سپورټ

تر نړيوال جام وروسته ځينو لوبغاړو په ناهيلۍ او ځينو په خوښه کريکټ ترک وهی!

ليکنه: مدثر دعوت تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وروسته د ډيرو لوبغاړو نومونه په هغه ليست کي وه چي د نړيوال کريکټ څخه يې مخه ښه کوله. حميدجسن،مهندراسينګ ډهوني،مارټين ګوپټيل،شعيب ملک،شعيب اختر،ميچل سټارک،هاشم املا،کريس ګيل او ځينو نورو لوبغااړو لا له وړاندي خبرداری ورکړی وو چي تر ڼړيوال جام وروسته به استعفی کوي. په يادو نومونو کي ځينو خپلي ژمني پرځای کړې او ځيني لاهم ندي حاضر چي نړيوال کريکټ پريږدي. حميدحسن په نړيوال جام … نور ولولئ

سپورټ

افغان کریکټ بورډ ته نوی عمومي ریس معرفي شو

ليکنه: بهار سمسور وروسته له هغې چې په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له خوا ښې لوبې تر سره نه شوې،د لوبغاړو تر منځ د اختلافاتو او اړیکو د خرابتیا خبرونه خپاره او په خاص ډول د لوبډلمشرۍ پر سر ناندرۍ راپورته شوې،خو خبره د عمومي ریس عزیزالله فضلي پر لري کیدو تمامه شوه. د نوي ریس د معرفت په ناسته کې د ګوتو په شمار رسنیو استازو ګډون کړی و او په ناڅاپي … نور ولولئ

سپورټ

ننګرهار: د ولایتي کرکټ لوبډلې جوړولو په موخه ازموینه واخېستل شوه

د جلال اباد ښار بهسودو پول ته څېرمه په ملي یا نېشنل کرکټ اکاډومۍ کې د اکاډومیو له کابو دوه سوه لوبغاړو څخه ولایتي لوبډلې ته د نوو لوبغاړو د جذب په موخه ازموینه یا ټرېل واخېستل شو. له دغو ۲۰۰ لوبغاړو د دوو روزونکو یا کوچ له خوا ازموینه اخېستل د سهار په شا او خوا ۹ بجو پیل شوه او د ماسپښین تر دوه بجو یې دوام وکړ. د سپین غر زون کرکټ … نور ولولئ

سپورټ

ریال ماډریډ بریا، خو بارسلونا ماته وخوړه

د نړیوالو فوټبال کلبونو ترمنځ د دوستانه سیالیو په لړ کي ریال ماډریډ ـ آرسنال ته ماته ورکړه، خو بارسلونا بیا د چلسي فوټبال ټیم څخه ماته وخوړه. پرون ماپښین ۳ بجې بارسلونا او چلسي فوټبال لوبډلي میدان سره کښته سوې، چي چلسي ۲ ګولونه پر ۱ بارسلونا ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د چلسي لپاره ټامي آبراهام په ۳۴مه او روس بارکلي بیا په ۸۱یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې، خو د بارسولنا … نور ولولئ

افغانستان

د ټرمپ او عمران خان ملګرتیا؛ په افغانستان ریښتیا معامله شوې؟

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر هغو پارونکو خبرو وروسته، چې د افغانستان په اړه یې کړي؛ له پاکستان سره پر افغانستان د دغه هېواد د معاملې ادعاوې زیاتې شوي. دا ادعاوې په لوړه کچه تر اوله درجه افغان سیاستوالو رسیدلي. د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ او پاکستان د اړیکو په اړه ویلي، چې د افغانستان خلاف د ټرمپ له توهینونکو خبرو سره پر افغانستان د امریکا ـ پاکستان د معاملې … نور ولولئ

سپورټ

شُبمن ګیل: تمه مې درلوده چې د ویسټ انډیز سفر ته به غوره شم

لیکنه: عبدالله عادل د اګسټ پر دریمه د هند لوبډله د ویسټ انډیز خلاف لوبیز سفر پيلوي خو ورسره سم د هند ځوان او پیاوړي لوبغاړي چي په تیر پړاو ای پي ایل سېالیو کي د کلکتې لوبډلي په ګټه هم ولوبېد د ویسټ انډیز خلاف د هند لوبډلي ته تر نه غوره کېدو وروسته خواشني څرګنده کړې. هند لوبډلي د ویسټ انډیز خلاف د دریو شل اوریزو ، دریو یو ورځنیو او دوو ټسټ … نور ولولئ

افغانستان

د رهبر او سرتېري ختمه شوې رشته؛ قیصاري او دوستم په دښمنۍ اوښتي

د ولسمشریزو ټاکنو په نیږدې کیدو سره په افغانستان کې سیاسي ناندرۍ او نوي تعاملات په جدي کیدو دي. په دې لړ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د جنبش ملي ګوند د مشر جنرال دوستم تر ټولو نیږدې او وفادار قومندان نظام الدین قیصاري او دوستم ترمنځ ترینګلې شوې اړیکې د پام وړ دي. قیصاري څوک دی؟ نظام الدین قیصاري د فاریاب د قیصار ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه تر څه موده مخکې پورې … نور ولولئ

سپورټ

وسیم اکرم په منچیسټر هوایي ډګر کې پولیسو ځورولی

لیکنه: بهار سمسور د پاکستان پخواني لوبغاړي وسیم اکرم دعوه کړې،چې د انګلستان په مانچیسټر هوایي میدان کې پولیسو ورسره سم چلند نه دی کړی. نوموړي پر خپل ټویټر د سفر د هغې کڅوړې تصویر خپور کړی، چې پکې یې د شکر ناروغۍ ضد ځینې درمل اچولي، خو پولیسو یې مزاحمت کړی او سامان یې ګډوډ کړی، دا کار د نوموړي د خفګان باعث ګرځیدلی دی. ویل کیږي نوموړی وروسته له هغې د پولیسو تر … نور ولولئ

خواړه

که د مېرمنې پخلی خوند نه درکوي داسې وکړئ

د مېرمنې د لاس له پخلي خوند نه اخیستل نه یوازې په افغانستان؛ بلکې هرځای کې یوه عامه ستونزه حسابیږي. د کورنیو ستونزو یو لوی دلیل تر ډېره دا وي، چې نارینه د خپلو مېرمنو له پخلي او د کور سمبالولو له کاره راضي نه وي. زموږ په وطن کې خو عامه خبره ده، چې که کومه نجلۍ د کور په چارو لکه:پخلي او نورو کې لایقه نه وي، مرکچیان او غوښتونکي یې لا کم … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د سترګو ستړیا؛ په دې ډول یې مخنیوی وکړئ

د انسان د وجود ټول غړي ارزښتناک دي، خو سترګې له ترټولو ارزښتناکو غړو ګڼل کیږي. د وجود دا غړي لکه د نورو غړو د پرله پسې او زیات فعالیت له کبله ستړي کیږي. څنګه چې دماغ، پښې، لاسونه او د وجود نور غړي ستړي کیږي او ارام ته ضرورت لري، سترګې هم همداسې درواخلئ. سترګو ته زیات خطرونه شته؛ ناپاکه هوا، د ټېکنالوژۍ وده او له کمپیوټر او موبایل سره د انسان زیات سروکار … نور ولولئ