسره کوي، په اردو او فارسي ادب کې دغې همزولې ښاپیرۍ … نور ولولئ

سپورټ

له نجیب ترکي سره د یاران مرکه؛ نړیوال جام یې ستر ارمان و

د افغان کرکټ ملي لوبډلې چټک اوپنر توپ وهونکی نجیب الله ترکی، چې د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له پامه غورځېدلی دی، یاران وېب پاڼې سره یې مرکه کې وویل، چې ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې د افغانستان لپاره د اوپنر په توګه لوبېدل ارمان و؛ خو د غوراوي کمېټې ورته نه دی پام شوی. نوموړی وایي که نړیوال جام کې یې د اوپنر په توګه اخېستی وای؛ نو … نور ولولئ

سپورټ

آرچر په نړیوال جام کي تر ځلېدو وروسته ایشیز ته غوره سو

لیکنه: عبدالله عادل جوفرا آرچر د لومړي ځل لپاره د انګلستان په لوبډله کي ایشیز سېالیو ته دعوت سوی همدا راز ددې لوبډلي بل لوبغاړی بین سټوکس بیا د ایشیز سېالیو لپاره د انګلنډي لوبډلمشر جیو روټ مرستیال نومول سوی. انګلنډ د اسټرالیا خلاف د ایشیز په نوم د پنځو ټسټ سېالیو د لومړۍ لوبي لپاره د څوارلس کسیزي لوبډلي نوملړ نن شنبه اعلان کړ. جوفرا آرچر په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کي د انګلنډ … نور ولولئ