سپورټ

په نړيوال جام کي د لوبو بايللو لامل بې پروايي که بدبختي ده؟!

ليکنه: مدثر دعوت د کريکټ نړيوال جام روان دی او يوازي د افغانستان وروستۍ لوبه پاته ده. د افغان لوبډلي ۵ لومړنۍ يوازي په دې خاطر وبايللې چي د لوبغاړو ترمنځ يووالی نه وو او روحيات يې زخمي وه،هرڅوک پرخپله لار روان وه،چا د ځان،چا د فضلي او چا بيا د اصغر او کپتان لپاره لوبه کوله. خو ددې ټولو ستونزو سرچينه تر نړيوال جام يوازي څو اوونۍ وړاندي د اصغر افغان پرځای د ګلبدین … نور ولولئ

سپورټ

په پرونۍ لوبه کې د ننداره کوونکو ترمنځ شخړې

د شنبې ورځ د جون ۲۹ مه نېټه په هیډینګلي کې د چکچکو، خنداوو او ان د ژړاګانو ورځ وه. لوبه به کله د افغانستان خواته شوه او کله هم د پاکستان، د لوبې اوښتو را اوښتو سره به د ننداره کوونکو حالت هم بدلېده، خو لوبه تر ۴۵ م اوور پورې ۷۲ سلنه د افغانستان په لاس کې وه؛ خو ۴۶ م اوور لوبه بدله کړه. د لوبې په جریان کې د پاکستانۍ لوبډلې … نور ولولئ

سینما او موسیقي

منګل: د شراب او چرګو غلا د پریښودو باوجود کابلۍ ښځې راسره واده ونه کړ

مشهور افغان سندرغاړی منګل وایي له ۷ کلونو راهیسې یې د شرابو، بیرو او نورو نیشه یي توکیو استعمال بس کړي. هغه دا څرګندونې پر یوټوب ټولنیزې شبکې یوه خپره شوې ویډیویي مرکه کې کړي دي. منګل پر نیشو پښېمانه دی او وایي له خدایه غواړي، چې ویې بښي. د ده په وینا د نیشو له پریښودو سره یې صحت هم ښه شوی او ناروغۍ یې له وجوده وتي. د دې ترڅنګ دی زیاتوي: نیشه د انسان … نور ولولئ

سینما او موسیقي

عامر خان او کرینه کپور یوه فلم کې راښکاره کیږي

د هندي سینما ښکلې فلم لوبغاړې کرینه کپور په دې ورځو کې د خپل راتلونکي فلم (انګریزي میډیم) په شوټینګ بوخته ده او په همدې موخه لندن ته تللې ده. انګریزي میډیم کې د لومړي ځل لپاره نوموړې فلم ستورې د تجربه کار او د خاص سبک لرونکي فلم لوبغاړي عرفان خان سره کار کړی وه. دغه فلم په ۲۰۱۷ کال کې ریلیز شوی د عرفان خان او د پاکستانۍ اداکارې صبا قمر د فلم … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

داسې ګډ ژوند نه مجردي ښه ده، پای ته یې ورسوئ

په افغانستان کې چا ته دا خبره مناسبه نه ده،چې وشي، خو د روان پوهنې د علم له نظره ځینې حالتونه شته، چې باید ګډ ژوند ته پکې دوام ورنه کړل شي. دلته هماغه حالتونه درته بیانوو، چې له ګډ ژونده پکې مجردي غوره ګڼل شوې ده. هغه حالتونه دلته یوـ یو په لنډ ډول درته بیانوو: د ټلیفوني څار پرله پسې حالت کله، چې نه شئ کولای د ژوند د ملګرې /ملګري د ټلیفون … نور ولولئ

افغانستان

د اوږدو ناندریو ګټونکی؛ د ولسي جرګې نوی ریس میر رحمان رحماني څوک دی؟

د ولسي جرګې د اوولسمې دورې ریس پرون له یوې نیمې میاشتې ناندریو وروسته بالآخره وټاکل شو. نوی ټاکل شوی ریس میر رحمان رحماني له اوږدو ناندریو وروسته دغه څوکۍ د رایو په اکثریت وګټله. خو رحماني څوک دی؟ ولې ناندرۍ وې؟ او دی څنګه د جرګې ریس شو؟ په دې مطلب کې به همدې موضوعاتو ته ځغلند نظر واچوو؟ ولې ناندرۍ؟ د ولسي جرګې ریاست د ځانګړي اهمیت له کبله د جرګې وکیلانو ته … نور ولولئ

خواړه

د مغزو د لمنځه وړونکي او ګواښونکي خواړه

ژباړه: نسیمه محمدي مونږ او تاسې ټول له هغه ډلې خوړنیزو توکو سره بلد یو چې د مغزو د پیاوړتیا لپاره دي، خو په دې ډله کې ډېری خوراکونه شته چې د هوش د نابودۍ او له منځه تللو سبب کېږي. ډېری کلونه کېږي چې روغتیا پالان مونږ ته سپارښتنه کوي چې د سرې غوښې او خوږې څخه ډډه وکړو. مګر د دې سره، سره ډېری کسان دا سپارستنه جدي نه ګڼي. څېړونکو تازه د … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان پخواني کپټان مصباح الحق له ګلبدین نایب مننه کړې

د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر مصباح الحق له افغاني اوسني لوبډلمشر ګلبدین نایب څخه مننه کړې، چې شپږ څلوېښتم اوور ته راغی، د څلورو څلوریزو په ملتیا یې ۱۸ منډې عماد وسیم ته ورکړې. نوموړي ویلي په ۴۵ اورونو کې لوبه یو خواته کړه او وروستیو پنځه اورونو لوبه بل خواته کړه، په وروستیو پنځه اورونو کې د ګلبدین ناکامې توپ اچونې لوبه پاکستان ته ورکړه. هغه ویلي زه له ګلبدین نایب او وهاب ریاض … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پنځه حقیقتونه، چې د عمر د لنډېدو سبب ګرځي

ژباړه: عطا محمد میاخېل موږ تل هڅه کوو، چې خپله روغتیا او سلامتیا وساتو، ترڅو اوږد عمر ولرو، خو د دې کار مراعاتولو ترڅنګ باید په دې باندې پوه شو، چې څه څیزونه د عمر د لنډېدو سبب ګرځي. د دې لیکنې په دوام پنځو هغو حقیقتونو ته اشاره شوې ده، کوم چې د عمر د لنډېدو سبب ګرځي: ۱ ـــ شوخ طبعیته نه اوسېدل د (Prevention) وېب سایټ په حواله، دا وینا چې خندېدل … نور ولولئ

سینما او موسیقي

شاه رخ خان ولې اوس زیاتو فلمونو کې کار نه کوي؟

د هندي سینما مشهور فلم ستوری شاه رخ خان چې د بالیوډ په باچا هم مشهور دی، په دې غږېدلی چې ولې اوس په زیاتو فلمونو کې کار نه کوي او یوې لنډې مودې راهیسې نادرکه دی. د رپوټونو له مخې شاه رخ خان د فلم زیرو د ناکامېدو وروسته په ډېرو فلمونو کې د کار کولو لپاره زړه نه ښه کوي. ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو له قوله ویلي، چې د هندي سینما دغه … نور ولولئ