افغانستان

د خوشال سادات نوې خبرې؛ داخله وزارت فساد نه ډک دی، د میاشتې ۲ زره وسله وال وژل کیږي

د افغانستان د کورنیو چاو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات نن له خلکو سره په یوه لویه غونډه کې د وزارت او هېواد د وضعیت په اړه مهمې خبرې کړي. یاران د دغو خبرو لنډیز او شننه درسره شریکوي. له فساد او سیاسي اغېزو شکایت خوشال سادات وایي څه باندې درې میاشتې کیږي، چې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غړی شوی. د ده په وینا له راتګ سره یې موندلې، چې په … نور ولولئ

په زړه پورې

د ګانا لوی مفتي کلیسا ته لاړ او د عیسویانو په مراسمو کې يې ګډون وکړ

په ګانا کې د مسلمانو لګکیو مشر او لوی عالم شیخ عثمان شربتو د عیسوي مذهبو مراسمو کې د ګډون په موخه کلیسا ته تللی او د عیسویانو سره يې د هغوی مذهبي مراسم لمانځلي. نوموړی د ګانا لوی مفتی دی؛ په ګانا کې د مسلمانانو عمومي مشر او د سولي د ملي شورا غړی دی. هغه چې په کلیسا کې د عیسویانو له ځای مشر اندریو کمبیل سره خوا په خوا ناست وه؛ ویلي، … نور ولولئ

افغانستان

له تودې تر سړې جګړې؛ طالبانو خپل تبلیغاتي جګړه دوه برابره کړې

له امریکایانو سره د سولې خبرو له پيل سره وسله والو طالبانو خپله تبلیغاتي جګړه دوه برابره کړې او په دې ډول غواړي عامه ذهنیت کې ځان پیاوړي کړي. په دې اړه رویټرز خبري اژانس یو راپور جوړ کړی، چې بکې ویل شوي: طالبان په تبلیغاتي جګړه کې پر انلاین برخو زیات تمرکز کړی. د راپور جزیات رویټرز پخپل راپور کې لیکي: د طالبانو ویاند او د ورځینو خبرونو ایډیټر ذبیح الله مجاهد هر سهار … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د نورو پر وړاندې باید څه ډول غبرګون وښيو؟

لېکنه: نورمحمد فرحت د بریالیو کسانو د کامیابې راز داده چې له وړو فرصتونو څخه عظیمه استفاده کوي. همدارنګه د وړو ستونزو په له منځه وړلو سره هم لویو ستونزو حل ته لاره هواره وي. زموږ ټولنه اوس هم په یوې شتمه پیړۍ کې له اساسي ستونرو خالي شوي نده. ګڼ شمېر عوامل لرې. خو یو له هغوۍ څخه د ژوند او کار ډیری چارو ته نه پاملرنه او بې غورې ده چې په ټولنه … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستانیانو ادعا غلطه ثابته کړه

پاکستاني کرکټ بورډ د انګلستان په چټک توپ اچوونکي لیام پلنکېټ د می په ۱۱ مه او ۱۲ مه نېټه تور پورې کړ، چې له پاکستان سره د دوهمې یو ورځنۍ لوبې پر مهال یې د توپ حالت په نوک سره بدل کړی ( ټېمپر) کړی دی. پاکستاني او ځېنې نورې رسنۍ له همغې ورځې راهیسې د لیام پلنکېټ انځورونه او ویډیوګانې خپروي او ښيي چې پلنکېټ ګواکې توپ ګروي او سوېنګ ته یې جوړوي. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

باید شتمن ژوند وکړو، نه دا چې شتمن ومرو

ژباړه: عطا محمد میاخېل چارلي چاپلېن وایي: کله چې تنکی ځوان وم، یوه شپه له خپل پلار سره د ټکټ اخیستلو په لیکه کې ودرېدم، زموږ په وړاندې یوه ګڼه کورنۍ ولاړه وه، داسې ښکارېده، چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی. شپږ ماشومان یې لرل، چې یو یې هم دولس کلنۍ ته نه و رسېدلی، زړې او پاکې جامې یې پر تن وې، دوه دوه کسانو د مور او پلار تر شا یو د … نور ولولئ

سپورټ

منچسټر سیټي د انګلیستان فوټبال غوره لیګ اتله شوه

لیکنه: فضل الله فضلي د انګلیستان په غوره لیګ کي تېره شپه لېورپول د منچسټر سیټي سره د ياد لیګ په پایلوبه کي ولوبېدل. سیټي د لېورپول څخه په خپل ښار منچسټرسیټي کي ۲ پر یو ددې لیګ اتلولي وګټل. پایلوبه چي تر ډېره په مساوي ډول روانه وه، په ۴۰مه دقیقه کي سرچیو اګویرو لومړی ګول د سیټي لپاره ووهئ. د لوبي دوهم ګول د لېورپول لپاره روبرټو فیمینو ووهئ او دریم ګول د … نور ولولئ

سپورټ

کېرون پولارډ جرمانه شو

کېرون پولارډ چې له ممبيي اندیئنز لوبډلې سره خورا مناسب توپ وهونکی دی، پرون د می په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ماښام د چینای سوپرکېنګز پر وړاندې پایلوبه کې له لوبڅار سره لفظي شخړه وکړه. شخړه په دې رامنځته شوه، چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له خوا وروستي اوور ته ډوېن براوو راوغوښتل شو، هغه دوه توپونه په پولارډ مِس کړل، دریم توپ پولارډ پرېښود؛ ځکه له ټاکلي حد بهر و او … نور ولولئ

ادبیات

زه همېشه په تضادونو کې هنر وینمه؛ پر (میین توري) څو کرښې

د محمد امین لیکنه پښتو شعر وروستي وختونه، د ټیټ کیفیت لۀ کبله ډېره ترقي وکړه. پۀ دې معکوس پرمختګ کې پښتنو شاعرانو او د شعر مینه والو لوی لاس درلود. شاعرانو د کلاسیک هنري ادب پاڼې وانۀ ړولې، او نۀ یې معاصرو هنري اشعارو ته وروکتل، دوی د تخییل مرغۍ پۀ رسیو وتړلې او تر الوت وروسته یې د تصنیفاتو قفسونو ته ننه ویستې. همدا وجه وه چې خپلو سطحي کتابونو ته پۀ جامو … نور ولولئ

افغانستان

ارجیت سنگ نن له قبره باسي څو ویې سوزوي

سرچینه: هشت صبح ورځپاڼه ژباړه: صادق طارق( یاران وېب پاڼه) ارجیت سنگ، چې کله د خپل یوناني درملتون دروازه تړي او د کور پر لور روانیږي، څو ګامه تلی نه وي، چې د ناڅرګندو وسله والو لخوا برید پرې کیږي او په زوره یوه موټر ته خیژول کیږي. تراوسه څوک نه پوهیږي، چې دغه تښتونکي څو تنه وو، موټر یې څه ډول و او ارجیت سنګ یې په مقابل کې څنګه لاس و پښې وهلې؟ … نور ولولئ