سپورټ

کوربه انګلنډ د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي خپله کړه

نن د لارډز نړیوال لوبغالی د پنځم ځل لپاره د نړیوال جام کوربه وو. نن په یاد لوبغالي کي د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام پایلوبه د انګلنډ او نیوزیلنډ تر منځ ترسره سوه چي د لومړي ځل لپاره پکښي د انګلنډ لوبډلي اتلولي خپله کړه. د پایلوبي ټاس د نیوزیلنډ لوبډلي وګټئ او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي په ټاکلو پنځوس اورونو کي یې د اتو لوبغاړو په … نور ولولئ

سپورټ

افغان غوره لیګ؛ د سیمرغ البرز لوبډلي لپاره د غوراوي سیالۍ پیل سوې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړئ، چي ډېر ژر به د افغان فوټبال غوره لیګ اتم فصل پیل سي. ددې لیګ لپاره د لوبډلو د غوراوي سیاليو په لړ کي بلخ دریم زون سو، چي د سیمرغ البرز د لوبډلي لپاره یې د غوره لوبغاړو د انتخاب سیالۍ پیل کړې. په دې سیالیو کي د سمنګان، جوزجان، او سرپل ولایتونو ترڅنګ د بلخ څخه دوې لوبډلي لوبیږي. له دې مخکي د میوند اتلانو لوبډلي لپاره … نور ولولئ

سپورټ

افغان تنکي فوټبال لوبغاړو د مرکزي آسیا سیالیو لپاره تمرینات پیل کړي دي.

افغان ۱۶کلنه فوټبال ملي لوبډلي تاجکستان هیواد ته په خپل نوي سفر کي د مرکزي آسیا په سیالیو کي برخه اخلي. دا سیالي د رواني جولای میاشتۍ په وروستیو کي پیليږي، چي د کوربه تاجکستان ترڅنګ پکښي قرغزستان، ازبکستان، ایران، افغانستان او ترکمنستان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لوبیږي. افغان ۱۶کلنه لوبډله خپله لومړۍ لوبه د جولای میاشتي پر ۲۶مه نېټه د ترکمنستان خلاف ترسره کوي. ددې سیالیو څخه به غوره سوي لوبډلي د آسیا ۱۶کلنو … نور ولولئ

سپورټ

د پایلوبي لومړۍ پاڼۍ؛ نیوزلینډ د جام لپاره انګلینډ ته پوره توپ وهنه وکړه.

د پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په پایلوبه کي نیوزلینډ د ټولو اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلیستان ته ۲۴۲ د منډو هدف ورکړ. د لوبي ټاس نیوزلینډ وګټئ او انګلینډي لوبغاړي یې توپ وهني ته راوبلل. د نیوزلینډ لپاره په توپ وهنه نیکالس ۵۵، لټهم ۴۷، لوبډلمشر ویلیمسن ۳۰، ګبټیل او نیشام ۱۹،۱۹، ګرینډهم ۱۶، ټایلر ۱۵، سنټنر ۵، هینري ۴ او بولټ یوه منډه ترسره کړه. ددې منډو … نور ولولئ

سپورټ

د کریکټ تاريخي لوبغالی، لارډز د یوبل نړیوال جام پای لوبې کوربه دی!

لیکنه:بهار سمسور دا پینځم ځل دی، چې دا تاریخي لوبغالی به د کریکټ نړیوال جام د پای لوبې کوربه وي. د ۱۹۷۵ــ۷۹ ــ ۸۳ ـــ او ۱۹۹۹ کلونو د نړیوال جام پای لوبې هم دلته شوي دي،خو وروسته له شل کلونو نن بیا هم د کریکټ کور لارډز تاریخي لوبغالی د یوې سترې پای لوبې کوربه دی. د دې لوبغالي ځانګړنه دا ده،چې هره لوبډله چې لومړۍ توپ وهنه وکړي زیاتره وخت لوبه هم ګټي،چې … نور ولولئ

سپورټ

د طوفان هریرود فوټبال لوبغاړي اعلان سول

تیره اونۍ په هرات ولایت کي د هرات اې، هرات بي، هرات سي، فراه، غور او بادغیس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې ورڅخه د طوفان هریرود  فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه. له هغه سیالیو وروسته پرون شنبه د یادي لوبډلي ۲۱ کسیزه غوره سوي لوبغاړي اعلان سول. یادو لوبغاړو کي فیصل حمیدي او ګلالی رحیمي ګول ساتونکي او پاته نور لوبغاړي فرزاد عطايي، نوید نادم، علي … نور ولولئ

سپورټ

سبا په کندهار کې د فوټبال دریدلی لیګ بیرته پيلیږي

د مسئولینو په خبره د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي تر روژې مخکي د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي د روژې او ولایتي سیالیو په پار ئې لوبي درېدلي وې، خو سبا دوشنبه ئې بیرته لوبي پېلیږي. لومړۍ لوبه سبا دوشنبه ماپښين ۵ بجې د پامیر او آریانا فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیر احمد رحماني یاران ته وویل، چي په دې لیګ کي  ۱۶ الف او … نور ولولئ

سپورټ

په کابل کي د والیبال روزونکو لپاره ۵ ورځنی کورس پاي ته ورسېد

د مسئولینو په خبره د والیبال لومړۍ درجې دا ۵ ورځنی کورس تیره سې شنبه په کابل ولایت کي پيل سو وو، چي موخه ئې ورڅخه د والیبال د روزونکود وړتیاوو لوړول وه. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د والیبال په دې روزنیز کورس کي ۲۰نارینه او ښځینه روزونکو ګډون کړ وو، چي یادو روزونکو ته د نړیوال روزونکي یوسف صادقي او د لوبڅارانو د کمېټې مسئول فهیم صمیم له … نور ولولئ

سپورټ

د کريکټ د نړيوال جام پايلوبي په اړه مهم ټکي!

ليکنه: مدثر دعوت نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د کريکټ د نړيوال جام پایلوبه ده. نيوزلينډ او انګلستان ترمنځ به يوه لوبډله د لومړي ځل لپاره نړيوال جام ټراپي پورته کوي. که څه هم دواړي لوبډلي څو ځلي د نړيوال جام پايلوبي ته وتلي خو په ګټلو يې ندی توانيدلی. انګلستان به پدې هيله لوبه کوي چي د دريم کوربه هيواد په حيث نړيوال جام وګټي. نيوزلینډ په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي هم د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

خندا او خوشحالۍ پسې دا ۱۰ ګامونه واخلئ

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي خوشحاله اوسېده داسي هنر دئ چي موږ ډېری نه پوهېږو چي څنګه له هغه استفاده وکړو. په نننۍ له اضطراب ډکي دنیا کي، خوشحاله ژوند کول کېدای سي ستونزمن او عجیب کار اوسي. اوسنی ټکنالوژیکي پرمختګ، ځیني وختونه دومره چټک وي چي له هغه وروسته پاته کېږو او دا نننۍ چټکه نړۍ ددې سبب سوې ده چي موږ ډېری د سکون خوږ خوند تجربه نه کړو. د ارواپوهانو په باور، … نور ولولئ