سپورټ

د راشدخان غوسه او د واټسن ځواب

د حېدراباد او چینای سوپرکېنګز لوبډلو ترمنځ د آې پي ایل ۴۱ مه لوبه وشوه، دا لوبه په چینای ښارکې ترسره شوه. راشدخان ارمان د آې پي ایل اتم اوور لپاره راغی، دا مهال واټسن په سټرایک ولاړ و، واټسن د راشدخان په لومړي توپ مخامخ څلوریزه ووهله، د واټسن د څلوریزې سره سم راشدخان، واټسن ته په قهر ور وکتل، راشدخان د دې ترڅنګ چې واټسن ته یې برګ، برګ ور وکتل، هغه یې … نور ولولئ

په زړه پورې

ماشوم ولې ژاړي او څنګه یې ارامه کړو؟ دلته یې ولولئ

ژباړه راټولونه: مریم محمدي د ماشومانو په ژوند کې ژړا کومه ناروغي نه ده، دا یو طبیعي خبره ده چې ټول ماشومان ژاړي، ځینې کم خو ځینې بیا ډېر. هغه ماشومان چې خبرې کولای شي د ژړا په علت یې تاسو زر پوهیږئ، خو هغوی چې خبرې نشي کولی د ژړا لپاره یې میندې اندیښنه کوي، د مخنیوي لپاره دلته درسره معلومات شریکوو: د ماشومانو د ژړا لامل څه دی؟ – کله چې ماشوم وږی … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ هغه لس کوچني هیوادونه چې شاید تر اوسه یې په اړه معلومات ونه لرۍ

ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی په اوسنۍ نړۍ کې له ۲۰۰ ډېر هېوادونه شته. ځینې یې داسې مشهور دي چې ټول خلک یې پېژني؛ خو ځینې داسې هېوادونه هم شته، چې تراوسه به یې تاسې نوم هم نه وي اورېدلی. لاملونه یې دادي چې دغسې هېوادونه زموږ له جغرافیې لرې دي، یا ورسره اړیکې نه لرو، یا پېژندل شوي خلک نه لري، یا ډېر کوچني دي او یا هم موږ ورسره دیني او مذهبي اړیکې … نور ولولئ

سپورټ

ځيني مهم نړيوال لوبغاړي IPL پريږدي!

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمر ليګ په خورا مهم پړاو کي قرار لري. هره لوبډله کوښښ کوي چي ځان په څلورو غورو لوبډلو کي ځای کړي او تر پايلوبي ځان ورسوي. چينای سوپر کينګز او ډهلي ځان يقيني کړيدی. چينای تر دې مهاله ۸ او ډهلي بيا ۷ لوبي ګټلي چي په اول او دويم مقام کي ځای لري. ممبی انډينز، سنرايزر حيدر اباد،کينګز ايليون پنجاب او کلکته نايټ رايډرز څلور واړه لوبډلي هڅه … نور ولولئ

سپورټ

نړیوال جام ته لس واړو هیوادونو نوملړونه بشپړ شول؛ ویسټنډیز پرون اعلان کړه

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د نړیوال پنځوس اوریزجام لپاره پرون د چهارشنبې په ماښام خورا ځواکمنه لوبډله اعلان کړې ده. په دې لوبډله کې د کرېس ګېل او رسل په ګډون ۱۵ لوبغاړي شامل دي. ویسټ انډیز وروستی او لسم هېواد شو، چې لوبډله یې بشپړه کړه، د دې لوبډلې په اعلان سره د نړیوال جام لپاره لس واړه لوبډلو خپل نوملړونه بشپړ کړل. د ویسټ انډیز نوملړ جېسن هولډر لوبډلمشر، کرېس ګېل، کارلوس … نور ولولئ

افغانستان

اتمر څه غواړي؛ له سولې جرګې خوابدی سړی په سولې پسې ماسکو ته تلی

د ولسمشر غني مخکینی نیږدې ملګری او مامور حنیف اتمر، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی، په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې له جوړیدو سره تر مخالفت وروسته ماسکو ته تللی. د اتمر مطبوعاتي دفتر د دغه سفر اصلي هدف د ماسکو په امنیتي کنفرانس کې ګډون ښودلی. یاد شوي کنفرانس ته د ګډون لپاره مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی. د ماسکو د سولې ناسته د ماسکو له دغه امنیتي … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا کرکټ لیګ سیالۍ

د کرکټ نړیوالې شورا د ورلډ کرکټ لیګ ډیویژین ټو یا د نړیوال کرکټ لیګ دوهم پړاو په نوم سیالۍ پیل کړي، دغو سیالیو کې د کرکټ دریمه درجه هېوادونه لوبېږي. له دې سیالیو موخه د پیاوړو لوبډلو په ګوته کول او د یو ورځنیو لوبو په لړ کې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول دي. په دې سیالیو کې چې د روان اپریل میاشتې په ۲۰ مه نېټه په نمېبیا هېواد کې پیل شوي، شپږ … نور ولولئ

افغانستان

له غني څخه د اروپايي ټولنې مخ اړول؛ اروپایان د سولې په اړه د امریکایي اجنډا ملګري شول!

د برتانیې پلازمېنه لندن د چارشنبې په ورځ په نا اعلان شوي ډول د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د یو شمېر مهمو هېوادونو د ګډې ناستې کوربه و. دا ناسته د افغان سولې بهیر د ملاتړ په نوم جوړه شوې وه. د رسمي اعلامیې جزیات د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي،چې د دغې ناستې پرمهال ټولو خواوو د افغان سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ د افغانانو ترمنځ … نور ولولئ

سپورټ

بنګلور خپلي هيلي ژوندۍ ساتلي!

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمرليګ ۴۲مه لوبه د رویال چلنجر بنګلور او کينګز ايليون پنجاب لوبډلو ترمنځ وه. د لوبي پچه پنجاب وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله. د بنګلور توپوهونکو په پوره ۲۰ اوورونو کي پنجاب ته ۲۰۳منډي لوړ هدف ورکړ. د بنګلور لپاره پرتيو پټيل ۴۳ او کهولي ۱۳ منډي وکړلې. که څه هم معین علي په ۴ او اکشډيپ په ۳ منډو وسوځيدل،خو سټونيس او اې بي ډيولرز قوي ملګرتیا … نور ولولئ