سپورټ

راشدخان: زه داسې توپ غورځوم چې توهونکی یې په اسانۍ نه شي لوبولی

راشدخان په داسې حال کې د ښې توپ اچونې خبره کوي، چې په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې یې په درې لوبو کې یواځې دوه وېکټې اخېستي او په درې واړو لوبو کې یې ۷۵ منډې ورکړي. هغه روانو لوبو کې یو ځل مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی. ۲۰۱۷ م کال کې راشدخان او محمدنبي عیسی خېل له حېدراباد لوبډلې سره ملګري شول، په لومړیو کې د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د لمر په وسیله د ناروغیو مخنیوی

ژباړه: مریم محمدي ډاکتران په بیلابیلو څیړنو کې دې پایلې ته رسیدلي، چې د لمر وړانګې د ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي او دا ګټې رسوي، البته د لمر له وړانګو په یخ موسم یعنې ژمي کې باید استفاده وشي: د سرطان مخنیوی کوي هر ورځ له ۱۰ تر ۱۵ دقیقیو پورې لمر ته ناسته د سرطان له خطرناکې ناروغي په مخنیوي کې رول لري. د ډاکترانو په وینا په وجود کې د ویټامین ډي … نور ولولئ

ادبیات

پټه خزانه، ناشناس او احساساتي یاران

لیکنه: استاد محبوب شاه محبوب ما د پښتو ژبې د وتلي هنرمند ډاکتر ناشناس ویډیو ولیده، که څه هم هغه پټه خزانه یو جعلي اثر معرفي کړی مګر ما ته یې جرئت خوند راکړ. په پښتني ټولنه کې ډېر داسې کم خلک دي چې هغوی خپل نظر داسې په جرئت ویلی شي، دا که پټه خزانه هغه جعل بولي دا یې خپل نظر دي. یارانو! له احساساتي برخورده تېر شئ، مه خپل مشران کنځئ او … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څیړنې: پېکی یا وربل د مخ پوستکي ته زیان لري

ژباړه: مریم محمدي د میرمنو په ښکلا کې ویښتان ډېره ونډه لري، د همدې لپاره يو شمېر نجونې خپل ویښتان په بېلابېلو شکلونو جوړوي، ځینې یې له مخ نه پورته کوي، خو ډېر یې بیا د پېکي یا هم چې ځینې خلک ورته وربل وايي، خوښونکي دي. نوې څیرنې ثابتوي هغه نجونې چې پیکی پریږدي، د مخ پوستکي ته یې تاوان رسیږي. په نیویارک کې د جلدي ډاکترانو تر سره شوې څیړنې ښودلې، په مخ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه یو ښه خاوند، بد کېږي؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل حواس مو راټول کړئ؛ هغه ژوند، چې په ډېرې سختۍ مو جوړ کړی دی، په ډېرې آسانۍ کولای شي، له منځه لاړ شي. یوازې بسنه کوي، چې په تکرار کې ډوب شئ، یا له بریده زیات په ځان باندې ډاډه واوسئ او فکر وکړئ، چې هېڅ تېروتنه نه کوئ. د ښځو او نارینه و نړۍ تر هغه زیات توپیر لري، د کوم په اړه، چې تاسو فکر کوئ، ښایي هغه موضوع، … نور ولولئ

سینما او موسیقي

سلمان خان، ډپيکا پډوکون سره په یو فلم کې د کار کولو هیله لري

د هندي سینما تکړه فلم ستوري سلمان خان هغه لاملونه په ګوته کړي چې له مخې یې ولې د بالیوډ له تجربه کارې، ښکلې هیرويېنې ډپیکا پډوکون سره تر اوسه په یوه فلم کې جوړه کار نه دی کړی. دبنګ خان د هندي سینما هغه ستوری چې له ډېره وخته یې پر بالیوډ راج چلیږي، خو تر اوسه یې ډپيکا سره یوځای په یوه فلم کې کار نه دی کړی. هندي خبري ویبپاڼې انډیا ټوډی … نور ولولئ

ادبیات

پټه خزانه اوس؛ د استاد اجمل ښکلي لیکنه

زه دقيقا نه يم خبر، چې ناشناس څه ويلي او د هغه محفل وضعيت څه ډول و، چې ناشناس پکې داسې خبرې وکړې؛ خو د پټې خزانې په اړه يې ځينو مسايلو ته متوجه کړم. ولې اوس د پټې خزانې په اړه هغومره حساس نه يو، لکه څو لسيزې مخکې چې وو؟ مهال د تاريخ په اړه زموږ په فکر کې څه بدلون راوستى؟ د پټې خزانې د موندل کېدو مهال له اوسني مهال نه … نور ولولئ

سپورټ

کندهار کې د کرکټ لوبغاړو لپاره مېلمستون

پرون په کندهار کې د شا وخوا ۲۴ ملیون افغانیو په لګښت د کرکټ لوبغاړو لپاره د مجهزه مېلمستون جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د اقتصاد وزارت په ګډه ددغه میلمستون د جوړولو بنسټ کیښود. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشر ښاغلي عزیز الله فضلي په دغه غونډه کې وویل، ډېره د خوشالي ورځ ده چې په تاریخي کندهار کې د مېلمستون پرانېسته کېږي چې دغه مېلمستون به … نور ولولئ

ادبیات

افغاني رېنسانس نه تم کیږي؛ د فطرت ناشناس څرګندونو ته، د عبدالغفور لیوال غبرګون

لیکنه: څیړنوال عبدالغفور لیوال دا تصادفي نه ده، چې په لنډو ورځو کې څو نوموتي پښتانه سندرغاړي د عام و خاص خولو ته وغورځول شول، دسیسه ګر اول د هر هنرمند مجبوریتونه معلوموي او بیا یې د هماغو مجبوریتونو او کمزوریو پر ټپ ګوته ږدي، پر موندلي ټپ یې دومره ځوروي، چې خپل کار پرې وکړي او په داسې تورونو یې ککړوي، چې دخلکو په ژبو او ذهنونوکې یې سپک کړي. هېڅ پیشو د خدای … نور ولولئ

ادبیات

د ناشناس او منتقدینو جنجال؛ څه یې ویلي، مخالفین او مدافعین څه وایي؟

لیکنه: صادق طارق په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د مشهور هنرمند ډاکټر صادق فطرت ناشناس وروستیو خبرو، چې د تاریخي مسایلو په اړه یې کړي، توند غبرګونونه پارولي. په دې لیکنه کې به د ناشناس د دغو څرګندونو او د منتقدینو د ځوابونو په اړه خبر شئ: کیسه له کومه پیل شوه؟ په اروپا کې مېشت یوه مشهور دري ژبي افغان لیکوال صبورالله سیاه سنګ، چې د پښتو ژبې د فرهنګي تاریخ په اړه … نور ولولئ