خواړه

د سهارنۍ خوړلو ګټې او د نه خوړلو زیانونه یې

ژباړه: آلماء افغان سهارنۍ د غذا خوړلو یوه مهمه وعده ده چې د بدن په سلامتیا ډیر تاثیر لري. په خاصو مواردو لکه: د ماشومتوب دوران، امیندوارۍ او ورزش او داسې نورو وختونو کې دا اهمیت دوه چنده کیږي. لکه څنګه چې موږ د شپې څو ساعته خوب کوو او هیڅ هم نه خورو نو د سهار له خوب څخه د پاسیدو وروسته زموږ بدن ډیر بې انرژي وي او دلته اړتیا لیدل کیږي چې … نور ولولئ

افغانستان

د کمال ناصر اصولي ژوند ته کتنه؛ رحماني سره یې خوږه ملګرتیا ولې په جنجال بدله شوه؟

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د جرګې د دوو غړو( میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ترمنځ جنجال پرون نیږدې یوه نیمه میاشت وروسته حل شو. له دې سره د کمال ناصر اصولي هغه مرکه خلکو ته جالبه او د بحث وړ وه، چې د خپل شخصي ژوند او یاد شوي جنجال په تړاو یې د یک ټلویزون په ککتوس خپرونه کې لرله. یاران وېب پاڼه دلته د دغې مرکې مهم او … نور ولولئ

سینما او موسیقي

ګلپاڼه؛ ولې پښتو کنسرټ کې یوه پښتو خبره ورسره ونه شوه؟

د پښتو مشهوره سندرغاړې ګلپاڼه د یک تلویزون په یو اختریز کنسرټ کې مېلمنه وه. هغې په دغه کنسرټ کې خپلې مختلفې پښتو سندرې لبسینګ کړې، خو یوه پښتو خبره ورسره ونه شوه. د کنسرټ نور جزیات په دې کنسرټ کې د ګلپاڼې ترڅنګ د دري ژبې مشهوره سندرغاړې غزال عنایت هم برخه لرله. کنسرټ د ګلپاڼې په یوه پښتو سندره پیل شوه او وروسته یې دري ژبې مخته وړونکې انانس ته راغله. هغې د … نور ولولئ

افغانستان

را نیږدې ټاکنې او ډېر شوي ټکرونه؛ ارګ او ولسمشریز نوماندان په څه وران دي؟

د کابل غازي ورزشي سټډیم د سې شنبې پر ورځ له دولسو ولسمشریزو نوماندانو څخه د دوی د جوړې شوې شورا د یوې لویې اعتراضیه غونډې کوربه و. غونډې ته یو شمېر نوماندانو ویناوې وکړې او هم یې خپل پریکړه لیک واوروه. یاران وېب پاڼه د دوی د غوښتنو او تورونو عمده ټکي او هم دا درسره شریکوي، چې دوی او ارګ مېشتي ولې وران شوي او نه سره جوړیږي؟ د نوماندانو عمده غوښتنې نننۍ … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

ذهنیت جوړونه، ګټې يې او پر ذهن برلاسي

لیکنه: آلماء افغان ښایې تاسو د ذهنیت جوړونې یا ذهنیت سازۍ د کلیمې سره ډیره آشنايې ولرئ خو؛ پدې برخې کې ځینې پوښتنې شته چې څنګه کولای شو ښه ذهنیت جوړونه وکړو؟ په ذهن څنګه برلاسي کیږو او څنګه کولای شو خپل ذهن ښه مدریت کړو او تر خپل تسلط لاندې يې راوړو…؟ ذهن څه ته وايي؟ د پوهانو په آند ذهن او ماغزه سره ورته دي که موږ ماغزه د کمپیوتر سره تشبیه کوو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ځوان ته د واده په اړه د بوډا سړي زرين نصيحتونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس له داسې نجلۍ سره واده وکړه چې هره شېبه تا خپلو مسووليتونو ته متوجه کړي. داسې نجلۍ چې درسره مينه درسره ولري، په دې پوه شه چې د مينې لرلو او خوښۍ ترمنځ ډېر توپير دی. داسې نجلۍ چې ستا غوښتنه یې رضايت وي او د زړه له اخلاصه ستا کورنۍ ته احترام ولري. داسې نجلۍ چې تل تا خپلو عبادتونو ته متوجه کړي، ځکه ستا د اولادونو لپاره به ښه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه له چاپېرياله په ښه ډول ساتنه وکړو؟

راپور: محمد عزيز پردېس چاپېريالۍ ستونزې ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي او د چاپېريال ساتنې فعالين تل د ايکوسيستم د ساتنې په موخه ډول ډول وړانديزونه لري. ښايي فکر وشي چې د ايکو سيستم څخه ساتنه د دې برخې د فعالينو دنده ده، خو موږ نشو کولی چې په دې بهانه خپله ځانونه له دې ستر او ستونزمن مسوليت څخه خلاص کړو. دا د ټولو دنده چې د زمکې او د طبعيت د خرابوالي … نور ولولئ

سپورټ

پاکستان د هند خلاف بایللې لوبه له ځانمرګي برید سره تشبه کړه

د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي مایکي ارتر ویلي، چې د هندوستان خلاف بایللې لوبه زمونږ لپاره له ځانمرګي برید کمه نه وه. ده یادونه کړې چې د هندۍ لوبډلې په وسیله ټپي شوې پاکستانۍ لوبډله راپاڅېده او د سهیلي پر وړاندې یې د ۴۹ منډو بریا هغې ته یو ځل بیا د ژوندي کېدو او ساه اخېستو چانس ورکړ. مایکي ارتر ویلي د هند خلاف ماته د پاکستان لپاره له بشپړ درد څخه ډکه وه. … نور ولولئ

سپورټ

په نړیوال جام کې د جنوبي افریقا ماتو ناندرۍ راپورته کړي

لیکنه: بهار سمسور وروسته تر هغې چې جنوبي افریقا په نړیوال جام کې سختې ماتې وخوړې، د دغه هېواد کریکټ څارونکي، مبصرین او پخواني لوبغاړي پر خپله لوبډله او لوبډلمشر سخت انتقادونه کوي. لوبډلمشر فاپ ډوپلیسي هم د لوبډلې پر ماتو ځینې خبرې کړي دي، خو مهمه یې دا چې پړه یې پر ای پي اېل وراچوي. د نړیوال جام په پیل کې پخواني لوبډلمشر او مشهور لوبغاړي اې بي ډیویلرز له خپل بورډ څخه … نور ولولئ

افغانستان

د پاکستاني ویزو ناورین؛ حکومت یې ولې په حلولو نه توانیږي؟

په نړیواله کچه د پاکستان د منزوي کولو په اړه د افغان حکومت له ادعاوو سره هم مهاله په افغانستان کې د اور په بیه او د مرغۍ د پیو په شان په ډېرې سختۍ د پاکستاني ویزو ترلاسه کول له شک پرته هم حکومت او هم ټول ملت ته د شرم وړ خبره ده. د دوشنبې په ورځ له جلال اباد ښار څخه راپور ورکړل شو، چې د پاکستان د ویزې په ترلاسه کولو … نور ولولئ