سپورټ

کرکیټ؛ د افغانستان غوره لیګ یا APL د دوهم ځل لپاره ترسره کیږي.

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا APL به د دوهم ځل لپاره پیل سي. د کرکیټ بورډ لخوا په خپاره سوي، خبر کي راغلي چي دا لیګ به د روان عیسوي کال د اکتوبر په میاشت کي پیل سي. په خبر کي راغلي چي په لیګ کي به د مخکي په څېر پنځه لوبډلي او ترمنځ به یې ۲۴ لوبي وي، خو د ځای په اړه یې … نور ولولئ

خواړه

د دغه خوړو یو ځای خوړل د معدې سرطان پیدا کوي!

ژباړه: نسیمه محمدي د هغو خوړو او خوراکونو څخه چې د ورځې په اوږدو کې ګټه ترې اخلو ډېرې تېروتنې تر سره کوو. هغه تېروتنې چې که چېرې تکرار شي د سختو ناروغیو لکه د معدې د سرطان د پیدا کېدو لامل ګرځي. د لبنیاتو مصرف سپینه غوښه( چرګ، ماهي…) د انسانانو د مزاج د اختلاف له امله هګۍ او ماهي غوښه یو ځای د ځینو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي لکه جذام، فالج، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د خپلو ماشومانو اړیکه مدیریت کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل سارا دوه کلنه ماشومه ده، چې د هلکانو وېښتان باسي، علي درې کلن ماشوم دی، کله چې ملګري او دوستان یې د هغه د لوبو په وسایلو باندې لاس وهي، نو ژاړي. مریم دوه نیم کلنه ماشومه ده، چې خپل ورور د خپلو لوبو له وسایلو څخه د کوتک او څپېړې په وسیله لرې کوي او داسې نور… دا ماشومان سره له دې، چې د عمر له پلوه، له یو بل … نور ولولئ

سپورټ

په روان نړیوال جام کې ۱۱ غوره توپونه؛ د یوه افغان بالر یادونه هم په کې شوې

لیکنه: بهار سمسور د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام کې د لوبډلو تر منځ بهترینې لوبې تر سره شوې،چې زیاتره هغه لوبډلې چې تر نورو یې پلانونه غښتلي او بنیادي ول د نومرو په درجه بندۍ کې پورته خوا ته د ارتقا په حال کې دي. ستاسو به زیاتره د زیاتو توپ وهونکو د توپ وهنې انداز،رنزونه او یا په خپله لوبغاړي خوښ شوي وي، ولې کریکټ لوبه یوازې د توپ وهنې یا توب نیونې … نور ولولئ

ژوند بڼه

له سرټمبه انسان سره د واده کولو پايلې

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي سرټمبګي هیڅکله ښه عادت نه دئ. دا عادت کېدای سي له ماشومتوبه د يوه انسان سره ورسره وي او په لویوالي کي یوازي د کورنۍ له پاره سرخوږی نه، بلکي ګډ ژوند هم خورا ستونزمنوي. که تاسي همدا اوس د نامزادۍ په دوران کي ياست او په خپل مقابل طرف کي مو د سرټمبګۍ نښانې ليدلي وي، نو زموږ نننۍ لیکنه ستاسي له پاره ده – دا لیکنه تر پایه … نور ولولئ

سینما او موسیقي

کارتک ارین او جهانوي کپور په یوه فلم کې سره لوبیږي

د هندي سینما مشهور پروډیوسر او لارښود کرن جوهر اعلان کړی چې نوموړی به په خپل راتلوونکي کامیاب فلم (دوستانه) بله برخه جوړوي. کرن جوهر په ټولنیزورسنیو کې لیکلي چې په دغه فلم (دوستانه۲) کې به کارتک ارین او جهانوي کپور مرکزي رول ولوبوي. دغه راز روښانه شوې چې د دغه فلم لارښود به هم کرن جوهر نه کوي بلکې یو نوی ډائریکټر کولن ډي کنها به یې د لارښود چارې مخته یوسي خو دغه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د افکارو تغیرول؛ لارې او ګټې یې دلته ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي د افرادو د افکارو تغیر: د انسانانو رنګونه مختلف دي، افکار ئې هم مختلف دي. کله به مو لیدلي وي چي ځیني انسانان یوې موضوع ته له بېلابېلو زاويو ګوري او متفاوت افکار لري. آیا ویلای سو چي د هر فرد د رفتار سبب د هغه یو ډول احساس دئ؟ نو د افرادو د افکار د تغیر له پاره، باید د هغوی احساس هم تغیر کړو. له بله اړخه ليدل … نور ولولئ

افغانستان

د کابل برید او د پاکستان لوبه؛ د جنګ که سولې په طرف روان یوو؟

د افغان سولې په تړاو له هڅو زیاتیدو سره کابل پرون بیا په وینو ولړل شو. وسله والو طالبانو غازي سټډیم ته څېرمه د هغو ځانمرګو بریدونو مسولیت ومانه، چې څو ساعته یې دوام وکړ او د تر ۵۰ زیاتو زده کوونکو په ګډون یې لسګونه نور شهیدان او ټپیان کړل. افغان حکومت، پاکستان او نورو دا بریدونه وغندل، خو د تېرو زیاتو بریدونو برعکس دا ځل د پاکستان غندنه ونه شوه. د راتلونکو ولسمشریزو … نور ولولئ

سپورټ

سريلانکا د ۲۳ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه!

ليکنه: مدثر دعوت د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ۳۹مه لوبه د ويسټ انډيز او سريلانکا ترمنځ وه. د لوبي پچه ويسټ انډيز وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. سريلانکا وکولای سوله چي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۳۳۹ منډي هدف وټاکي. کرونارتني ۳۲، کوسل پريرا ۶۴، مينديس ۳۹، ټريماني ۴۵ او فرناندو سليزه ووهله په ۱۰۳ توپونو يې ۱۰۴ منډي وکړې. د ويسټ انډيز لپاره کوټرل،توماس او الن يوه يوه ويکټه واخيسته همدارنګه … نور ولولئ

سپورټ

د انګلستان بریا د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی

د نړیوال جام لومړی پړاو په وروستیو شېبو کې دی، دې جام کې څلور لوبډلې په لومړي ښه حالت کې دي. اسټرالیا د ۱۴ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري، هندوستان د ۱۱ نومرو په لرلو سره دوهم پړاو کې دی، نیوزیلېنډ هم ۱۱ نومرې لري او انګلستان بیا له هندوستان څخه د لوبې په ګټلو سره د جدول څلورم ځای ونیو. پاکستان د شنبې په ورځ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره څلورم … نور ولولئ