سپورټ

چنای سوپر کینګ لوبډلې له دوهم پړاو وړاندې تاوان وکړ

لیکنه: بهار سمسور تېره ورځ د چنای سوپر کېنز او کېنز ایلون پنجاب تر منځ د لیګ وروستۍ لوبه د پنجاب لوبډلې په ښه شکل سره وګټله خو بیا یې هم سپانسره فلمي اداکاره پریټی زینټا او مینوال ځکه خوشال نه کړل چې د راوی چندرا ایشوین په مشرۍ کې دغې لوبډلې دوهم پړاو ته لاره پیدا نه کړه او له نیمایی لارې راوګرځول شوه. بل لور ته د چنای لوبډله چې د هند پخواني … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

فروید؛نه تکراريدونکی ارواپوه

نن د مې شپږمه د زیګمونډ شلومو فروید د زوکړې ورځ ده، فروید اتریشي عصب پيژندونکی او د روانکاوۍ (اروايي شننې) بنسټ ایښودنکی و، هغه د شلمې پېړۍ په لسو سترو پوهانو کې راځي، هغه ته په تاریخ کې ستر ارواپوه او ارواپوهنې پلار ویل کیږي، چې تر ننه یې هم د څېړنو ډېری پایلې په عملي بحثونو او موندنو کې د منلو وړ دي خو په خواشینۍ سره ووایو چې د فروید اندونه ډېر … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ډېر کېناستل مو له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

ژباړه: نسیمه محمدي ځای پر ځای ډېر کېناستل یوه له هغو ستونزو څخه ده چې نن ورځ ورسره بشر مخ دی، دې موضوع څېړونکي اړ ایستل تر څو په دې اړه پراخې څېړنې وکړی او په بشر د ډېرې کېناستلو اغېز وپېژني. په دې مطلب کې ځينې څېړنې چې تر سره شوي دي تاسې ته تشریح کوو. اوږد مهاله کېناستل او بد اغېز یې د امریکا په لاس آنجلس (UCLA)د کالېفورنیا پوهنتون یو څېړنيز مرکز … نور ولولئ

سپورټ

اې بي ډيويلرز: IPL تر نړيوال جام غوره دی!

ليکنه: مدثر دعوت د سويلي افريقا پخوانی لوبډلمشر چي کابو يو کال کيږي د نړيوال کرکيټ څخه تقاعد سوی په نړيوالو شل اووريزو ليګونو کي لاهم لوبيږي. په ۳۶۰ درجو مشهور توپوهونکي اې بي ډيويلرز تر خپل تقاعد وروسته چي کله شل اووريزو لوبو ته مخه کړه په مزانسي سوپرليګ کي د تشواني سپارټان لوبډلي لوبډلمشر سو،او ترهغه وروسته سږکال نوموړي خپله لومړنۍ لوبه د بنګلديش په پريمرليګ کي د مشرفي مرتضی په لوبډلمشرۍ کي … نور ولولئ

افغانستان

د غني او عمران خان خوږلني؛ دلایل او مجبوریتونه یې څه دي؟

د افغانستان ولسمشریزې ماڼۍ (ارګ) په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني او پاکستاني صدراعظم عمران خان د ټلیفوني خبرو خبر ورکړی. سرچینه وایي په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې. د پاکستان ژمنې د ارګ د خبرپاڼې له مخې د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هیواد یې هر ډول همکارۍ ته چې په افغانستان کې د سولې او … نور ولولئ

سپورټ

پنځه هغه لوبغاړي، چې د راتلونکي IPL مزه به ونه څکي

د سپورټس کيډا په نامه وېب پاڼې د شپږو هغو لوبغاړو نومونه ذکر کړي، چې راتلونکي دیارلسم پړاو آې پي ایل کې به ریلیز کېږي او نه به اخېستل کېږي. یوسف پټان یوسف پټان چې د حېدراباد لوبډلې سره د یو هېټر، فېنېشر او لوبې په بریا تماموونکي لوبغاړي په توګه اخېستل شوی، تر اوسه په روان ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې هیڅ مسئولانه رول نه دی ادا کړی او په منځنۍ برخه کې … نور ولولئ

سپورټ

رسل په صفر اوټ شو او یو اور کې یې ۲۱ منډې ورکړې؛ خو غوسه ډیکاک ته و

د آې پي ایل ۵۶ مه او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ماښام په ممبيي ښارکې د ممبيي او کلکتې لوبډلو ترمنځ وشوه. کلکتې خپله د توپ وهنې پاڼۍ پای ته ورسوله، ۱۳۳ منډې یې وکړې، رسل په دې مهمه لوبه کې د ملېنګا په بال صفر یوړ. د رسل غوسه له همدغه ځایه پیل شوه، ځکه دی د کلکتې لپاره هېټر توپ وهونکی دی او تل یې کلکته له ستونزو راایستلې … نور ولولئ

سپورټ

د ویسټنډیز پرونۍ ریکارډي توپوهنه؛ د پاکستان ریکارډ یې هم مات کړ

لیکنه: بهار سمسور ویسټینډیز چې له ځوانې لوبډلې سره ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته په امادګیو بوخت دی،د ایرلېنډ په کوربه توب دری اړخیز سیریز کې چې بنګلادېش ویسټنډیز او کوربه ایرلېنډ پکې شتون لري لومړۍ لوبه یې د ایرلینډي لوبډل مشر ویلیم پورټرفیلډ د ټاس له ګټلو وروسته د ایرلېنډ په لومړۍ توپ اچونې سره پیل کړه. دغه لوبه د ایرلېنډ په ډابلین کې تر سره شوه. ایرلېنډ پلان درلود چې د خپل کوربتوب … نور ولولئ

کلتور او هنر

د لاهور محکمې ریکارډ؛ په لومړي ځل یې د انګلیسي پرځای په اردو ژبه خپله پریکړه اعلان کړه

د انګلستان پخوانۍ مستعمره؛ پاکستان! دغه هېواد، چې مخالفین یې په سیمه کې د انګلیسانو په لاس جوړه شوې سرطاني دانه ګڼي، تراوسه د خپل اصلي لارښود (انګلستان) په پيروۍ روان دی. د پاکستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي، خو ملي ژبه اردو ده. په همدې دلیل د پاکستان په ډېرو ادارو کې رسمي ژبه انګلیسي ده. هلته قوانین هم ترډېره د انګلیسانو په لاس جوړ شوي، ځکه خو … نور ولولئ

سپورټ

د سکاټلینډ مشر روزونکی: د قوي افغان لوبډلې په مقابل کې لوبو ته چمتو یوو

لیکنه: فضل الله فضلي سکاټلینډ د افغانستان په مقابل کي پرون د دوو یو ورځنیو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. افغانستان د سکاټلینډ په کور کي د ياد هیواد سره د کرکیټ د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ د می میاشتي پر اتمه او لسمه نېټه ترسره کوي. د سکاټلیند لپاره به د کایل کوټزر په لوبډلمشرۍ ریچي بیرینګټون، مټیو کراس، السډر ایوان، مایکل جانس، مایکل لیسک، کالم مکلیوډ، ګیوین ماین، جورج منسي، … نور ولولئ