اقتصاد

د یو هیواد په اقتصاد کې د سیاحت او سفر د سکتور اغیز!

ليکنه: نورالله عابد که په یوه هیواد کې پایښت منونکې سوله او ښه حکومتولي وي، نو بیا په اقتصادي کچه پرمختګ یې له هري لارې د لاسته راوړلو وړ وي. د سیاحت او سفر سکتور د یوه هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رغنده او بنسټیز رول لوبوي، چې له دې لارې په مستقیم ډول یو هیواد او عام خلک یې په زیاته کچه ګټه تر لاسه کوي، خو ددې هر څه لپاره تر ټولو بنسټیز … نور ولولئ

افغانستان

افغان ولسمشر له څلور کلونو وروسته پاکستاني چارواکو سره خبرو ته زړه ښه کړ

پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر هر کلي ګن شمېر مخالفتونه راولاړ کړي چې ډېری يې د حکومت د مخالفينو له لوري دي، دوی وايې ولسمشر سره د پروتوکول پر خلاف عمل شوی او دا چلند يې ولسمشر ته يو ډول سپکاوی ګڼلی، د ستراتيژيکو اړيکو د اصولو له مخې کوربه هيواد ته د نورو بهرنيو هيوادونو د سفر پر مهال بايد سيال او د مقابل لوري له موقف سره برابر کس هرکلي ته … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ماضي ترخه وه خو راتلونکې خوږولی شې- ته د تیر وخت بندیوان نه یې

په نړۍ کې له زیات پلورل کیدونکي ” راز “ کتاب څخه څو ټکي.. ته د ماضي بندیوان نه یې – ددې موضوع په اړه مې د (راز) له کتاب څخه د نړۍ د بيلا بيلو پوهانو نظرونه راټول کړي؛ څو لوستونکي وکولاى شي د ژوند په عملي ډګر کې ترې استفاده وکړي. راز یا ( The Secret) د مشهورې لېکوال او فلم جوړونکې رونډا بایرن کتاب چې په نړیواله کچه یو له زیاتو پلورل … نور ولولئ

افغانستان

راتلونکې ټاکنې او بایللی باور؛ ولس، حکومت، رسنۍ او کمیسیون باید څه وکړي؟

د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ټاکنو د کمیسیون د اعلان له مخې شااوخوا درې میاشتې پاتې دي، د ټاکڼو کمیسیون وايي، ژمن دي چې دا ځل به ټاکنې پر خپل وخت او پرته له کوم ځنډ ترسره او پایلې به یې هم ژر اعلان کړې، خو پر ټاکنو د څار ځينې بنسټونه او عام خلک اندېښنه لري، چې ګوندې په ولسمشریزو ټاکنو کې به هم د ولسي جرګې د ټاکنو تجربې تکرار شي. … نور ولولئ

سپورټ

په نړیوال جام کې د هندوستان د بریاوو راز

هندوستان یوازینۍ لوبډله ده چې تر دې دمه په روان ۲۰۱۹ نړیوال کرکټ جام کې ۶ لوبې کړي او هیڅ ماته یې پکې نه ده خوړلې. دې لوبډلې ۵ لوبې ګټلي او یوه لوبه یې د اورښت له کبله نیوزیلېنډ سره مساوي شوې. د دې لوبډلې نومرې په جدول کې ۱۱ شوې او اسټرالیا پسې یې دوهم ځای ونیو. د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷ مه نېټه یې د نړیوال جام په ۳۳ … نور ولولئ

روغه سټه

د غاښونو برس کول د شپې د بې خوبۍ لامل کېدای شي!

ژباړه: نسیمه محمدي بې خوبي او آرام خوب نه لرل مو تجربه کړې؟ که ځواب مو مثبت وي نو درک کولای شئ چې څومره له زغم پورته ده. سربېره پردې د ډېری روغتیا پالانو په باور د شپې له خوا بې خوبي د ډېری ناروغیو منشأ ده. پس له هر کوچني لامل ځان پوه کړئ تر څو د بې خوبۍ او بد خوبۍ لامل پيدا او درملنه یې وشي. کېدای شي تاسې ته هم پېښ … نور ولولئ

سپورټ

بنګله دېش درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغانستان او زِمبابوې کوربتوب کوي

کرېک بز وېب پاڼه لیکي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او زِمبابوې کوربتوب وکړي. د روان عیسوي کال نهمه میاشت کې به یعنې درې میاشتې وروسته به افغانستان په بنګله دېش کې د بنګله دېش په کوربتوب له بنګله دېش او زِمبابوې سره مخ شي. د بنګله دېش کرکټ بورډ د جون په ۲۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، دوی په سپټمبر میاشت … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د غوره ژوند لپاره د دالای لاما ۱۸ قوانین

ژباړه: عطا محمد میاخېل په دې باندې ځان پوه کړئ، چې تر ټولو غوره اړیکه، هغه ده، چې په هغې کې ستاسو له یو بل سره د اړتیا په پرتله مینه ډېره زیاته وي. کله وخت موږ پندونو ته اړتیا لرو او د دې پندونو د موندنې لپاره تر ټولو ښه ځای د مشهورو پوهانو د سپارښتنو لوستل دي. د دالای لاما خبرو تل په ما باندې اغېز درلوده. په دې هیله، چې د نوموړي … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلې ۷ لوبې لري

د کرکټ مانتلي مجلې لیکلي، چې افغان الف یا ای لوبډله بنګله دېش ته د اووه لوبو لپاره سفر کوي. دې مجلې لیکلي چې افغان الف لوبډله به د جولای په ۵ مه نېټه خپله لومړۍ ۴ ورځنۍ لوبه په کولنا ښارکې ترسره کړي. دې لوبلړۍ کې دوه څلور ورځنۍ ټېسټ او پنځه یو ورځنۍ لوبې شاملې دي. دوهمه څلور ورځنۍ لوبه به د جولای په ۱۲ مه نېټه چوټوګرام سیمه کې پیل شي. له … نور ولولئ

سپورټ

نجیب الله په سلیزې او ویکیټو د روزګان لوبډله تر بریا ورسیده

راپور : عبدالله عادل په کندهار ولایت کي ددې ولایت پر محلي لوبغالي د بُست زون د شپږو ولایتونو تر منځ د کرکټ چیلنج کپ سېالیو په لړ کي پرون د روزګان لوبډلي زابل ته په څلور ویکټو ماته ورکړه. د بي ګروپ څخه د لوبي ټاس د روزګان لوبډلي وګټی او لومړی یې د زابل لوبډله و توپ وهني ته دعوت کړه. زابل لوبډلي په ۳۶.۴ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره … نور ولولئ