سپورټ

لالیګا؛ تر راتلونکي شنبې د هسپانيې فوټبال لیګ کي کومه لوبه نسته

لیکنه: فضل الله فضلي د هسپانيې فوټبال غوره لیګ یا لالیګا کي تېره اونۍ لس لوبي وسوې. لومړۍ لوبه د ایبار او ویلاریل ترمنځ وه، چي دا لوبه ایبار کلب یو پر صفر وګټل. دوهمه لوبه د ولنسیا او الاویس ترمنځ، ولنسیا درې پر ۱ وګټل. د اونۍ دریمه لوبه د ریال ماډریډ او ریال سوسیداد وه، چي ماډريډ په دوو ګولونو بایلول. ریال بیټیس و هیوسکا په څلورمه لوبه کي دوه پر یو ماته … نور ولولئ

سپورټ

پر وروستیو ځینو مهمو مسایلو د راشد مرکه؛ وايي نړیوال جام کې لوبې ګټل یې هدف دی

لیکنه: بهار سمسور د نړیوال کریکټ ستر نوم، افغان لیګ ورو توپ اچوونکي راشد خان له سپورټ سټار سره په وروستۍ ځانګړې مرکه کې د هند غوره لیګ (IPL) او پر راروان نړیوال جام ځانګړې خبرې کړي دي. راشد خان وایي، هند غوره لیګ یو ستر ټورنمېنت دی؛ داسې یو ټورنمېنټ چې هر وخت نوي څه روښانه کوي. راشد خان هند غوره لیګ کې خپل لوبیدل سره له دې چې یو ارمان یادوي، زیاتوي دا … نور ولولئ

سپورټ

ګاتم ګمبیر: راهول باید پر څلورم نمبر توپ وهنه وکړي

لیکنه: عبدالله عادل د تیري میاشتي (اپرېل) پر ۱۵ مه هند نړیوال جام ته ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه. د لوبډلې له اعلان مخکي ډیری په دې باور وه، چي امبټي رایډو به په نړیوال جام کي د هند لوبډلي برخه و اوسي خو برعکس د هند غوراوي کمېټې هغه انتخاب نکړ. اوس پوښتنه داده چي د امبټي رایډو په نشتون کښي به پر څلورم پوزیشن څوک توپ وهنه کوي؟ هغه پوښتني چي د … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د سلمان خان دبنګ۳ فلم لپاره چمتووالی روان دی

رسنۍ د هندي سینما د نوموتي ستوري سلمان خان د مشهور فلم دبنګ د بلې برخې د شروع کېدو خبر ورکوي. په راپورنو کې د دې فلم په تړاؤ ویل شوي چې دا ځل (مني نهي منا بدنام هوګا!) دا خبره وروسته له هغې کیږي چې د فلم په ټيم کې د ځينو کسانو د ادلون بدلون خبره کیږي یعنې ځينې کسان له فلم څخه ویستل شوي ځینې تللي او ځینې ورته نوي راغلي دي. … نور ولولئ

په زړه پورې

دا جلۍ څنګه د انسټګرام ملګرو ووژله؟

مالیزیا کې دې ۱۶ کلنې جینۍ وروسته له هغې خپل ځان وواژه، چې په انسټګرام يې ملګرو ورته د ځان وژنې مشوره ورکړه. دیویا ایمیلیا د مالیزیا په سراوک سیمه کې د خپل اپارتمان څخه ځان لاندې غورځولی او وژل شوې. هغې د انستګرام له ملګرو غوښتي وه، چې ددې د ژوند او مرګ په اړه “رایه” ورکړي. د مرګ یا ژوند ترمینځ سروې کې هغې ته ۶۹ سلنه خلکو د مرګ رایه کارولې وه. … نور ولولئ

سپورټ

انډري رسل وایي نړیوال جام کې هم لوړې – لوړې شپږیزې وهي

انډري رسل چې په آی پي ایل سیالیو کې یې د ستر هېټر لقب وګاټه او د ټولو لوبغاړو په منځ کې په شپږیزو او لوړ سټرایک رېټ کې لومړی ووت اوس یې په تازه څرګندونوکې ویلي، چې نړیوال جام به په خپلو هسکو شپږیزو ښایسته کړي، ویسټ انډیزیان او خپل مینوال به وخندوي. انډري رسل په ۲۰۱۹ کال آی پي ایل کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لپاره خورا ټچ او فوم کې و. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

بریالي کسان دا ۸ څیزونه په خپلو کورو کې لري!

ژباړه: نوراحمد فضلي بریالیتوب یوازي په سوبه کي نه را خلاصه کېږي، بلخوا په هغه کښي ورځني عادتونه، وده، پرمختګ او داسي تصمیمونه هم شاملېږي چي په ژوند کې نیسئ. د حیرانتیا خبره نه ده چي ټول بریالي کسان دي ورته و مشابه خواص ولري. ټول بریالي کسان په خپلو کورو کي داسي لوازم و سامان آلات لري چي د دوئ د تمرکز د زیاتېدو، د کورنۍ سره د اړیکو د لا ښه کېدو او … نور ولولئ

سپورټ

انګلستانی لوبډلمشر جریمه او له پاکستان سره له لوبې کیښنول شو

پاکستان له انګلستان سره د لوبلړۍ په جریان کې د ماتې په دُرشل کې دی، اوس د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې انګلستانی لوبډلمشر ایئن مورګن یې د پاکستان خلاف څلورمې یو ورځنۍ لوبې څخه محروم کړی دی او هم یې پرې ۴۰ سلنه د لوبې جرمانه لګولې ده. له ایئن مورګن سره د هغه د لوبډلې اوپنر توپ وهونکی جاني بېرسټو هم ۲۰ سلنه جرمانه شوی دی. د سه شنبې ورځې په لوبه … نور ولولئ