سپورټ

داځل داسي یو هیواد نړیوال جام ګټي، چي تراوسه یې دا جام نه دئ وړئ.

انګلینډ او نیوزلینډ هغه هیوادونه چي تراوسه یې پنځوس اوریز نړیوال جام نه دئ ګټلئ، خو دا ځل به یو هیواد خپل تاریخ جوړوي. که څه هم کرکیټ لوبه په انګلینډ کي اختراع سوې ده، خو له ۲۷ کلنو وروسته انګلیستان د پنځوس اوریز جام پایلوبي ته وتلئ، خو د یوداسي لوبډلي سره چي هغې هم دا نړیوال جام نه دئ ګټلئ. انګلینډ د روان نړیوال جام دریمه او نیوزلینډ څلورمه لوبډله ده، چي دواړو … نور ولولئ

سپورټ

کابل کې د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره وشوې

د مسئولینو په خبره د ښځینه وو ترمنځ د کابل منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د باوولینګ دوهم پړاو سیالۍ ترسره سوې، چي موخه یې ورڅخه د کابل منتخبې لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۱۵ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي یې ۶ لوبغاړي د کابل منتخبي لوبډلي ته غوره کړل سوې. د … نور ولولئ

افغانستان

مالکیت او مزدوري، د روانې جګړې دوه روایتونه – تواب غورځنګ

لېکوال : تواب غورځنګ تېره اوونۍ د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو په انستیتیوت کې د توماس جانسو د کتاب مخکتنه وشوه، دا کتاب د طالبانو روایتونه نومېږي او فارسي ته ښاغلي فردوس کاوش ژباړلی، کتاب کې زموږ د ملت پر وړاندې د روانې جګړې د یوه اړه روایتونه، مشروعیتونه او توجیهات واضح شوي دي. دا کتاب زموږ د ملي تبلیغاتي دستګاه لپاره له دې لحاظه ارزښتمن دی، چې تر اوسه د روانې جګړې د دواړو … نور ولولئ

سپورټ

په کندهار کي د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ د فوټسال سیالۍ پیل سوې.

په کندهار ولایت کي د فوټسال لوبي د غوره تنکي لوبغاړو څخه د ۸ منتخبو لوبډلو ترمنځ د یادي لوبي لیګ پیل سو. د کندهار د فوټسال کمېټې مسؤلین وايي چي په ورته وخت کي د ۶۵ نورو لوبډلو ترمنځ هم د یادي لوبي سیالۍ پیل سوي دي. د دوی په وینا چي د دواړو ټورنمنټونو څخه یې هدف د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمي کلیزي ښه لمانځل دي. دوی زیاتوي، چي … نور ولولئ

خواړه

انار؛ جنتي میوه – څو روغتیايي ګټې یې

آنار یو له خوندورو او ګټورو مېوو څخه ده چې جنتي مېوه هم ورته وايې، ځکه ددې مېوې نوم په قران کریم کې ذکر شوی. له ښه مرغه چې زموږ هېواد کې هم دا مېوه ارزانه او پرېمانه پیدا کېږي، زموږ انار پخپل هېواد سربېره د نړۍ پر نورو هېوادونو کې هم پرېمانه مینوال لري . انار هم د ذایقې له پلوه خوندره مېوه ده او هم د انسان صحت ته ډېرې ګټې لري، چې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښځو ځورونه څه ده؟ په ځانګړې توګه په ادارو کې

په افغانستان کې جنسي ځورونه بیخي ډېره ده. هم په ماشومانو کې هم ښځو کې. د جنسې ځورونې پېښې په کور ، ښوونځي ، ټولنیز چاپیریال او کار ځای یا بل هر ځای پېښیدای شي. د ځوروني ډیر قربانیانې ښایي په خپله ونه پوهیږي چې د جنسي ځوروني قرباني شوي دي. لومړۍ باید د جنسي ځوروني مفاهیم او بیلګې وپېژنو او بیا به وګورو چې په ټولنیز چاپیریال کې جنسي ځورونه څه ډول ده؟ د … نور ولولئ

په زړه پورې

نړۍ کې د انسانانو د مړینې نهه لوی لاملونه

۱: هر کال ډېر ماشومان تر زیږون مخکې یا تر زیږون وروسته په لومړنیو پنځو کلونو کې مري، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمیر چې هر کال له زیږون مخکې یا د زیږون وروسته د عمر په لومړیو پنځو کلونو کې مري، میلونونو ته رسیږي. د ملګرو ملتو د ماشومانو مالي صندوق د 2017 م کال راپور اټکل کوي چې په هرو 26 نویو زیږیدلو ماشومانو کې یو یې پنځه کلونو ته تر رسیدو … نور ولولئ

سپورټ

انګلستانۍ لوبډله کې له نیمايي زیات بهرني لوبغاړي دي

د انګلستان لوبډله چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې یوه غوره او بې جوړې لوبډله ده، په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او اوس د نړیوال جام پایلوبې ته هم رسېدلې ده. د انګلستان کرکټ بورډ چې ښه لوبغاړی وګوري که د بل هېواد هم وي؛ خو د اصولو او شرایطو له مخې ورته په خپله لوبډله کې ځای ورکوي او همدا وجه ده، چې لوبډلې یې د اوج پر لور مثبته روانه … نور ولولئ

سپورټ

سبا یکشنبه د کرکیټ نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي

راپور: صابر حیمدي د کرکیټ یو ورځني نړیوال جام پایلوبه سبا یکشنبه ماپښین ۲ بجې د کوربه انګلستان او نیوزیلېنډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د لندن ښار په لارډز کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي. د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام د مې میاشتي په ۳۰مه نېټه د انګلستان په کوربتوب پيل سو، چي پکښي ۱۰ هیوادونو افغانستان، آسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلېنډ، سریلانکا، سویلي افریقا، پاکستان، ویسټ انډيز او بنګله دېش ګډون کړی وو. ددې … نور ولولئ

خواړه

د ژوند څرنګوالی او د پوستکې وچوالی

ژباړه: نسیمه محمدي د پوستکي وچېدل عادي حالت دی، چې په ساده ګۍ سره کېدای شي له منځه یوړل شي. د ژوند طرز کولای شي ستاسې د پوستکي د وچوالي لامل شي، نو تاسې یواځنې کس یۍ چې کولای شئ د خپل پوستکي د وچوالي لامل وپېژنئ. هغه لاملونه چې د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي په لاندې ډول دي: په ژمي کې له کوره بهر ډېر وخت تېرول. سینګار توکي. ډېر ټينګ خوړنیز رژيم. … نور ولولئ