ټولنیز ژوند

۹ نښي نښانې چې ښيي تاسي او خپل د ژوند ملګري یو د بل له پاره وړ یاست!

ژباړه: نوراحمد فضلي تاسي ډاډه یاست چي د ژوند د ملګري په اړه مو سم انتخاب کړی دئ. اوس داسي یو څوک په خپل څنګ کي لری چي کولای سئ له هغه سره مجلس وکړئ او له حضوره ئې خوند واخلئ. خو څنګه کولای سئ ډاډه واوسئ چي تاسي دواړه د یو و بل له پاره مناسب مېرمن و خاوند ياست؟ له نېکه مرغه علم ددې پوښتني له پاره مناسب جواب لري. په دې ليکنه … نور ولولئ

اقتصاد

د نړۍ ۱۰ځوان میلیارډران

لیکنه: شپنه حیدري اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ ملیارډران شتون لري، په دغو میلیارډرانو کې د بېلا بېلو عمرونو، هېوادونو او توکومونو خلک شامل دي. ځینې د دغو ملیارډرانو د خپلو هڅو، زیار او کار پر مټ شمتن شوي او ځينې نور یې بیا د کورنۍ د سوداګریزو چارو په سمبالولو میلیارډونه ډالر شتمني پیدا کړې ده، ځینې پکې بیا داسې میلیارډران هم شته چې پرته له کار او هڅو یې میلیارډونه ډالر … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ددغو دلایلو له امله هم باید واده وکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل ډېری کسان له واده څخه تېښته کوي، اقتصادي او نورو ستونزو ته په نه پاملرنې سره، واده ته زړه نه ښه کوي. په دې لیکنه کې د واده په ټولو منطقي دلایلو باندې رڼا اچوو، ترڅو د واده په مهمو ګټو باندې پوه شئ: له یو بل سره د دوو کسانو ژوند کول، لږ لګښت لري دا چې وغواړئ د خپل ژوند لپاره، یو ځای ولري، نو ډېر غوره دی، خو … نور ولولئ

افغانستان

اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان سوله کې د تضمینوونکو رول لوبوو

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې دوی د افغانستان د سولې په بهیر کې د ضمانت کوونکو په توګه رول لوبولو ته چمتو دي. ددې ټولنې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې په یوه غونډه کې د امریکا له خوا په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په وروستیو هڅو او په کې د اروپايي ټولنې پر رول … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ذهني پیاوړتیا لپاره درې مهم عناصر

لیکوال: امي مورین ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل د ذهني پیاوړتیا لپاره (۳) درې عناصر مهم دي: احساس، باور او چلند. دا درې واړه ستاسو په خوشالۍ او نیکمرغۍ کې مهم رول لري. ۱. احساس د ذهن له پلوه پیاوړي اوسیدل له تاسې څخه دا غواړي، چې باید له خپلو احساساتو څخه په پوره توګه باخبر واوسئ. کله چې تاسې په دې پوه شئ چې تاسې څه احساس کوئ، نو له هغو احساساتو هم ځان خبرولای … نور ولولئ

ژوند بڼه

د ژوند له واقیعت تېښته ستونزه نه هواروي

انسان هغه مهال تر محیطي اغېزو لاندې نه راځي، چې اندېښنې یې له ځانه لرې ساتلې وي. څومره، چې سړی له نامطلوبو شرایطو سره په خپلې وړتیا او ابتکاري فعالیتونو ځواب وايي، هومره د ژوند لاره وباسي. پوهان وايي: « څنګه، چې یاستئ، ځانونه په همغه ډول ومنئ». ډېر کسان داسې فکر کوي، چې که ځانونه په خپل شته وضعیت ومني، په ځان کې بدلون نه شي راوستلی. ډېر وخت موږ فکر کوو، چې که … نور ولولئ

روغه سټه

د ښې درملنې لپاره د ډاکتر او ناروغ دواړو څو مسولیتونه

لیکنه: ډاکټر نورالحق امين ډیر کله ناروغان د یوې وړې ناروغۍ چې د درملنې وړ وي له کبله ډاکټر پر ډاکتر ګرځي خو درملنه یې نه کیږي او یو ناروغ میاشتې میاشتې درد وګالي، له پیسو خلاص شي خو لا هم له ناروغۍ کړیږي. روغتیايي پوهان د ښې درملنې لپاره ټینګار کوي چې مریض او ډاکټر دواړه باید د درملنې په بهیر کې خپل مسولیتونه ترسره کړي. په درملنه کې د ډاکتر او ناروغ ځینې … نور ولولئ

اقتصاد

په ژوند او کار کې ویره ځورونکې ده، څنګه له ویرې او تزلزل وتلی شو؟

ژباړه: غازي عابد – مثبتې خبرې وکړئ. کله مو که واورېدل چې د ځان په اړه منفې خبرې کوئ، ژر تر ژره دا حالت بدل کړئ او د منفي پر ځای مو د ځان په اړه مثبتې خبرې پيل کړئ. – په انسانانو کې ته یوازینی شخص یې چې خپل ځان ډیر ښه پيژنې. نو له خپل ځان سره مینه وکړه، شاید نور خلک هم درسره همداسې وکړي. – څه چې لرۍ شکر پرې وباسئ. … نور ولولئ

روغه سټه

هغه نهه خواړه چې د ويښتو له سلامتۍ او ودې سره مرسته کوي

لیکواله: ډاکتره ګیتانجلي – د تغذیې متخصصه ژباړه : شمیم اتل د ویښتو توییدو ته ښځې او سړي یو ډول خپه کیږي، ځکه پر نورو روغتیايي ګټو سربیره د دواړو ډلو د ظاهري بڼې او څیرې لپاره مهم دي. هر څوک هېله لري چې روغ ، ډک او ښکلي ويښته ولري. دا سمه ده چې په بازار کې تاسو د ويښتو د ښو ساتلو لپاره بیلابیل تیل، کریمونه، شامپوګانې او نورو تولیدات موندلی شئ چې … نور ولولئ

افغانستان

سوله له اسلام اباد او دوحې څخه نه؛ زموږ له ذهنونو پیلیږي

دا د واکمنو کار دی چې سوله کله په قطر، کله په سعودي، کله په عمان او کله هم په اسلام اباد کې په سیاسي ناستو ولاړو کې ولټوي. چارواکي به اړ وي چې په افغانستان کې د سولې څرک د امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، هندوستان او نورو هیوادونو په پالیسو کې ومومي.خود افغانستان مدني فعالان، فرهنګیان او روڼ اندي د امریکا او اسلام اباد په پالیسو کې د افغانستان په سولې پسې په تیروتنه … نور ولولئ