سپورټ

د هندوستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې پيښه؛ په استرالیاوي بالر د بال خرابوونې شک وشو

لیکنه:بهار سمسور نن په نړیوال جام کې د دوه غښتلو لوبډلو هند او اسټرالیا تر منځ د لوبې په جریان کې چې هندوستان توپ وهنه کوله اسټرالیاوی لېګ سپينر توپ اچونکی ادم زمپا د کیمرو تر رادار لاندې راغی. د دغې لوبې ټاس هند ګټلی و او د پیل توپ وهونکو روهیت شرما او شیکر دهوان بهترین پیل ورکړ چې د روهیت نیمه سلیزې د دهوان سلیزې د کپتان ویرات کوهلي تر ۸۰ خو د … نور ولولئ

سپورټ

د افغان کرکټ مینوال وایي، لوبغاړي له زړه لوبه نه کوي

 افغان لوبډله په نړیوال جام کې د اټکلونو او توقعاتو خلاف په لویدلي حالت واوښته؛ له نړیوال جام وړاندې نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ویل، چې دوی کولای شي لومړي پړاو کې لوبډلې ماتې کړي او مُرال یې یې لوړ دی. ورپسې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان وویل دوی به تر نیمه پایلوبې ځي او لومړي پړاو کې به لوبډلې ماتوي. کېن ویلیمسن د نیوزیلېنډ لوبډلمشر له افغان لوبډلې وېره ښودلې وه؛ خو د جون په ۸مه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

۱۰ وهمونه چي د نوښت او خلاقيت مخه مو نیسي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي شونې ده تاسي به اورېدلي وي چي وايي هر کس په خپل ځان کي د نوښت و خلاقیت قوه لري او ماشومان اکثراً نوښتګر و خلاق معلومېږي. خو موږ ډېری چي کله د ځوانۍ عمر ته رسېږو د خلاق و نوښتګر نفس باور بایلو او داسي کسان جوړېږو چي له نوښتګرو و خلاقانه نظریاتو وېره لري. د خلاقیت روزني او پرورښت د عرصې اکثره ارواپوهان په دې باور دي چي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په ماشوم چیغې مه وهئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل درنو میندو او پلرونو! په دې مقاله کې تاسو په ماشوم باندې د چیغې وهلو له زیانونو څخه خبروو. په لږې آرامتیا او حوصلې سره، له بېځایه او ورانونکو چیغې وهلو څخه لاس واخلئ. په اوسني وخت کې والدین د ماشومانو د ګواښلو لپاره، ډېر کم له بدني سزا څخه کار اخلي او په حقیقت کې د لاس پورته کولو پرځای، خپل غږ اوچتوي، نا خبره له دې چې په چیغو … نور ولولئ

افغانستان

د اتمر او نبیل جنجال؛ اتمر وایي نبیل دې د ډیورنډ کرښې د اغزن تار ځواب ووایي

د ولسمشریزو ټاکنو له نیږدې کیدو سره نه یوازې دا چې ولسمشریز نوماندان له ولسمشر غني سره په جنجال اخته دي؛ بلکې خپله د دوی ترمنځ هم د لفظي ناندریو کچه په لوړیدو ده. په دې ترڅ کې یوه مهمه موضوع د ملي امنیت د پخواني ریس او ولسمشریز نوماند رحمت الله نبیل هغه تورونه د یادونې وړ دي، چې څه موده مخکې یې پر ولسمشر غني او بل ولسمشریز نوماند حنیف اتمر پورې کړل. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هغه ځورونکي دروغ چې هره ورځ یې ځانته وایئ

ځان غولونه تر هغه زیاته عامه او جدي ستونزه ده، چې تصور یې کوئ. لږ خلک به وي، چې له دې ستونزې خلاص دي، نه ځانته دروغ وایي او نه خپل وخت په داسې دروغو او ځان غولونو ضایع کوي. دا ډول دروغ تر هغو دروغو زیات خطرناک ګڼل کیږي، چې نورو ته یې وایئ. ځکه د نورو غولول هغومره ضرري نه دي، لکه د ځان غولول. ځان غولونکي تر هغې، چې نور وغولوي،ځان ډېر … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ځان بښنې لپاره ۱۱ دلیلونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله چې ځورونې او خواشینیو بندي کړئ، نو چاپېریال ته دا اجازه ورکوئ، چې د ځان په پرتله مو په تاسو باندې ډېر زیات کنټرول پیدا کړي. کمزوري انسانان هېڅکله بښنه نه شي کولای ګاندي وایي بښنه د پیاوړو او ځواکمنو کسانو ځانګړنه ده. کینه او تریخوالی د زهرو په څېر دی، که اجازه ورکړئ، نو اسیروي مو او تر هغه بریده مو شاته تګ ته اړ کوي، چې نور نو … نور ولولئ

سیاست

د ولسمشر غني بله کاپي؛ د السالوادور ولسمشر په ټویټري پيغامونو چارواکي ګوښه کوي

د ولسمشر غني په اړه دا خبره مشهوره ده، چې پر حکومتي څوکیو ګومارنې او انفکاک دواړه یې تر ډېره د فیسبوک شبکې له لارې کیږي. پر ده دا تور ان د ده د حکومت شریکوال( ډاکټرعبدالله) هم پورې کړی. عبدالله، چې ورسره د ګډ حکومت د هوکړې له مخې ښاغلی غني باید په ټولو لوړپوړو ګومارنو او انفکاکونو کې مشوره وکړي او هغه ته هم نېمایي ونډه پکې ورکړي، څه موده مخکې د وزیرانو … نور ولولئ

سپورټ

د ډوني پر لاس ګلوزونو (دستکشو) ناندرۍ راپارولي

لیکنه :بهار سمسور د کریکټ نړیوال جام په لړ کې د هندوستان او جنوبي افریقا تر منځ په لوبه کې د ویکټ ساتنې (ویکټ کیپېنګ)پر وخت د هندي مهیندرسېنګ دوني پر لاسونو داسې ګلوزونه ولیدل شول چې پرې د هندي پوځ ځانګړی نشان ښکاري. د ډوني دې ګلوزونو وروسته له هغې د کیمره مېن توجه جلب کړه او د کیمرې مخ یې ور تاو شو ،کله چې د افریقا د توپ وهنې پر وخت دوني … نور ولولئ

روغه سټه

له حده زیاته اندیښنه؛ د کمولو لپاره یې داسې وکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل که تاسو هغه څوک یاست، چې تل اندېښمن دی او اروایي فشار ( سټرس ) لرئ، نو دا مقاله ولولئ، ترڅو وکولای شئ، چې له اروایي فشار او بېځایه اندېښنو سره د مقابلې تګلارې پیدا کړئ. آیا تاسو له بریده زیات اندېښمن یاست؟ څنګه وپوهېږو، چې د اندېښنې او خپګان کچه مو عادي ده او که نه؟ له دې آسانه تګلارو څخه کار واخلئ، ترڅو په خپلو اندېښنو باندې غلبه وکړئ. … نور ولولئ