سپورټ

افغان ځوانانو بایللې لوبه وګټل.

افغان الف لوبډلي د بنګله دېش الف لوبډلي ته په یو په زړه پوري لوبه کي په څلورو ویکیټو او پنځو توپونو ماته ورکړه. په نن دوهمه یو ورځنۍ لوبه کي افغان الف لوبډلي د لوبي پچه وګټل او توپ اچونه یې انتخاب کړه. بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸ منډې وکړې، چي د لوبډلي لپاره تر ټولو ډېري محمد میتن ۸۵ منډي وکړې. افغان توپ اچوونکو فضل … نور ولولئ

سپورټ

هند له ډهوني پرته د ویسټ انډیز سفر ته لوبډله اعلان کړه

لیکنه: عبدالله عادل په نړیوال جام کي هند په نیمه پایلوبه کي د نیوزیلنډ پر وړاندي ماته منلې وه چي په جام کي یې د سفر پای ته رسېدو سبب سوه ، وروسته تر هغه نن د هند لوبډلي د ویسټ انډیز د سفر لپاره چي پکښي شل اوریزه ، یو ورځنۍ او ټسټ لوبي شاملي دي د لوبډلي نوملړ خپور کړ. د هند مخکښ لوبغاړی مهیندر سینګ دهوني ویسټ انډیز ته سفر نه کوي … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان وایي نوي لوبغاړي چې د افغانستان ټیم ته راځي باید ښه فېټنېس ولري

د افغان لوبډلې نوي لوبډلمشر او د افغانستان پیاوړي لوبغاړي راشدخان ارمان له کرېک اېنفو وېب پاڼې سره کړې مرکه اوس د کرکټ نړیوالې شورا رااخېستې ده. د دې مرکې د لومړۍ برخې پښتو ژباړه یاران وېب پاڼه کې خپره شوې وه؛ اوس یې ځېنې نورې مهمې برخې درسره شریکوو. په مرکه کې خان ملي لوبډلې ته د نوو لوبغاړو د جذب په شرط غږېدلی. لوبډلمشر راشدخان ویلي لوبډلې ته د نوو لوبغاړو د راتګ … نور ولولئ

سپورټ

دری هغه توپ اچونکي، چې په نړیوال جام کې پرې شپږیزه نه ده لګیدلې

لیکنه: بهار سمسور شپږیزه د کریکټ لوبې د توپ وهنې هغه برخه ده،چې په یو وار شپږ منډې اضافه کوي. توپ وهونکي زیاتره وخت داسې هڅه کوي،لیکن توپ اچونکي بیا د شپږیزو له خوړلو تل د ځان ژغورنې هڅه کوي. تېر نړیوال جام کې نیږدې هر توپ اچونکي باندې شپږیزې،څلوریزې وهل شوي دي،پر ځینو یې د زیاتو منډو اخیستو ریکارډ هم جوړ شوی،خو دا چې هیڅ شپږیزه نه ده پرې وهل شوې دا کوم توپ … نور ولولئ

سپورټ

ریال ماډریډ په یوه دوستانه لوبه کې د بایرن مونیخ څخه ماته وخوړه

راپور: صابر حمیدي د ۲۰۱۹م کال د انټرنېشنل چمپېنز کپ یا دوستانه سیالیو په لړ کي نن سهار ریال ماډریډ او بایرن مونیخ فوټبال لوبډلي میدان ته سره کښته سوې، چي بایرن مونیخ ۳ ګولونه پر ۱ ریال ماډريډ ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بایرن مونیخ لپاره کورینټین تولیسو په ۱۵مه، روبرت لواندووسکي په ۶۷تمه او سرجیو ګنابري بیا په ۷۰یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې. د ریال ماډریډ لپاره بیا یوازینی ګول … نور ولولئ

سپورټ

شاهین آسمایي فوټبال لوبډلي ته ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې

راپور: صابر حمیدي یوه اونۍ مخکي د کابل په غازي فوټبال لوبغالي کي شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پېل سوي وې، چي پرون شنبه د سرې میاشتي په اتلولۍ سره پاي ته ورسېدې. د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کی راغلي، چي ددې سیالیو پایلوبي ته د سرې میاشتي سره امرخېل لوبډلي لاره پیداکړې وه. د یادي خبرپاڼي په حواله، چي سرې میاشتي په یاده پایلوبه کي امرخېل … نور ولولئ

سپورټ

زِمبابوې د افغانستان او بنګله دېش له درې اړخیزسیریز څخه بهرشوه

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، که زِمبابوې بنګله دېش ته سفر ونه شي کړای؛ ښایي لوبلړۍ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوه اړخیزه شي. په تېرکې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو، د زِمبابوې لوبډله نه شي کولای چې ترنا معلوم وخت پورې لوبې وکړي. د کرکټ شورا اعلان کړی دی، چې زِمبابوې د نامعلوم وخت لپاره هیڅ ډول کورنۍ او بهرنۍ لوبې نه شي کولای. د افغانستان له سیریز څخه د زِمبابوې … نور ولولئ

سپورټ

د محمدنبي کينټ لوبډلي سمرسيټ لوبډلي ته ماته ورکړه.

ليکنه: مدثر دعوت د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سياليو کي تیره شپه کينټ او سمرسيټ لوبډلي سره مخ سولې. د لوبي پچه کينټ لوبډلي وګټله او د توپوهني پریکړه يې وکړله. که څه هم د کينټ لوبډلي دواړه پيلوونکي لوبغاړي ژر وسوځيدله خو وروسته لوبه بيرته کنټرول سوله. د کينټ لپاره روبینسن په ۴۹ توپونو ۵۳ منډي وکړې ۶ څلوريزي يې ووهلې. خو ورسره محمد نبي هم طوفاني توپوهنه وکړه. محمدنبي په ۲۰ توپونو ۳۴ … نور ولولئ

سپورټ

له افغان کرکټ ستوري راشدخان سره د کرېک انفو نوې مرکه

راشدخان چې د افغان شل کلن لېګ برېک ګوګلي بالر دی او د نړۍ په کچه مشهور دی، نوموړی ډېری وخت د داخلي رسنیو سربېره باندنیو رسنیو سره هم مرکې کوي؛ هغه اوس د شنبې په ورځ د جولای په ۲۰ مه نېټه د کرکټ مشهورې وېب پاڼې کرېک انفو سره مرکه کړې ده، خان په دې مرکه کې په راتلونکو لوبو، ۲۰۲۰ کال شل اوریز جام او ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام … نور ولولئ

روغه سټه

سهارنی ورزش ډیرې ګټې لري؛ مه یې هیروئ

ژباړه: نسیمه محمدي نن ورځ ډېری خلک د وخت څخه د ښې ګټې اخېستنې په لټه کې دي، تر څو له کم وخت څخه ډېره ګټه تر لاسه کړي؛ یو له دې شمېر ګټو څخه د وزن کمښت او د بدن د اضافي وازدې لرې کول دي، مګر د ډېرو لپاره دا پوښتنه ذهن ته راځي چې د بدن و وزن کمولو او د وازدې لرې کولو لپاره غوره وخت کوم دی؟ پدې د تر … نور ولولئ