ادبیات

د شفېقې خپلواک ميين توري؛ د پښتو شعر نوی رنګ – کاینات سعادت

د کائنات سعادت لیکنه هغه مهال چې متن د وزن او قافیې له قیده د ازادېدو احساس له ځان سره راوړ نو په نړۍ کې ازاد شعر هم ساه واخیسته او وزېږېد، دغه بغاوت په شرقی ادبیاتو کې د شعر د کلاسیک ډول او څرنګوالي پر وړاندې نه و بلکې د شرایطو او وخت د ایجاب په سوب یې ځان د شرقي زیاترو ژبو برخه کړ. زما په نظر په دغه شرایطو کې تر ټولو … نور ولولئ

سیاست

هغه څه چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې «پر دوو جوماتو له برید» وروسته ترسره کړل

ژباړه او راټولونه: غازي عابد د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډرن د نوموړې د هغه مهم او لوی دریځ له امله چې په دوو جوماتونو له بریدونو رامنځته کیدو وروسته، ونیول ستایل شوې ده. عامو مسلمانو او نامسلمانو وګړو د اغلې ارډرن خواخوږي او چلند ستایلی دی. په یادو بریدونو کې تر ۵۰ پورې مسلمانان د لمانځه پرمهال شهیدان شول. لومړۍ وزیرې ددې پیښې له قربانیانو سره داسې نیږدې خواخوږي او چلند وکړ چې د … نور ولولئ

افغانستان

ملاعمر ولې خپله یوه سترګه وویسته؟

سرچینه: العربیه نیټ ژباړه: بشر دروېش د سلام وطندرار راډیو د تحلیلي راپور له مخې د ملا عمر په اړه ټول ترلاسه شوي اطلاعات هغه یو افسانوي او له واقعیته لیرې سړی څرګندوي، خو ټول هغه کسان چې د نوموړي په اړه غږیدلي، پر دې یوه خوله دي، چې هغه ( نړۍ ته په یوه سترګه) کتل. د ملا عمر د نابینا کیدو په اړه هم یوه جذابه افسانوي کیسه موجوده ده، چې تر یوه … نور ولولئ

سپورټ

د افغان لوبډ‌لې له خوا ځوابي شوې لوبډله له نېدرلېنډ سره لوبلړۍ کوي

دا چې د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ سیریز ونه شو، اوس زِمبابوې د نېدرلېنډ په لور کوچېدو ته ټټر وهلی او غواړي، چې له نېدرلېنډ څخه لوبې وګټي او پر افغانستان د بایللو لوبو غچ واخلي. د اپرېل میاشت کې د زِمبابوې او افغانستان ترمنځ په زِمبابوې کې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کېده؛ خو د لوبو د نشر پر سر دواړه کرکټ بورډونه موافقې ته ونه رسېدل او لوبې لغوه … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ نابغه ماشومان

لیکنه: شپنه حیدري ځینې ماشومان فوق العاده ځيرک وي، IQ یا د هوښیارتیا کچه یې لوړه وي او په چټکۍ زده کړه کولای شي، ځينې یې ښوونځي ته تر تلو وړاندې په ډېرو شیانو پوهېږي، ځينې بیا د بېلابېلو ناروغیو له امله په لوړ عمر کې هم په هېڅ نه پوهېږي. ځينې ماشومان بیا داسې وي چې د عمر په لومړیو کې په هېڅ نه پوهېږي خو وروسته بیا غټ پوهان ترې جوړ شوي دي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د جنسي اړیکې پر مهال ولې درد پيدا کېږي؟

لیکنه: شرف الدین عظیمي سریزه د جنسي رابطې پر مهال د درد احساس هغه بیا بیا ځلي د درد احساس دی، چې په نارینوو او ښځو کې د جنسي رابطې او نزدې کېدو څخه وړاندې د جنسي اړیکې پر مهال او له جنسي اړیکې وروسته په جنسي اله کې پيدا کېږي او دا ستونزه په ښځو کې تر ډېره برېده شایع ده، ما په دې اړوند څو مراجعین درلودل چې وروسته به یې د لېکنې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ماشومان د والدینو دا چلندونه هېڅکله نه هېروي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د والدین چلند د ماشومانو په ذهن کې یې د تل لپاره پاتې کېږي، ځکه چې د ماشومانو لپاره تر ټولو لومړۍ او اصلي بېلګه یې مور او پلار دي. خپله ځیرکتیا او دقت لاپسې ډېر کړئ، ځکه ماشومان ستاسو ټولو چلندونو ته په ډېر دقت سره ګوري. که چېرې فکر کوئ، چې ماشومان د والدینو چلند ته نه ګوري او دغه راز ورته پام نه کوي، نو ستره تېروتنه کوئ. … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا د افغان لوبغاړو هڅې او وړتیاوې ستايي

نن سبا د آې سي سي په انټرنیټې پاڼو د افغان لوبغاړو او لوبډلو انځورونه ښکته پورته کېږي، دا یواځې انځورونه نه دي بلکې د دې انځورونو په دننه کې دومره ځواکمنې کلمې لیکل شوي، چې د افغانانو هیلې ژوندۍ کوي او لوبغاړو ته لوړ ځواک وربخښي. د کرکټ نړیوالې شورا اوس د خپلې پاڼې کور فوټو یا کور انځور د افغانستان د لوبغاړو څخه لګولی دی او دا چې افغانستان لومړۍ تاریخي بریا خپله … نور ولولئ

افغانستان

د توماس جاسېلین او بېل روګیو لیکنه: له طالبانو سره د ټرمپ ناوړه معامله

سرچینه: پولیټیکو ژباړه: ډاکټر فهیم ساپی داسې ښکاري چې د امریکا اداره د سولي لپاره د خپل استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ اراده لري چې ټول هغه څه له لاسه وباسي چې د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته يې د هغو لپاره په افغانستان کې جګړه کړې ده. تېره اونۍ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال له دې امله سختې … نور ولولئ

سپورټ

د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې په لومړي ځل پنځه افغان لوبغاړي راڅرګند شول

دا چې افغانستان اوس تازه د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړی او یواځې دوه ټېسټ لوبې یې کړي دي؛ نو په ۲۰۱۹ کال له مارچ میاشت وړاندې یې لوبډله او لوبغاړي په درجه بندۍ کې نه وو شامل؛ خو اوس د افغانستان پنځه لوبغاړي په بې ساري پرمختګ سره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې راګډ شوي او پرمختګونه یې کړي دي. افغانستان ایرلېنډ ته په یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې په ۷ وېکټو ماته … نور ولولئ