افغانستان

پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفر؛ د سولې هڅې ټاکنو سره څه تړاو لري؟

  د افغان ولسمشریزو ټاکنو او سولې هڅې په هم مهاله توګه په کور دننه او بهر د مختلفو لوریو د تمرکز دوه لوی ټکي دي. په وروستیو کې داسې لویه سیاسي مسئله کمه پېښیږي، چې له دغو موضوعاتو څخه یوه یا دواړو پورې اړوند نه وي. د سولې هڅې که حکومت یې کوي، یا د حکومت سیاسي مخالفین، په یو ډول ورته د شک په سترګه کتل کیږي. پاکستان، افغان سوله او ټاکنې د … نور ولولئ

سپورټ

د نړیوال جام تر ټولو ډېر ویکټې اخیستونکی وپیژنئ!

لیکنه او راټولونه: مریم صدیقي تر دې مهال د اسټرالیا لوبډلې چپ لاسی تېز توپ اچونکی، مېچل سټارک د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو تر ټولو ډېرې (۱۵) ویکټې تر لاسه کړې. سټارک په اسټرالیا لوبډله کې یو له پیاوړو بالرانو څخه شمیرل کیږي، چې د خپلې لوبډلې لپاره ډېره په سړه سینه لوبه تر سره کوي. مېچل سټارک په ۱۹۹۰م کال د اسټرالیا په سیډنی ښار کې زېږېدلی. د لوبو پیل یې په ۲۰۱۰م … نور ولولئ

سپورټ

نړیوال جام؛ مخکښ افغان الراونډر محمدنبي وپېژنئ

لیکنه : عبدالله عادل محمدنبي عیسی خېل د ۱۹۸۵ کال د جنوري میاشتي پر لومړۍ نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کښي دې نړۍ ته سترګي پرانستي دي. محمد نبي ښی لاسی الراونډر لوبغاړی دی چي په ښی لاس توپ وهنه او همدارنګه په ښی لاس اف بریک توپ اچوونه ترسره کوي. محمدنبي د افغانستان په کرکټ ملي لوبډله کي مخکښ لوبغاړی دی چي د افغانستان په لومړۍ یو ورځني او لومړۍ ټسټ لوبه کي … نور ولولئ

خواړه

په کومو لوښو کې باید پخلی وشي؟

کله چې د خوړو پخولو لپاره لوښي اخلئ، نو د ترکیب په اړه یې هرو مرو فکر وکړئ. مخکې له دې چې له دې لوښې څخه ګټه واخلئ یو ځل په کې اوبه هرو مرو جوش کړئ. د مینځلو پر وخت له لتې کار واخلئ نه له سیمي دیګ شوی څخه؛ ځکه سیمي دېګ شوی د دېګ دېوال تخریبوي. پخواني خلک په دې اند وو چې د مسي لوښو د ویلې کېدو درجه ډېره لوړه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په ذهن کې مو ښه زړي (تخمونه) وکرئ

ژباړه: مریم محمدي یوې ډلې څېړونکو له هغه څلوېښت کلن کس سره مرکه وکړه، چې ډېر هوښیار او پوه و، خو بیا یې هم د ځان لپاره ښه دنده نه شوای پیدا کولی. په اړیکو کې یې هم ستونزه درلوده او داسې ښکارېده چې ژوند یې په سم ډول نه شوای مدیریت کولی. دې څلوېښت کلن کس له څېړونکو سره په خبرو کې ویلي و، چې په وړکتوب کې ډېر چاغ و او ټولګیوالو به … نور ولولئ

سپورټ

نجيب ځدران يوځل بيا په کاناډا ليګ کي واخيستل سو!

ليکنه: مدثر دعوت د پنجشبې په ورځ د جون مياشتي په شلمه نيټه د کاناډا ليګ بولۍ تر سره سوه. دا دويم کال دی چي د ګلوبل شل اوريز په نوم د کاناډا ليګ لپاره بولۍ ترسره کيږي خو سږکال ډير قوي لوبغاړي پکښې اخيستل سوي. د کاناډا د ليګ بولۍ د هند په ممبی ښار کي ترسره سوه. برينډن مکلم،کريس ګيل،شاهد افريدي، انډري رسل، يووراج سينګ ،کيرن پولارد، جورج بيلي،کين ويلمسن،فاف ډوپلسيس او کريس … نور ولولئ

سپورټ

یوراج سېنګ د کاناډ په ګلوبل سوداګریز لیګ کې واخېستل شو

یوراج سېنګ چې د جون په ۱۹ مه نېټه یې د خپل کرکټ بورډ څخه غوښتي وو، چې ده ته په بهرنیو سوداګریزو کرکټ لیګونوکې د لوبېدو اجازه ورکړي؛ ښایي کرکټ بورډ ورسره موافقه کړې وي او له موافقې وروسته دا دی د لومړي ځل لپاره د کاناډا په نړیوال یا ګلوبل سوداګریز کرکټ لیګ کې واخېستل شو. هغه به په ۲۰۱۹ م کال کې د ټورنټو لوبډلې په ګټه ولوبېږي. یوراج سېنګ کابو یوه … نور ولولئ

خواړه

دغه خواړه د قد په لوړ والي کې مرسته کوي

ژباړه: مریم محمدي د دې لپاره چې ونه (قد) مو جګه شي یوه سالم او ځانګړي غذایي رژیم ته اړتیا ده؛ ځکه دغه سالم او ځانګړی غذایي رژیم د دې لامل کېږي چې په بدن کې مو نوي سلولونه وده وکړي او هډوکي مو کلک شي. د سبو زیاتره برخه مغذي مواد لري او د بدن د اړتیا وړ غذایي مواد برابروي چې دغه څه مو د ونې د جګوالي لامل کېږي. کېدای شي ډېرو … نور ولولئ

خواړه

هغه غوړي چې باید پخلي کې وکارول شي

ژباړه: مریم محمدي یو روغ انسان په خپلو خوړو کې ټول هغه غوړي چې مایع وي او له نباتاتو څخه جوړ شوي وي، کارولی شي، خو هغه کسان چې د زړه او د وینې د لوړ فشار ناروغي لري، باید په خپلو خوړو کې د غوړ کچه راټیټه کړي. په ټوله کې ویلی شو چې په ورځني ډول چې کوم خواړه مصرفوو د غوړو اندازه یې باید له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې وي، دغه … نور ولولئ

خواړه

زاړه کسان او ورته مناسب غذایي رژیم

ژباړه: مریم محمدي د لوړ عمر کسان باید د ځوانۍ په پرتله ډېر د خپل ځان خیال وساتي؛ ځکه د بدن دفاعي سيستم او په ټوله کې د بدن غړي، نور د پخوا په څېر نه وي؛ کله چې د انسان عمر لوړېږي یوه تر ټولو لویه ستونزه چې ورسره مخ کېږي هغه د اشتها نه درلودل دي. د دې  پدیدې نښې په ټولو عمر خوړلو کسانو کې یو شان، خو سرعت یې بیا بېلابېل … نور ولولئ