سپورټ

کوربه انګلنډ نړیوال جام په بریا سره پیل کړ

د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام نن د کوربه انګلنډ او جنوبي افریقا لوبډلو تر منځ په لوبي سره پیل سو . د جام د پرانیستي لوبي ټاس د جنوبي افریقا لوبډلي وګټئ او کوربه انګلنډ لوبډله یې توپ وهني ته دعوت کړه. انګلنډ لوبډلي خپل لومړی مهم لوبغاړی بیرسټو د لومړي اوور په دوهم توپ له لاسه ورکړ خو وروسته انګلنډ لوبډلي په پوره ۵۰ اورونو کښي د اتو لوبغاړو په … نور ولولئ

افغانستان

پنځه کلونه چې د هوايي دهلیزونو په رسمولو او د منتقدانو په رټلو تېر شول

شفیق هېوادوال په تېرو پنځو کلونو کې د حکومت د تبلیغاتو دستګا ددې پر ځای چې د لویو او ستراتیژیکو موخو لپاره وکاریږي، تر ډیره هغو ته مخ وه چې معقول، رغنده او پر ځای انتقادونه یې کول، حکومت ته یې شته نیمګړتیاوې ورپه ګوته کولې او د هواري لارې یې وړاندیزولې. په دې موده کې ټولنیزو رسنیو کې د ارګ ملاتړو د حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر پر اقداماتو نیوکه پر نظام برید … نور ولولئ

سپورټ

د نړیوال جام لپاره د افغانستان د اوپننګ جوړه له اوو نورو لوبډلوسره برابره ده

 د نړیوال جام دولسم پړاو راروان دی او یواځې ۱۲ ورځې ورته پاتې دي، دې پنځوس اوریز نړیوال جام ته هرې  لوبډلې اوپنران لوبغاړي اعلان کړي دي. انګلستان او اوپنران یې د انګلستان لوبډله چې په یو ورځنیو لوبوکې لومړۍ ده، دوه پیاوړي ښي لاسي اوپنران یې د نړیوال جام لپاره اعلان کړي دي، جاني بېرسټو او جېسن رای دواړه چټک توپ وهونکي دي او کولای شي د لوبډلې لپاره په پیل کې ښه سټارټ … نور ولولئ

سپورټ

هاشم امله: رمضان زما لپاره ښکلې او بهترینه میاشت ده

لیکنه: بهار سمسور ۳۶ کلن ښی لاسی مسلمان اوپنر (پیلیز) توپ وهونکی هاشم امله د انګلستان په ښایسته او عیاشو ښارونو کې، خو د کریکټ پر شنه او سرسبز لوبغالو پرته له دې چې اوبه وڅښي،ناشته وکړي یا ډوډۍ وخوري؛لوبه کوي او ځلیږي. دا رښتیا ده چې ورزش (کریکټ)په انرژۍ کیږي خو دې مسلمان لوبغاړي تر نړیوال جام مخکې په دوه تمریني لوبو کې دوه نیمه سلیزې جوړې کړې. هغه د رسنیو دا پوښتنه چې … نور ولولئ

سپورټ

ګلېن مکسوېل:راشد خان زموږ لپاره چلینج دی

لیکنه :بهار سمسور د اسټرالیا بې رحمه توپ وهونکی الرونډر ګلین مکسوېل وایی د افغانستان خلاف په لوبه کې راشد خان د اسټرالیا لوبډلې ته ستونزې جوړولی شي. نوموړي کریکټ ډاټ کام سره د افغانستان او اسټرالیا پر راتلونکي لوبه خبرې کړي دي او ویلي یې دي؛دوی شاید د افغانستان خلاف د لوبې د پلان پر بنیاد ټول پلان راشد خان ته ونیسي. راشد یو خطرناک سپینر توپ اچونکی دی،بیخي زیات؛دی هغه توپ اچونکی دی … نور ولولئ

افغانستان

که مونږ سم انسانان شو، نور هر څه پخپله سمیږي – انتظار خادم

د انتظار خادم لیکنه مونږ بنیادي تغیر ته اړتیا لرو.‌ مونږ باید لمړی انسانان شو او بیا د افغانیت او مسلمانیت دعوه وکړو. زما په شمول مونږ ډیرو د حیواناتو خصوصیت اخیستی.‌ حتی حیوانات هم د یوه بل په غم زوریږی مګر مونږ ته د بل مسلمان مرګ د یو توت قدر ارزښت هم نلري. ‌ که داسې حال وی نو زما، ستا او د یوه ځناور څه فرق دی؟ لیوه انسان خوري، چورت یې … نور ولولئ

سپورټ

ملکې تر نړيوال جام مخکي ميلمستا وکړه.

ليکنه: مدثر دعوت نن د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام پيليږي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په بيليونونو انسانان ورته له ډيره وخته انتظار کوی،خو نور يې د انتظار شيبې ختمي سوې. تيره شپه د انګلستان په لندن کي د نړيوال جام پيلوونکي مراسم ترسره سوله. دا مراسم چي په نړيواله سطحه يونيم بيليون انسانانو وکتله او د توقع برخلاف ډير شانداره وه. سندري، نڅاوي،د کريکټ لوبه،جام او لوبډلمشران هغه څه وه چي ددې پروګرام … نور ولولئ