سپورټ

په نړيوال جامونو کي د کريکټ د ماسټر ريکارډونه!

ليکنه: مدثر دعوت سچين ټنډولکر په نړيوال کرکټ کي ډېر زيات اونه ماتېدونکي ريکارډونه لري. د کرکټ دنړيوالي شورا په بيلابيلو (۱۹۹۲ز، ۱۹۹۶، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷، ۲۰۱۱) نړيوالو جامونو کې سچن ټنډولکر ديو مهم او نه تکرارېدونکي لوبغاړي په حيث ځلېدلی دی. ټنډولکر د ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام په ګټلو کي دهندوستان لپاره ډېر تأثري توپوهونکی وو. که د سليزو خبره راځي نو هتماً د سچن ‍۱۰۰ سليزي دماغ ته راځي اوشايد په اړه مو يې … نور ولولئ

سیاست

د نواز شریف لور ته د زرداري د ځوی میلمستیا او پرې د یارانې شکونه

د یکشنبې په ماښام روژه ماتې ته د زرداري ځوی بلاول بوټو زرداري د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز او د ځینو نورو سیاسي پارټیو چاوراکي او غړي وربللي وه. روژه ماتې په اسلام اباد کې د زرداري په کور کې تیاره شوې وه، چې پکې د مریم نواز سربیره د پښتون د تحفظ حرکت غړو محسن داوړ او علي وزیر هم ګډون کړی و. د ملمستیا د موخې په … نور ولولئ

افغانستان

د کابل کنډواله شوی بالاحصار

لیکنه: مصطفی سالک د کابل بالاحصار کلا د کابل ښار په سویلي اړخ کې د شیر دروازې د غره په لوړه لمنه کې پروت دی. اوسمهال دا کلا د ړنګیدو له ګواښ سره لاس او ګریوان ده . شاوخوا ۴ کلونه مخکې د بالا حصار ملکیت له دفاع وزارته اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي وو چې دفاع وزارت خپل وسایل او سرتیري له بالاحصاره … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ په نړۍ کې ویرات کوهلي تر ټولو زیات فالورز لري

لیکنه: بهار سمسور د نړۍ بېلابېل شخصیتونه به مو لیدلي وي چې په سیاسي، فلمي یا هم په ورزشي ډګر کې مشهور دي. له دې ډلې د ورزش نړۍ زیات لوبغاړي لري چې بېلابېلې لوبې کوي او د نړۍ په لر و بر کې یې خلک تعقیبوي. فوټبال او کریکټ هغه نومونه دي چې په نړۍ کې لومړی او دوهم نمبر لوبې یادیږي. د دغې لوبې یو شمېر لوبغاړي هم په بې ساري ډول د … نور ولولئ

سیاست

فارس خلیج ته برتانوي ځواکونه رسیدلي او له امریکايي عسکرو سره یوځای شوي

پارس خبري اژانس د ناتائید شوو راپورونو په حواله وايي، چې فارس خلیج ته د برتانیا ځانګړي ځواکونه رسیدلي او هلته د ایران ضد امریکايي عسکرو سره یوځای شوي دي. سنډی ایکسپریس وايي، برتانوي ځانګړي ځواکونه به د امریکايي ځواکونو سره په ګډه خلیج کې د هغه تجارتي بیړیو امنیت خوندي کړي، چې د واشنګټن او متحدینو په وینا، د ایران له لورې ورته ګواښ متوجه دی. رپوټ وايي، چې برتانوي ځواکونو همدا اوس د … نور ولولئ

سپورټ

که افغان لوبډله غواړي راروانه لوبه وګټي، باید دا تېروتنې ونه کړي

افغان لوبډلې د می په ۱۹ مه نېټه له ایرلېنډ څخه ستره ماته وخوړه، دغې ماتې ځېنې علتونه درلودل. په دغې لوبه کې د مشرتابه کمېټې څخه نیولې تر لوبډلمشر پورې تېروتنه کړې ده. لومړی علت او تېروتنه د لوبډلمشر او رهبرۍ غړو لومړۍ تېروتنه دا وه، چې ټاس یې وګاټه او توپ اچونه یې وټاکله. عموما په سختو پېچونو لومړی باید توپ وهنه وشي، د ایرلېنډ د ډوبلېن ویشتن ځای په پرتله پرونی ویشتن … نور ولولئ

افغانستان

نوبهار لرغونی عبادت ځای؛ د مصطفی سالک لیکنه

لیکنه: مصطفی سالک نوبهار معبد د افغانستان په لرغوني تاریخ کې ځلاند ځای لري. ددې معبد دروازې په دریو بیلو زمانو کې دریو بیلو دینونو پرانستې وې. ۱: یو روایت دادی چې د بلخ نوبهار معبد د زردشتیانو اورتون و. ۲: دویم روایت ښيي چې نوبهار د بودایانو ستر معبد و. ۳: دریم د اسلام تر راتللو وروسته تاریخ ښيي چې دا د مسلمانانو ( ۹) ګنبدیز جومات او عبادت ځای و. الف : ګڼ … نور ولولئ

سپورټ

ویرات کوهلي له تیرو دوو کلنو نړیوال جام ته انتظار دی

لیکنه : عبدالله عادل د هند او په ټوله کښي د نړۍ د یو بهترین توپ وهونکي ویرات کوهلي د ماشومتوب روزونکی راج کمار شرما وايي چي کوهلي له تیرو دوو کلنو څخه نړیوال جام ته انتظار باسي. د نوموړي د روزونکی په فکر چي دا به د ویرات لپاره لویه ننګونه و اوسي چي د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کښي د یوې قوي کرکټ لوبډلي (هند) رهبري ور دغاړي ده. دا به … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د جک کنفلیډ شل انګېزه بښونکې خبرې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ انسان هماغسې کېږي، چې په اړه یې فکر کوي. له خپلو نا غوښتلو شویو څیزونو سره مه جنګېږه، ځکه چې ځواکمن او سترېږي، په دې کار سره خپل ټول تمرکز په هغو څیزونو باندې کوې، چې نه یې غواړې او نا غوښتل شوي څیزونه د ځان په لور را جذبوې. ۲ ـــ که غواړئ، چې د ژوند د غوره څیزونو د موندنې وړ واوسئ، نو باید په دې چاره … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د يوه خوشحاله واده له پاره ۵ آسانه لاري چاري!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي دا معلومه او جوته سوې خبره ده چي انسان یو ټولنیز موجود دئ. په ټولنه کي یو انسان په یوازي توګه ژوند نه سي کولای؛ او یا په یوازي توګه ورته ژوند خورا سخت وي. د یوې مقولې له مخي وايي: انسان یو ټولنیز موجود دئ، چي يوه لحظه هم له خپلي ټولني او همنوعو پرته ژوند نه سي کولای – ولي کله چي د همدې انسان د لاس یوه … نور ولولئ