روغه سټه

ولې کله ناکله بې سببه د زړه تنګۍ او خفګان احساس کوو!؟

داسې هېڅ زړه تنګون یا خفګان وجود نه لري چې علت او سبب ونه لري؛ دا انسان دی چې د اظهارولو/ ښکاره کولو جرات یې نه لري. کله چې د درد څپه پرې زور شي بیا ووایي، هسې بې مورده مې زړه خفه دی، هېڅ بې هېڅه مې زړه تنګ دی. ـ نه، دوی هسې وايي، بې مورده زړه تنګي نه پېښيږي. دا یو روحي یا رواني تکلیف دی، چې مونږ ټول ورسره مخ کیږو … نور ولولئ

ټیکنالوژي

څنګه خپل انلاین اکاونټونه خوندي کړﺉ؟

د اطلاعاتو امنیتي کنټرول د اکاونټونو په سم، فني او فزیکي مدیریت پورې تړلی دی. کلیمې یا پاسورډ د سایبري جرمونو پر وړاندې لومړنۍ دفاعي کرښه ګڼل کیږي.پاسورډ ستاسې د اطلاعاتو د خوندیتوب لومړنۍ لاره ده. څومره، چې پاسورډ د هکرانو پر وړاندې د مقاومت او په ذهن کې د ژر کښیناستو وړ وي، هومره اغیزناک او خوندي دی. که یو څوک ستاسې اطلاعلاتو ته لاره کوي، ستاسې هرڅه ورسره افشا کیږي؛ ستاسې برېښلیکونه لولي، … نور ولولئ

روغه سټه

د نارینه وو د وریو او غاښونو پاکوالی د هغو د جنسي سلامتۍ سره تړاو لري

ډاکتران وايي، د هغوې چې خوله او غاښونه خیرن وي، جنسي قوت يې ورځ تر بلې کمزوری کیږي او همدا سبب شي چې بیا یې په حکیمانو ګرځي، یا په تعویذګرو او یا هم د یوناني طبیبانو په دکان کې ناست وي. تاسې ته به حیرانوونکي وي؛ خو ډاکتران وايي د وریو( Gum ) ناروغي د نارینه جنسي وړتیا کمزورې کوي. د مهمو څیړونو په ژورنال کې، د چین خپره شوې څیړنه وايي، چې د … نور ولولئ

اقتصاد

بېوزلي؛ ولې نه شتمن کیږو، څنګه شوو؟

ژباړه: صادق طارق ځینې یا زیات بېوزله د نه شتمنیدو لپاره ګڼ دلایل لري. څوک وایي: پلار نیکه نه داسې یوو. څوک بیا د قسمت او نصیب خبرې کوي. او څوک نور څه او څه وایي. دا لاملونه طبیعي ده، چې په نه شتمنیدو کې خپله برخه رول به لري،مګر تر دې اخوا د اقتصاد او شتمنۍ اړوند علمي څېړنو نور مهم لاملونه موندلي. دا لاملونه او حل لارې یې دلته په دې هیله شریکوو، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له نابلدو خلکو مه تېرېږئ؛ هغوی سره په مهربانۍ مخامخېدل دا ګټې لري

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي په نننۍ نړۍ کي باور او مهرباني هومره کم رنګه سوي دي، چي له خپلو ډېرو نژدې دوستانو او ملګرو په هاخوا د نابلدو او ناشناخته وو سره سنت سلام هم نه کېږي. ځیني کسان په دې فکر دي، چي یوازي باید د دوستانو او ملګرو سره مهربان اوسو، د نابلدو سره نه. خو زه یو بل نظر لرم. که تاسي هم ورته تصور لرئ، زه تاسي ته وایم چي … نور ولولئ

روغه سټه

په کار ځای کې د مُسکا کولو ګټې

ژباړه: عطا محمد میاخېل دلته د مسکا پر ګټو درسره غږیږو: مُسکی اوسېدونکی شخصیت لګښت لري! موږ ټولو په خپل ژوند کې څلور تورو والا کلمې ډېرې اورېدلې دي، خو په ډاډ سره ویلی شم، چې هېڅ یوه یې د مسکا په څېر پیاوړه او ځواکمنه نه وه. ډېری کسان په دې باندې نه پوهېږي، چې په کار او سوداګرۍ کې  رونق، له مثبتو چلندونو او کړنو څخه یې سر چینه اخلي. رښتیا دا دي، … نور ولولئ

سپورټ

له محمد نبي، حشمت شهیدي او هندي بالر بومرا سره مرکه؛ دوی د نننۍ لوبې په اړه هم غږیدلي

 د کرکټ نړیوالې شورا له دوو افغان او یو هندي لوبغاړي سره ویډیویي مرکه کړې ده. حشمت الله شهیدي وایي، هندوستان سره لوبه کول، زمونږ لپاره یوه سخته ننګونه ده، مونږ پوهېږو، چې مونږ د نړۍ  له یوې غوره لوبډلې سره مخ یو، تاسې ښه پوهېږئ، چې دوی په درې واړو فارمټونو( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ) لوبوکې ښې لوبې کوي. هند ډېر ښه لوبغاړي لري لکه ویرات کولي او روهېت شرما؛ ویرات کولي … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبډلو پرتله

ليکنه: مدثر دعوت نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې په نړيوال جام کي د افغانستان او هندوستان کريکټ لوبه ده. هندوستان په نړيوال جام کي تر دې مهاله په ۴ لوبو کی هيڅ ماته نده خوړلې،او په ۴ غوره لوبډلو کي ځای لري. افغانستان بيا تر دې مهاله په نړيوال جام کي خپلي ۵ پرلپسې لوبي بايللي او هيڅ لوبه يې نده ګټلې. هندۍ لوبډلي سره اوپنر شيکر دهون نسته ځکه ګوته يې ماته سوې،د نړيوال جام … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

لس لنډې زرينې کرښې چې لوستل يې پښېماني نلري!

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱) تل هڅه وکړئ چې له پرېکړو څخه مخکې اخېستنه (درک) ولرئ. ۲) د برياليو کسانو يوه ځانګړنه دا ده چې هېڅوک د خپلو خوښيو مسؤل نه ګڼي. ۳) بريالي کسان هره ورځ د خپلې لارې يوه برخه پلي يا پياده ځي. ۴) بريالی انسان هغه دی، کومې خښتې چې د هغه په لور ويشتل کېږي؛ له هغو څخه د ځان لپاره يو غښتلی کور جوړ کړي. ۵) خپلې سترګې داسې … نور ولولئ

کرکټ

راشد خان: د کپتان او کریکټ بورډ لپاره نه، بلکې د افغانستان لپاره لوبیږم

لیکنه: بهار سمسور وروسته له هغې چې تر نړیوال جام مخکې اضغر افغان د کریکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لري کړل شو او پر ځای یې ګلبدین نائب لوبډلمشر اعلان کړل شو، په کور د ننه او نړیواله سپورتي نړۍ کې د مبصرینو او هم سپورټس میډیا د خبرونو سرټکی و، ولې کله چې د هند په غوره لیګ کې بوخت محمد نبي او راشد خان پر ټویټر د افغان کریکټ بورډ دا پرېکړه وننګوله … نور ولولئ