ټیکنالوژي

چین ته بل ګوزار: فیسبوک او انسټاګرام به نور په هواوي موبایلونو کې کار ونه کړي

فیسبوک وایې تر دې وروسته به د هوایې موبایلونو لپاره نوي خدمات نه وړاندې کوي او په نوي هواوي موبایلونو کې به د فیسبوک او انسټاګرام اپلیکشنونونه هم کار نه کوي. دا هواوي موبایلونو ته دویم لوی تاوان دی چې رسیږي تر دې وړاندې د ګوګل لټون ماشین هم د هواوې سره د خپل کاروبار د بندولو خبر ورکړی و. خو اوس دا ځل فیسبوک په راتلونکي کې د هواوي په موبایلونو کې د خپل … نور ولولئ

افغانستان

له حمدالله محب سره مناظره؛ تفصیل یې دلته لوستی شئ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر دغې دندې له ټاکل کیدو وروسته په لومړي ځل یوې تلویزوني مناظرې ته حاضر شو. ښاغلی محب څو ورځې مخکې له طلوع نیوز سره مناظره لرله، چې مناظره یې تېره شپه خپره کړه. یاران وېب پاڼه یې تفصیل دلته له ځينو اضافي جزیاتو سره خپلو درنو لوستونکو ته وړاندې کوي: د یوه شهید سرتېري یادونه حمدالله محب د مناظرې په پيل کې خلکو ته د … نور ولولئ

سپورټ

سریلینکايي بالر پرادیپ د ټپ له امله د بنګلدېش خلاف لوبه له لاسه ورکړه

لیکنه : عبدالله عادل سریلانکايي چټک توپ اچوونکي نووان پرادیپ تېره اونۍ د سریلانکا لپاره د نړیوال جام په یوه مهمه لوبه کي د افغانستان خلاف د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو ، په هغه لوبه کي پرادیپ د ۳۱ منډو په ورکولو سره د افغانستان پنځه لوبغاړي اوټ کړل . د بنګلدېش خلاف تر لوبي مخکي تېره ورځ یکشنبه نووان د تمریناتو پر مهال خپله کوچنۍ ګوته خوږ کړې او د بنګلدېش خلاف یې … نور ولولئ

سپورټ

د شپږ شپږیزو وهونکي له کرکټ سره مخه ښه وکړه

 د هندوستانۍ لوبډلې کیڼ لاسی هیټر توپ وهونکی یوراج سېنګ چې د شپږ؛ شپږیزو ریکارډ هم لري، له هر ډول کرکټ لوبو سره مخه ښه وکړه. یوراج سېنګ له ګڼو ریکارډونوسره ، سره په ۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هندوستان لپاره د اتل یا هیرو رول ولوباوه. اسټرالیا یې په سیمي فاینل کې په خپلو بې سارو منډو ماته کړه او هند یې پایلوبې ته ورساوه. د هندوستان خطرناک او د … نور ولولئ

سیاست

اسلام اباد: پولیسو د زرداري په کور چاپه اچولې او هغه یې نیولی دی

د پاکستان د حساب ورکوونکې د ادارې د غړو په ګډون، نن پولیس اسلام اباد کې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري کور ته ننوتل او هغه يې د مالي فساد په تور ونیوه. پولیس یواځې یو ساعت وروسته له هغې د زرداري کور ته ننوتل او هغه يې ونیوه، کله چې د اسلام اباد محکمې د نوموړي د نیولو د ځنډ غوښتنه ونه منله. پولیسو د پاکستان پخوانی ولسمشر زرداري د هغه د بچیانو … نور ولولئ

رسنۍ

افغان کرکټ بورډ؛ ډلبازي او بې تدبیره اقدامات یې

د افغان کرکیټ بورډ او د ملي لوبډلي رامنځ ته کېدل شاوخوا دوه لسیزې کیږي، خو لا هم له کرکیټ بورډ څخه لوبغاړي او ملت ناخوښه دي. کرکیټ بورډ یو ملي اداره ده، خو پدې لسو کلنو کي د خصوصي او ډلییزو کړیو لخوا راچاپېره سوې، څوک یې یوې خوا او څوک یې بلي خواته کشوي، خو لوبغاړي ددې کړیو لوی قربانیان دي. په بورډ کي د اختلافاتو له امله راشدخان، محمد نبي، شهزاد، اصغر … نور ولولئ

سپورټ

ویرات کوهلي پرون ولې هندي مینوال غلي کړل؟

لیکنه: بهار سمسور د هندوستان او اسټرالیا تر منځ لوبه له یو شمېر حیرانونکو صحنو ډکه وه. لومړی دا چې هندي توپ وهونکو خپل مسؤلیت په ښه شان سره ادا کړ. اسټرالیا ته یې د ۳۵۳ غر هدف په سکوربورډ پرېښوده او بیا اسټرالیاوي توپ وهونکو هم کلکه مجادله وکړه،داسې چې تر ۳۰۰ پورته یې منډې ورسولې خو په ۳۶ منډو یې بیا هم د لوبې پای د اسټرالیا په ماتې و. د هند په … نور ولولئ

افغانستان

فرخنده زهرا نادري: پر ارګ د فحشا تورونه دې په نړیواله کچه وڅېړل شي

د ولسي جرګې مخکینۍ غړې او د ولسمشرغني پخوانۍ سلاکاره فرخنده زهرا نادري وایي، چې د ارګ پر ځینو ډلو د فحشا پورې شوی تور دې په نړیواله کچه وڅېړل شي. زهرا نادري دا خبرې له طلوع نیوز خبري شبکې سره د یوې ځانګړې او مفصلې مرکې پر وخت کړي. ولې نړیوالې څېړنې؟ د فرخندې په باور په نړیواله کچه د دغو تورونو د څېړلو غوښتنه ځکه کوي، چې په دې کچه ټاکل شوی پلاوی … نور ولولئ

سپورټ

په نړیوالو جامونو کې مخکښ لوبغاړي

په دې لوبغاړو کې هغه څېرې درپېژنو چې نړیوالو جامونوکې ډېرې منډې، ډېرې وېکټې، لوړې منډې او نورې کارنامې کړي دي، په دې کې د لوبډلو کارنامې هم شته. تر دې دمه یو ورځنیو لوبو نړیوالو جامونوکې هندوستاني ټېنډولکر تر ټولو زیاتې منډې کړي دي، هغه تر ۲۰۱۱ م کال پورې په نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی، په دغو ټولو لوبوکې چې ټېنډولکر له ۱۹۹۲ م کال څخه تر ۲۰۱۱ م کال نړیوالو جامونوکې لوبېدلی … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ماشومانو پر ځان باور ؛ ولې د ماشومانو پر ځان باور زيات کړو؟

د ماشومانو پر ځان باور د ماشوم د خوشالۍ او نېکمرغۍ لامل کيږي ماشوم مو بايد په ځان کې د هر کار د کولو وړتيا وويني، په دې برخه کې مور او پلار ډېر اړين رول لري، اړ دي چې د خپل ماشوم پر وړاندې خپله دنده او مکلفيتونه په ښه توګه ترسره کړي او لاندې برخو ته پام ورکړي. ۱- ماشوم سره مينه کول مينه په ماشوم کې يو ځانګړی حس راپاروي مينه ماشوم … نور ولولئ