سپورټ

د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.

ليکنه: مدثر دعوت نن د نړۍ د ترټولو مشهوره ليګ IPL پايلوبه ده. د سږکال ترټولو قوي لوبډلي د يوبل په وړاندي لوبيږي او هڅه کوي چي د څلورم ځل لپاره د جام پورته کولو ريکارډ جوړ کړي. تر ۸ لوبډلو او ۵۹ لوبو وروسته چينای سوپرکينګز او ممبی انډينز لوبډلي په پايلوبه کي سره مخ کيږي. ممبی په لومړي کوليفایر کي په مستقيم ډول پايلوبي ته ولاړه خو چينای بيا د الميناټور د ګټونکي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هغه تېروتنې، چې په کاري چاپېریال کې یې کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل موږ ټول ښایي په خپل کاري چاپېریال کې تېروتنې وکړو، خو د ځینو تېروتنو تکرار کولای شي، نه یوازې د خپلې دندې راتلونکې ته مو، بلکې ټول سیسټم او د نورو کارمندانو هڅو ته هم زیان واړوي. په دې شرایطو کې باید یوه لاره چاره پیدا کړئ، ترڅو د دې ستونزو له شر څخه خلاص شئ. که چېرې تاسو د خپلې دندې په اړه اندېښنه کوئ او نه غواړئ، چې په … نور ولولئ

خواړه

له روژه ماتي وروسته د بدن د اړتیا وړ مایعات پوره کړئ!

د روژې په نیولو سره په بدن کې اوبه او انرژي کمېږي، په دغه وخت کې وجود انرژۍ ته اړتیا لري، چې په بېړه د بدن اړتیا پوره کړي. خرما او د مېوو اوبه په دې برخه کې ګټور ثابتېدای شي. په خوړو یې د بدن د ګلوکوزو اندازه عادي حالت ته راځي او سربېره پر دې په وجود کې د معدني موادو توازن هم ساتي. بله دا چې ډېر خواږه خوړل ښايي روغتیا ته … نور ولولئ

په زړه پورې

چین کې پر مسلمانانو محدودیتونه؛ خلک روژه نه شي نیولی

لیکنه: مریم محمدي روژه د سلام دین دریم رکن دی، په دې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټوله ورځ د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي، نه خواړه خوري، نه څښاک کوي، له بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه، نسوار او سگرېټ څخه ډډه کوي. دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توگه گوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن … نور ولولئ

سیاست

داعش په هند کې د "هند ولایت" د جوړیدو خبر ورکوي

د رویټرز د خبر په حواله، داعش په لومړي ځل هندوستان کې د (ولایه ی هند) یا د هند ولایت په نوم د یو مرکز د جوړیدو خبر ورکړی. داعش ډلې ته منسوب خبري اژانش، ایماق، د جمعې په ورځ ناوخته په هندوستان کې د ولایت د جوړیدو اعلان وکړ او ويې ویل، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې يې هندي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د داعش له لورې دا اعلامیه … نور ولولئ

افغانستان

د قابله ګۍ نړیواله ورځ؛ ولې ۴۰ سلنه افغانې ښځې ورته لاسرسی نه لري؟

لیکنه: صادق طارق د قابله ګۍ نړیواله ورځ په افغانستان کې په داسې مهال نمانځل شوی، چې څه باندې ۴۰ سلنه افغانې ښځې لا هم د زېږون پر وخت قابله ګانو یا روغتیایي مرستندویانو ته لاسرسی نه لري. دغه محرومیت تراوسه د دې سبب دی، چې یوه د پام وړ برخه افغانې ښځې، ماشومان یې او یا دواړه د زېږون او زیږیدو پر وخت د مرګ ښکار شي. ارقام څه وایي؟ د عامې روغتیا وزارت … نور ولولئ

اقتصاد

عمران خان او د پیسو نړیوال صندوق ؛ مخالف ګوندونه عمران په غلامۍ تورنوي

د پاکستان د شړیدلي اقتصاد د رغونې هغه هڅې، چې صدراعظم عمران خان پیل کړي، د مخالفو ګوندونو له سختو اعتراضونو سره مخ دي. عمران خان، چې اقتصادي ثبات جوړول یې لوی ټاکنیز شعار و، په وروستیو کې د اقتصادي اصلاحاتو په نوم د مالیې د وزیر ترڅنګ د پاکستان د مرکزي بانک ریس له دندې ګوښه کړی. ناندریزې ټاکنې د پاکستان صدراعظم د مرکزي بانک ریس په داسې حال کې له دندې ایسته کړ، … نور ولولئ

سینما او موسیقي

تیرې نام (2) فلم جوړیږي

د بالیوډ سینما د مشهور فلم ستوري سلمان خان د ۱۶ کالو پخوانی کامیاب فلم (تیرې نام) بلې برخې جوړېدو ته چمتووالی نیول کیږي. تیري نام د سلمان خان مشهور فلم وه چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال جوړ شوی وه. د فلم لارښود ستیش کوشک تائید کړې چې د تیرې نام فلم دویمه برخه به ۱۶ کاله وروسته جوړه کړي، خو تر اوسه دا نه ده واضح شوې چې بیا به هم په دغه فلم … نور ولولئ

په زړه پورې

روژه په ترکیه کې؛ ترکي مسلمانان د روژې میاشت داسې تېروي

ژباړه: صادق طارق ترکیه د اسلامي هېوادونو یو له مشهورو او لرغوني فرهنګ لرونکو هغو څخه دی. د دغه هېواد تر ۷۰ سلنې زیات خلک مسلمانان دي. ترکیه له هغو هېوادونو څخه هم ګڼل کیږي، چې خپلو فرهنګي ارزښتونو او خاصو دودونو ته خاصه پاملرنه کوي او تراوسه یې ژوندي ساتلي. دلته به په دغه هېواد کې د روژې میاشتې په اړه ولولئ، چې موږ او نورو نه یې په کومو توپیرونو یا راسره په … نور ولولئ

اقتصاد

میلیونره ماشومان؛ دا ماشومان میلیونونه ډالره عاید لري

ژباړه او ترتیب: صادق طارق د ماشومانو په اړه زموږ تصور دا دی، چې پر کورنۍ به په اقتصادي لحاظ بوج وي. په عام ډول داسې ده، خو په استثنایي ډول داسې ماشومان هم شته، چې میلیونونه ډالره عاید لري. دا چې څنګه او دوی څوک دي، په دې مطلب کې به یې تفصیل درسره شریک شي. ۱- ۷ کلن رایان دغه ماشوم کیدای شي د تاریخ له ترټولو لوړ عاید لرونکو ماشومانو څخه وګڼو. … نور ولولئ