سپورټ

شین واټسن له خولنا ټایټنس لوبډلې سره یو ځای شو

لیکنه: عبدالله عادل د اسټرالیا لوبډلي پیاوړي لوبغاړي شین واټسن د راتلونکي 2019-2020 (BPL) بنګلدېش تجارتي سېالیو لپاره د خولنا ټایټنس لوبډلي سره د یو ځای کېدو تړون لاسلیک کړ. تمه ده چي د بي پي ایل (BPL) اووم پړاو سېالۍ د روان 2019 کال د ډسمبر میاشتي په لومړۍ اونۍ کي پیل سي. د واټسن د یو ځای کېدو په اړه د خولنا لوبډلي اداري مدیر قاضي انعام احمد وویل : ”خولنا ټایټنس لوبډله … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د ریاضي د ښوونکي په ژوند د رتیهک روشن فلم (سوپر۳۰) لیدونکي پیدا کړي

په رښتني کیسه ولاړ د مشهور فلمي ستوري رتیهک روشن فلم (سپور ۳۰) د ریلیز کېدو یا نندارې ته په اېښودلو په لومړۍ ورځ ریکارډ ټینګ کړی او د مشهور فلمي اتلانو فلمونه یې تر شاه پرېښودل. د رتیهک روشن دغه فلم د اجي دیوګن فلم (ریډ) او د اکشي کمار فلم (پيډمن) د یوې ورځې په ګټه کې وروسته پاتي کړي. حیرانوونکې خبره داده، د فلم شنونکو چې د (سپور ترټي) لپاره د ګټې … نور ولولئ

سپورټ

د نړیوال جام نه هېرېدونکې لحظې؛ د افغانستان څو شیبې

د کرېک وېز وېب پاڼې د نړیوال جام په اوږدو کې د لوبډلو ځېنې صحنې را اخېستي دي، چې د افغان لوبډلې صحنې هم پکې شته. لومړۍ لحظه یې د هندوستان او افغانستان د لوبې راخېستې ده، دې وېب پاڼې د محمدنبي د نیمه سلیزې او ورپسې په وروستي اوور کې د محمدشمي هېټرېک د نړیوال جام نه هېرېدونکې لحظه بللې ده، چې له ډېری کرکټ مینوالو به هېرې نشي. دوی ورپسې لیکلي له هندوستان … نور ولولئ

سینما او موسیقي

رتیهک روشن او ټائيګرشروف په یوه فلم کې کار کوي

د هندي سینما د ایکشن ښکلي فلم ستوري رتیهک روشن او ټائيګر شروف به ډېر ژر سره یوځای په یوه فلم کې راښکاره شي. مینوالو یې له ډېر وړاندې دا تمه او غوښتنه لرله چې ټائیګر او رتیهک روشن دې په یوه فلم کې جوړه وګوري. دا دواړه فلم ستوري به له نندارې ډک په یوه فلم کې سره جوړه په سکرین راښکاره شي، د دغه فلم نوم فلم جوړونکي د یوه ښکلي ټیزر یا … نور ولولئ

سپورټ

د موتای افغان لوبغاړي د نړيوالو سیالیو لپاره ټایلینډ ته ولاړل

راپور: صابر حمیدي د افغانستان د موتای ملي لوبډله د موتای په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون د پنجشنبې په ورځ د ټایلینډ هیواد ته ولاړه. د موتای دا نړیوالي لوبي نن د جمعې په ورځ د ۱۰۷ هیوادونو ترمنځ د ټایلینډ هیواد په بانکوک ښار کي پېلیږي. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۱۱ افغان لوبغاړي برخه اخلي، چي له ډلي ئې ۲ … نور ولولئ

سپورټ

آې پي ایل کې د راشدخان دې روزونکی بدل شو

د هندوستان په سوداګریزو سیالیوکې د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې پخوانی مشر روزونکی ټام مودي له مشرۍ لرې شو او پر ځای بایلېس مشر روزونکی شو. ټام مودي د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی او د اوسنیو لوبو مبصر یا کمېنټېټر دی، هغه له تېرو اوو کلونو راهیسې د حېدراباد لوبډلې روزونکی و. بل پلو ټرېوور بایلېس هم د اسټرالیا پخوانی فرسټ کلاس سیالیو لوبغاړی و او اوس وخت کې د انګلستانۍ لوبډلې روزونکی دی. د نوموړي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د بې ارادې کسانو له پاره ۸ غوره لارښووني!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي که تاسي هم د بې ارادې خلکو له ډلي څخه ياست دا لاندي ټکي مه هېروئ. دا ټکي کولای سي چي ستاسي زیاته لارښوونه وکړي. زموږ په يوه بله لیکنه کي مو پر لټۍ او کهالۍ باندي د غالبه کېدو په باره کي پر اراده باندي د تکیې په اړوند خبري کړي وې، هلته مو ويلي ول چي په خلګو کي د لټۍ او کهالۍ رامنځ ته کوونکو لاملونو څخه … نور ولولئ

سپورټ

نړیوال جام: د جیمي نیشام شپږیزه د هغه د روزونکي د مرګ سبب شوه

لیکنه: بهار سمسور د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام پای لوبه،له خوند ډکه وه؛ اما وروسته تر لوبې انتقادونه پرې راغلل، خو اوس د دغې لوبې د سوپر اور شپږیزې د یو چا ژوند هم واخیست. د سوپر اور په لوبولو سره، انګلستان ۱۵ منډې جوړې کړې، چې په تعقیب یې د نیوزلېنډ لپاره ځوان لوبغاړی جیمي نیشام او مارټین ګپټیل توپ وهنې ته میدان ته ښکته شول. دغه اور د انګلستان له لوري جفرا … نور ولولئ