سپورټ

ګلبدین نائب: کله چې کریکټ ګورم،د هند ملاتړ کوم

لیکنه:بهار سمسور په نړیوال جام کې د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه پوره له خوند او جذبې ډکه لوبه وه. سره له دې چې لوبه افغانستان په کم توپیر بایلودله، لیکن په دې خوندوره وه چې افغانستان لومړی هند پر کمو ۲۲۴ منډو وسوځوه؛ او بیا یې دغه هدف ته په ښه شکل ځان نیږدې کړ. تر دغې لوبې وروسته د کریکټ مینوالو،چا پر افغان لوبډله انتقادونه وکړل،چا پر دې زړه تکیه کړ چې … نور ولولئ

سپورټ

افغان لوبډلمشر وايي، بنګله دېش دوهم پړاو څخه پاتې کوو

ګلبدین نایب تازه په یوه مرکه کې ویلي، چې بنګله دېش به د نننۍ لوبې له امله دوهم پړاو ته پرېنږدي، ګلبدین نایب مطلب به نننۍ لوبه کې د بنګله دېش ماتېدل دي. هغه بنګله دېش ته په کېنایي ډول ویلي دي، چې مونږ خو هسې هم د نړیوال جام دوهم پړاو څخه پاتې شوي یو، خو له تاسو به هم د دوهم پړاو څخه پاتې کړو. نایب ویلي، چې مونږ لویدلي حالت کې یو؛ … نور ولولئ

رسنۍ

خوست: د ورزشي خبریالانو په نوښت د کریکټ سیالۍ پیل شوې

په خوست کې زما ښار کریکټ لیګ تر عنوان لاندې د ځایي انځوریزو، غږیزو،چاپي، ملي او نړیوالو رسنیو د خبریالانو تر منځ د کریکټ سیالۍ پر خوست خصوصي کریکټ لوبغالي پیل شوې. دغه لوبې د خوست ورزشي خبریالانو په هلوځلو سره تر سره کیږي، چې مالي ملاتړ یې د خوست ښاروالۍ پر غاړه لري. له دغه ټورنمېنټ څخه هدف د خبریالانو تر منځ د غوره اړیکو رامنځ ته کول او هم ښاریانو ته د ښاري … نور ولولئ

سپورټ

نېمروز په ولایتي سېالیو کي فراه ته ستره ماته ورکړه

راپور : عبدالله عادل دوې ورځي وړاندي د کندهار ولایت پر لوکل یا سیمه ییز کرکټ لوبغالي د کرکټ ۵۰ اوریزه ولایتي سیالۍ پيل سوي چي پدغو سېالیو کي د ۶ ولایتونو څخه منتخبو لوبډلو ګډون کړی. تېره ورځ د یادو سېالیو په لړ کي د نېمروز لوبډلي فراه ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه. د لوبي ټاس د فراه لوبډلي وګټئ او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه او د اتو لوبغاړو په … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان او بنګلديش لوبډلو پرتله!

ليکنه: مدثر دعوت نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د افغانستان او بنګلديش لوبه ده. افغانستان چي په روان نړيوال جام کي خپلي ۶ لوبي پرلپسې بايللي نيمه پايلوبي ته د تګ چانس نلري خو بنګلديش بيا په ۶ لوبو کي ۲ ګټلي ، بايد راتلونکي ټولي لوبي وګټي ترڅو تر نيمه پايلوبي يې هيلي ژوندۍ وي. افغان لوبډلي د ټول نړيوال جام په پرتله د هندوستان په وړاندي په تيره لوبه کي ښه کارګردګي وښوده. نن … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د رتیهک روشن خور د ورور خلاف د کنګنا رناوټ ملاتړ وکړ

د هندي سینما بې پروا ستورې کنګنا رناوټ او مشهور فلم لوبغاړی رتیهک روشن د کلونو راهیسې پر یوه بل زیات تورونه ولګول، زیات جنجالونه یې تر منځ تېر شول او لا هم روان دي خو دا ځل د رتیهک روشن خور د دوی په جنجال کې د خپل ورور په خلاف د فلم ستورې کنګنا رناوټ په ګټه راميدان ته شوې ده. رپوټونه وایي چې د فلم ستوري رتیهک خور د کنګنا له لوري … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ عجیبه او سخته پوښتنه؛ یاران کې یې ځواب ولولئ

 یو بال پاتې، یو رنز ګټې ته پاتې، اخري ویکټ ده، بال وشو وایډ شو او توپ وهونکی سټمپ شو لوبه څنګه شوه؟ د دې پوښتنې ځواب د نړۍ کرکټ پوهانو داسې ورکړی: د سپورټس بېټا په نامه وېب پاڼه وایي که وروستی توپ وي، وروستۍ وېکټ وي او یوه منډه پاتې وي او بال وایډ ترسره شي؛ خو توپ وهونکي د قدمونو استعمال کړی وي او توپ وهونکی سټمپ شي؛ نو نتیجه دا ده، … نور ولولئ

افغانستان

روغتیایي سکتور او مافیا؛ د سپینو جامو غله څنګه د ولس وینې زبېښي؟

دا به مبالغه نه وي که وویل شي، چې امریکا افغانستان ته له راتلو سره افغانان له باران څخه بچ او تر ناوې لاندې کېنول. که څه هم د دوی په ژوند کې ظاهراً ډېر بدلونونه ولیدل شول او له شک پرته، چې تر ډېره دا بدلونونه د قدر وړ هم دي، خو په اوږدمهاله ډول ډېر بدلونونه لړزانده، بدلیدونکي او په ګواښ بدلیدونکي هم وو. د مافیا د بنسټ ډبره ایښودل په افغانستان کې … نور ولولئ

سینما او موسیقي

شرده کپور او پربهاس به په ساهو فلم کې راښکاره شي

د باليوډ سینما د ایکشن فلم (ساهو) د یوې اوږدې مودې د انتظار وروسته لومړی ټریلر ننداره شو چې په کې د فلم دواړه مرکزي لوبغاړی هیرو (پراباس) او هيروئینه (شرده کپور) په اکشن کې ښکاري. د فلم کیسه تر ډېره اکشن یا جنګ راڅرخي، مشهور فلم هیرو پربهاس په کې مرکزي رول لوبوي. په یوه دقیقه او ۳۹ ثانیې دغه ویډیو کې کمره هم ډېره ښه کار شوي. د فلم دغه ټیزر څو ورځې … نور ولولئ

سپورټ

شپږيزه کرکیټ لیګ د افغانستان د آزادۍ د بیرته اخیستلو د لمانځني په ورځ بیا پیلیږي.

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د شپږم پړاو شپږیزه کرکیټ لیګ به د روان عيسوي کال د اګسټ په میاشت کي پیل سي. د بورډ د خبر پر اساس چي په دي لیګ به شپږ لوبډلي ولوبیږي. دا لوبډلي به د تېر په څېر د کابل بازان، سپین غر زمریان، بندامیرښاماران، د بست ساتونکي، میس عینک اتلان او د امو نهنګان په نومونو وي. د افغانستان کرکيټ بورډ د شپږیزي لیګ کمېټې غړي … نور ولولئ