سپورټ

ولسمشر غني د افغان لوبډلي د ملاتړ په موخه انګلستان ته ځي.

ليکنه: مدثر دعوت افغان ولسمشر انګلستان ته د افغان ملي لوبډلي د لوبي د کتلو لپاره ځي. د ارګ ماڼۍ څخه سرچينې خبر ورکوي چي افغان ولسمشر محمد اشرف غني به په رسمي سفر انګلستان ته ولاړسي او هلته به د افغانستان او انګلستان لوبه هم له نيږدې ننداره کړي. ټاکل سوې افغان ولسمشر به د انګلستان له لومړۍ وزيري تريزامې او ځينو وزارتونو له وزيرانو سره هم وګوري. تر ليدنو کتنو وروسته به محمداشرف … نور ولولئ

ژوند بڼه

په ګډ ژوند کې د یوه نارینه د بریالي اوسېدو لپاره ۲۰ مهم ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل په دې برخه کې د نېکمرغه اوسېدو او د یوه خوښې وړ نارینه اوسېدو لپاره په ۲۰ اصلي تګلارو باندې رڼا اچوو. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ. ۱ ـــ کور ته د راګرځېدو پرمهال له هغې سره د ښو کلمو پرمټ خبرې پیل کړئ. کله چې له دندې یا سفر څخه بېرته کور ته را ګرځئ، نو سلام پرې واچوئ او په ښه توګه یې د حالت پوښتنه وکړئ. … نور ولولئ

روغه سټه

د کیلې، شات، کورکمن او لیمو ماسک پوستکی تازه ساتي

د مخ پوستکي د زړښت لامل خپګان، د اوړي ګرمي، د ژمې یخه هوا، غذايي رژیم، دوړې او ګردونه، سورخي، سپیدې او پلاستیکي جراحي ده. ډېری مېرمنې د دې لپاره چې تازه او ځوانې مالومې شي، د درملو او مختلفو کريمو د استفادې تر څنګ ان جراحي عمليات او خورا درانه لګښتونه کوي چې د دې درملو او يا عمليات د لنډمهالې ګټې تر څنګ اوږدمهالي جانبي عوارض او ستونزې هم پېښوي. ناسم او تر … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا تدابیر باران ګواښلي

د کرکټ نړیوال شنونکي او مینوال وایي، د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ د مهمو سیالیو په لړ کې له باران سره د ښو تدابیرو مقابله کې پاتې راغلې ده. دوی وایي د کرکټ نړیوالې شورا تر اوسه داسې وسایل نه دي موندلي، چې د باران پر وخت مهمې لوبې ممکنې کړي. دا شنونکي زیاتوي د کرکټ نړیواله شورا باید داسې وسایل پېدا کړي، چې په سختو بارانونو کې هم مهمې سیالۍ ترسره شي، ترڅو … نور ولولئ

ژوند بڼه

د خوشحالۍ لپاره ستره پلمه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي کوم چېري له ګڼه ګوڼي لېري یو شین پارک، یوه چوکۍ او یو بوتل معدني اوبه هغه څه دي چي زه ئې غواړم. هرڅومره چي مي د ازمویني وخت رانژدې کېږي، اندېښنه و اضطراب مي شدت اخلي. له کومي ورځي چي مي په بدن کي پاړسوب ليدل سوی دئ، تر نن ورځي پوري مي د معایناتو په تمه یم، يوه اوونۍ وسوه او ما هره ورځ په اندېښنو کي تېره … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

يويشتمه پېړۍ او افغانه نجلۍ

ليکنه: شپنه سلګۍ د ټیکنالوژۍ په دې عصر کې افغانۍ پېغلې په دې وتوانېدلې، څو خپل غږ پورته او تر نورو یې ورسوي. د دې ټولنې ځینې ناوړه دودونه د دې لامل شوي، چې د ښځو پر مخ د پرمختګ نږدې ټولې دروازې وتړل شي. له ښوونځي، لېسې، پوهنتون او نورو علومو څخه په کلونو- کلونه بې برخې پاتې شوې. د دغسې نجونو پر ځان باور بیخي صفر سره ضرب شوی او ډېری یې آن … نور ولولئ

افغانستان

د بېوزله هېواد شیک پوش واکمن؛ ډاکټر عبدالله د لندن له مغازې څه څه اخیستي؟

د ملي یووالي حکومت تر خپلمنځیو ناندریو اخوا د دغه حکومت دوه شریکوال ( ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) چې په دوو نورو خصلتونو زیات مشهور دي، یو د غني انحصارګري او ځان غوښتنه او بل هم د ډاکټر عبدالله شیک پوشي او پر مصرفي ده. د عبدالله پر تن د نړیوالو برانډونو دریشۍ او د پوښاک نور شیان، شیک پوشي او کله ان د مخ سینګارول هغه څه دي، چې دا څو کاله پرله … نور ولولئ

خواړه

د خپلې روغتیا لپاره ماشوم ته شیدې ورکړئ

ډېرې میرمنې په دې اند دي چې ماشوم ته شیدې ورکول، یوازې د دوی ماشوم ته ګټه لري، نه داسې نه ده، بلکې ماشوم ته د ګټې تر څنګ د مور په روغتیا کې هم پوره ونډه لري. د ځینو ګټو په اړه یې دلته ولولئ. ۱- ډبلیو‌ایچ‌او «WHO» او یونېسیف «UNICEF» د مور د شیدو په هکله وايي؛ «هره مور باید اقلاً ماشوم ته۶ میاشتې تی ورکړي چې دا د ماشوم حق دی او … نور ولولئ

ادبیات

له لوږي او مرګ سره تړلی عکس!

ژباړه: احمدشاه پاڅون دا عکس به مو بیخي ډیر کتلی وي، ممکن له کیسې به یې نا خبره یاست. دا عکس په ۱۹۹۳ میلادي د مارچ پر ۳مه نېټه (کیون کارټر) اخیستی، دې عکس جایزې هم و ګتلې. عکس هغه مهال په سوډان کي اخستل سوی، چي هلته د خوړو نیستي وه او د ملګرو ملتونو لخوا د خوړو د ویش مرکزونه جوړ کړل سوي وه. د عکاس (کیون کارټر) په قول: دی؛ ددې مرکزونو … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

د سمې مطالعې تګلارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل په ځان کې د ورځې پنځلس دقیقه ایزه مطالعه پیاوړې کړئ، ګورئ چې په همدې کم وخت مطالعې سره په کال کې مو شپاړس کتابونه مطالعه کړي دي. کتاب لوستنه یو ښه او حیاتي مهارت دی، هغه کسان، چې مطالعه کوي، له فکري پلوه ډېر پیاوړي او له احساسي پلوه باثباته دي. د دې لپاره، چې وکولای شئ، د خپلې مطالعې کیفیت لوړ کړئ او د معلوماتو په لا ډېر حجم … نور ولولئ