بریا او پرمختګ

د ښې ورځې لارښود؛ هرسهار داسې ښه چارج شئ

ژباړه: صادق طارق د سهار وخته پاڅيدو سپارښتنې به مو ډېرې اوریدلې وې، چې وایي زیاته ګټه لري او انسان ورسره ښه ورځ لرلای شي. دا خبره یې دلیله نه ده، ځینو ممکن د تجربو له مخې کړې وي، خو موږ یې دلته د طبي څېړنو له مخې درته کوو. طبي څېړنې وایي، چې سهار وخته پاڅیدل د مغزي فعالیت په ښه والي کې ډېره مرسته کوي. د څېړونکو په وینا په خاصه توګه د … نور ولولئ

ادبیات

سل کاله یوازې توب؛ د دې نوبل ګټونکي ناول سریال جوړیږي

لیکنه: صادق طارق یوه مشهور نړیوال فلم جوړونکي کمپاني نتفلیکس ویلي، چې د نړیوال نوبل ګټونکي ناول( سل کاله یوازې توب) سریال جوړوي. دا ناول ګابریل ګارسیا مارکز، چې کولمبیایي لیکوال و، لسیزې وړاندې لیکلی. دغه ناول په ۱۹۸۲ کې د نوبل نړیواله جایزه ګټلې ده. نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو ځله خپلو لوستونکو ته سپارښتنه کړې، چې له (جنسیس) کتاب څخه وروسته دغه ناول خامخا ولولي. ستونزمن مسولیت د هنري چارو نړیوالو شنونکو د دغه … نور ولولئ

سینما او موسیقي

امیتاب بچن د رنویر سنګ له اداکارۍ متاثره شوی

د هندي سینما تجربه کار او مشهور فلم ستوری امیتاب بچن وایي، هڅه یې وکړه چې د رنویر سنګ تقلید وکړي خو په کې پاتې راغی. امتیاب بچن وروسته له هغې د بالیوډ ددغه ځوان اداکار په صفت خوله پرانیسته چې تازه د رنویر سنګ فلم ګلي بوای نندارې ته وړاندې شوی. دا د رنویر سر په سر څلورم فلم دی چې په باکس افس کې کامیابیږي او ښه ګټه وټه کوي. د فلم ځینې … نور ولولئ

افغانستان

د بلخ جنجال؛ دفاع او داخله وزیران یې د اساسي حل خبر ورکوي

د افغانستان په شمال کې مېشت ۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ د نوي امنیه قومندان د ټاکلو پرسر د حکومت او عطامحمد نور د رامنځته شوي جنجال د اساسي حل خبر ورکوي. یاد شوي قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا جنجال بلخ ته د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست مسعود اندرابي له پروني سفر سره حل شوی دی. غیرسیاسي سکتور او … نور ولولئ

سپورټ

د بنګله دېش کرکټ لوبډله د نیوزیلینډ د جوماتونو له مرګونو پېښو وژغورل شوه

د بنګله دېش چارواکو ویلي، چې د کرکټ ملي لوبډله یې د نیوزیلینډ د جوماتونو له ترهګریزو پېښو روغه وتلې. د دوی په وینا لوبډله یې پرون د جمعې په ورځ د نیوزیلینډ په چرچ کرایست ښار کې له نښه شویو جوماتونو څخه یوه جومات ته د لمانځه لپاره تله، چې له رسیدو مخکې له ترهګریزې پېښې خبر شول. په دغه پېښه کې تر ۵۰ پورې مسلمانان شهیدان او لسګونه نور ټپيان شوي. د بنګله … نور ولولئ

سینما او موسیقي

سارا علي خان او کارتک ارین، په یوه فلم کې سره کار کوي

د هندۍ سینما ځوان او ښکلې اداکاره سارا علي خان د خپلې خوښې د اداکار کارتک ارین سره په یوه فلم کې کار کوي. د رپوټونو له مخې کارتک ارین او سارا علي خان به د بالیوډ د یوه پخواني فلم(لو اجکل ۲) کې کار وکړي. لو اجکل د بالیوډ د کشري خان سیف علي خان د لسو کالو پخوانی فلم دی چې هغه وخت یې ډېر مینوال هم لرل. اوس د دغه فلم په … نور ولولئ

افغانستان

د موقت حکومت انګازې؛ ډاکټرعبدالله یې د واقعي سولې په قیمت ملاتړی دی

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له پياوړتیا سره پر موقت حکومت د دوی د توافق اوازه هم ګرمه شوې. دا خبره په تازه ګام کې د لوړپوړو افغان چارواکو له خولې هم اوریدل کیږي؛ خو په دې توپير چې ځینې یې مشروط ملاتړي او ځینې یې سرسخته مخالفین دي. د ډاکټرعبدالله دریځ د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله، چې د دغه حکومت نېمایي شریکوال دی، په یوه … نور ولولئ

سپورټ

د مېروېس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پرون پای ته ورسېدې

د مېروېس نیکه درې ورځنۍ ټېسټ یا فرسټ کلاس سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې پیل شوې وې پرون د مارچ په ۱۵ مه نېټه پای ته ورسېدې. له دې سیالیو وړاندې په ننګرهار او کونړ کې د ټولو زونونو ترمنځ دوه ورځنۍ سیالۍ هم وشوې، چې له هغو څخه یواځې د پنځو ولایتونو لوبډلې درې ورځنیو سیالیو ته لار پېدا کړه. د مېروېس نیکه درې ورځنیو سیالیو ته کونړ، … نور ولولئ