سپورټ

فیډل فرنېنډو: افغان لوبډله ګډوډۍ په ملا ماته کړې

انډریو فېډل فرنېنډو د کرېک انفو لپاره په سریلانکا کې د خبرونو برخې مسئول دی، ده په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې په اړه څرګندونې کړي دي. نوموړي له افغان لوبډلې غوښتي، چې دا اوسنی روان حالت بدل کړي او له بدیلو لارو کار واخلي، دی وایي د دې ګډوډیو لپاره بدیل شته، تاسې ډېر فرصتونه لرئ، کولای شئ حالت تغیر کړئ. فرنینډو له افغان لوبغاړو غوښتي، چې د شته استانتیاوو په لړ کې … نور ولولئ

سپورټ

نړیوالو جامونو کې د پاکستان او هند لوبې، چا ډیرې ګټلي؟ دلته یې ولولئ

 د پاکستان او هندوستان لوبه په نړیوال جام کې مهمه لوبه وه، دا لوبه هم د کرکټ نړیوالې شورا لپاره او هم د نړیوالو لپاره خورا په زړه پورې وي، پرون په مانچېسټر ښارکې د دواړو لوبډلو لوبې پرمهال په لوبغالي کې ځای نه و او ننداره کوونکي د سکرینونو نندارې ته ناست وو. د دې لوبډلو لوبه خورا په زړه پورې وي. نړیوال پنځوس اوریز جامونه او د هند او پاکستان لوبې دا دواړه … نور ولولئ

سپورټ

د ۹۰۰۰۰ نندارچيانو په شتون کي پاکستان ماته وخوړه!

ليکنه: مدثر دعوت د نړيوال جام د انتظار څخه ډکه لوبه تيره شپه ترسره سوه. د هندوستان او پاکستان د لوبي لپاره ټول ټيکټونه لا له وړاندي خرڅ سوي وه، تر ۹۰۰۰۰ ډير مينوال يې نندارې ته ورغلل،په زرګونو مينوال يې د لوبغالي دباندي انتظار وه،خو د ورتګ لپاره په لوبغالي کي ځای نه وو،او همدارنګه په ميليونونو کسانو په نړيواله سطحه د تلویزیونونو له لاري وکتله. خو ددې ټولو خبرو ترشا يوازي يوه خبره … نور ولولئ

روغه سټه

له سینګار پرته د ښځو د ښکلا راز

ژباړه: آلما افغان په دې ورځو کې هر څوک کولی شي چې د سينګار په وسايلو ځان ښه ښکاره او جذاب کړي، مګر په خپل چاپيريال کې بعضې وخت داسې ښځې وينو چې غير له سينګاره يې ښکلا ډېره ښه او داخلي ښکلا يې پوره زړه ورانونکې وي. له سينګاره پرته د ښځو د ښکلا راز په څه کې دی؟ د سينګار توکو استعمال نشي کولی چې د اشخاصو داخلي ښکلا راښکاره کړي، بعضې ښځې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د کتاب راوړلو خاطره؛ کاش کتابونه په مطالعه زړیدای !

په طب پوهنځي کې مې د سیمیستر د پای ازموینې وې، ښوونکي په کورنۍ دنده کې د ټولو ټولګیوالو غوښتي وو چې یو یو طبې کتاب به د پوهنتون کتابتون ته د ډالۍ په توګه راوړي او په بدل کې به يې ورته شل نمرې ورکوي. د آزموینې ورځ راورسیده او زما په ګډون ډیرو ټولګیوالو کتابونه نه وو راوړي دا موضوع مو د ښوونکي سره شریکه کړه، ښوونکي ویل هیڅ خبره نده سبا تر … نور ولولئ

نړۍ

عربستان د «حلالې ډیسکو» جوړیدل بیرته منع کړل

سعودي عربستان اعلان کړی، چې د «وایټ» په نوم د هغه شپني نڅا کلب د پرانیستل کیدو اجازه یې بیرته لغوه کړې، چې توند غبرګونونه یې پارولي وو. د نڅا دا مرکز د «وایټ» په نوم د شپنیو نڅاوو د کلبونو مشهور نړیوال شرکت جوړاوه. د دغه شرکت مرکزي دفتر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دی. دغه شرکت غوښتل، چې په لومړي ځل د سعوي عربستان په جدې ښار کې د شپنیو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه د خاوند د کورنۍ لپاره یوه غوره ناوې واوسئ؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل پخوا به د کورنۍ ناوې معمولاً د خاوند له کورنۍ سره ژوند کاوه او هېڅ ستونزه یې نه لرله؛ خو د وخت په تېرېدو سره دا فرهنګ پیکه شو. د ارواپوهنې ډاکټر مهدي دوایي په دې اړه وایي: کله چې ښځه له نارینه سره ژمنه کوي، چې له هغه سره به ژوند کوي، نو باید د خپل خاوند لېوالتیاوو ته درنښت وکړي. په هر حال، له لګښت پرته مینه نه کېږي. … نور ولولئ

افغانستان

لویه څارنوالي: حبیب الله احمدزی دې د ازادو بنسټونو مخکې د ارګ د فحشا اسناد وړاندې کړي

د افغانستان لوی څارنوالۍ پرون اعلان وکړ، چې په ارګ کې د فحشا د موجودیت په تړاو د ولسمشر د مخکیني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي ادعاوې به د ازادو بنسټونو د استازو په موجودیت کې وڅېړي. رسمي غوښتنلیک د لوی څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د جنرال حبیب الله احمدزي ادعا به د افغانستان د علماوو سراسري شورا، رسنیو، د افغان ښځو شبکې، د مدني ټولنو او … نور ولولئ

ژوند بڼه

له ماشومانو سره د اړیکې څرنګوالی

ژباړه: عطا محمد میاخېل له نورو سره د اړیکې رامنځته کول، یوه له هغو موضوع ګانو څخه ده، چې ماشوم د وخت په تېرېدو او له چاپېریال سره د اړیکې له پیدا کولو څخه وروسته یې تجربه کوي، خو دا اړیکه د ماشوم لپاره هغه وخت ښه او ګټوره ده، چې ماشوم لومړی له تاسو او د کورنۍ له نورو غړو سره کلکه اړیکه ټینګه کړې وي. کله چې ماشوم وپوهېږي، چې تاسو خپله مینه … نور ولولئ

سپورټ

ننګرهار – رودات؛ د اوربند په نوم د کرکټ سیالۍ

 د روداتو ولسوالۍ په بانډه کلي کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د ځوانانو ترمنځ هغه سیالۍ پای ته ورسېدې، چې د اوربند تر عنوان لاندې د کوچني اختر په دوهمه ورځ پیل شوې وې. په دغو سیالیو کې د رودات ولسوالۍ څخه ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و، چې لسګونه ځوانانو پکې د سولې پېغام رسوونکو او د اوربند غوښتونکو رول ولوباوه. دغه سیالۍ ( ټورنمنټ) د روداتو ولسوالۍ د مدني ټولنې یون په نامه … نور ولولئ