سپورټ

د احمد قریشي کورنۍ ولې کډواله شوه؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ښه ځلیدا وروسته په کور دننه بې شمېره ځوان تنکي لوبغاړي د کرکټ لوبې سره مینه پالي او دغه ډګر کې د خپلې راتلونکې په پار خولي تویوي. یو له دغه لوبغاړو څخه کمکی احمد قریشي نومیږي، چې د ۱۲ کلنۍ په کم عمر کې یې په خپلې جالبې او ښکلې توپ اچونې د افغان کرکټ بورډ او زیات شمیر کرکټ مینه والو پام د ځان په لور … نور ولولئ

ادبیات

ایراني ژباړن د یوه ژباړلي داستان د کرکټر په شان ځانوژنه وکړه

د ایران یوه مشهور ژباړونکي مرتضي کلانتریان د خپل یوه ژباړلي داستان د کرکټر په شان ځانوژنه وکړه. کلانتریان، چې مشهور حقوق پوه او مخکښ ژباړن و، د ژان ژاک روسو مهم اثر(ټولنیز تړون) یې له مهمو ژباړو څخه ګڼل کیده. نوموړی ۸۷ کلن و او پرون یې د تهران په بهجت اباد سیمه کې د خپل کور له کړکۍ په ځان غورځولو سره خپل ژوند پای ته ورسوه. کلانتریان څوک و؟ هغه په ۱۳۱۱ … نور ولولئ

کورنی ژوند

د ژوند ملګری/ملګرې دي مي هیڅ تېروتنه نه کوي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي فکري خطاوي احساس خرابوي، او خراب احساس اړیکه خرابوي. نو د خپلي خوشبختۍ له پاره مو پام کوئ. فکري خطاوي د دماغ همېشنۍ خلاصي مُرچې دي چي د يوه تېز ښکاري په رقم د فرصت په انتظار وي چي خپل څښتنان د ناخوشایندو احساساتو په دام کي راګیر کړي. دا ډول ناسم افکار چي په همدې دليل په احساس کي نامطلوب تغییرات ایجادوي – د هري اړيکي د خرابېدو قابليت … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د محصلینو د کورنۍ لپاره ۱۷ مهمې سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هغو کورنیو لپاره مهم ټکي او سپارښتنې، چې محصلین لري: ۱ ـــ که چېرې د ښوونځي له زده کوونکي سره مو ستونزه لرئ او په اړه یې سر درګمه یاست، نو په ډاډ سره ویلی شم، کله چې پوهنتون ته لاړ شي، نو وضعیت به لاپسې خراب شي. که په ښوونځي کې ورسره ستونزه نه لرئ، نو کله چې پوهنتون ته ځي، نو له یوې واقعي تجربې سره مخامخ کېږئ. … نور ولولئ

په زړه پورې

حکومت: ډهلي کې میرمنو ته دولتي ټرانسپورت وړیا شو

ډهلي ایالاتي حکومت په یوه بیساري اقدام کې د هندوستان په ډهلي ښار کې ټول دولتي بسونه او میټروګانې د میرمنو لپاره وړیا اعلان کړې. د ډهلي ایالاتي وزیر ارویند کیجریوال نن دوشنبه رسنیو ته ویلي، چې په ډهلي کې به میرمنې وکولای شي، په دولتي بسونو او میټروګانو کې وړیا سفر وکړي. د معلوماتو په اساس په ډهلي کې تر ۴ میلونو خلکو پورې په دولتي بسونو کې تګ راتګ کوي، چې ۳۰ سلنه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

پر ځان باور – هغه څه چې تړلې دروازې پرانیزي

د تبت د بیلتونپالو د مشر دلاۍ لاما له خولې یوه مشهوره خبره ده: ” یو څوک په خپل وجود او توان کې د شته ظرفیت او پر ځان د باور په درک کولو کولی شي، یوه ښه نړۍ جوړه کړي.“ په ځان باور يا self confidence له هغو ځانګړنو څخه شمېرل کيږي چې د يوه سالم او بریالي انسان په وجود کې يې موندلی شو. که غواړئ چې مغز مو په نورمال حالت فعاليت … نور ولولئ

سپورټ

افغانستان به اتم وای؛ خو اتو توپونو یې دا مقام وګواښه

 د اسټرالیا مشهور فلم لیکوال او کرکټ شنونکي جېروډ کېمبر ویلي، چې افغان لوبډله به په نړیوال جام کې اوس اتم وای؛ خو اته باډي لاین توپونو د افغانستان ستونزه ستره کړه او دا یې له اتم مقام څخه لرې پرېښود. افغان لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې اوس لسم مقام لري؛ پخوا دا لسم ځای د زِمبابوې و؛ خو افغان لوبډلې چې د غوراوي جام سیالۍ وګټلې؛ نو زِمبابوې یوولسم مقام ته ولاړه او … نور ولولئ

افغانستان

پولیسو ۸۰ تنه پټاخۍ پلورونکي نیولي دي

په افغانستان کې د اختر په رارسیدو هټیوال باروتي پټاخۍ پلوري چې ماشومان یې اخلي او ډز کوي یې. هر کال به د افغانستان کورنیو چارو وزارت دوکاندارانو ته خبرداری ورکاوه چې د پټاخیو له پیر او پلوره ځان وساتي کنه قانوني چلند به ورسره وشي، خو نه هټیوالو دا خبره منله او نه پولیسو له چا سره قانوني چلند کاوه. خو سږ کال د لومړي ځل لپاره افغان پولیس د ۸۰ تنو داسې دوکاندارانو … نور ولولئ

افغانستان

پر غني او اتمر تورونه؛ نبیل وایي پر ډیورنډ کرښې یې معامله کړې

د ملي امنیت پخوانی ریس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل په یوه خبري کنفرانس کې پرون پر روانو سیاسي بدلونونو د تبصرو ترڅنګ د ټاکنو دوه نور مخکښ نوماندان( اشرف غني او حنیف اتمر) په خطرناکو تورونو تورن کړل. یاران وېب پاڼه د بې پرې توب اصل او بیان ازادۍ ته د درناوي په پار د هغه د کنفرانس مهم ټکي له خپلو لوستونکو سره شریکوي. د ۲۰۱۴ ټاکنو کیسه نبیل، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

موخه وټاکئ او ځان وژغورئ!

سویسۍ روانشناسه روانکا وایي، ماته چې کوم ناروغان د درملنې لپاره راځي، نو په هغو کې یو پر درې برخه یې هغه کسان دي چې د یو څرګند عصبي اختلال له وجې نه، بلکې په ژوند کې د ټاکلي هدف دې نه درلودلو څخه په عذاب دي. هغه په دې باور ده چې په ژوند کې د بیرته شاته کیدو په نوم کومه تڼۍ نه شته نو د هرې شېبې تېرېدو ته دې پام وکړه … نور ولولئ