سپورټ

د راشد خان د ویکټو غبرګې سلیزې

افغان ګوګلي بالر راشدخان ارمان په ټولو نړیوالو لوبو کې د افغانستان په ملاتړ ۲۰۰ وېکټو ته ځان ورساوه، ګوګلي ماسټر د یکشنبې په ورځ د مارچ په لسمه نېټه د ایرلېنډ خلاف پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې د پال سټېرلېنګ وېکټ په ایل بي ډبلیو سره واخېسته او د خپلو وېکټو ډبل سلیزه یې ووهله. په پنځمه لوبه کې ایرلېنډ افغانستان په ۵ وېکټو ماته ورکړه. راشدخان د یو ورځنیو لوبو پیل په ۲۰۱۵ … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د هالیوډ مشهور فلم (کپټن مارول) پر سینماګانو نندارې ته وړاندې شو

د انګلیش سینما مشهور او د سوپر هیرو د فلمونو د لړۍ بل فلم (کپټن مارول) هم پر سینما ګانو نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم په مرکزي رول کې زیات شمېر کسان لري او کیسه یې د انسانانو له ژوند ورهاخوا خیالي برابره شوې. یاد فلم کې که څه هم خیالي کیسه لري خو بیا هم د انسانانو د ژغورولو لپاره ټول هڅه کوي. دغه د جنګ څخه ملامال فلم په یوه لويې بودیجې … نور ولولئ

سپورټ

له نړیوال جام څخه بې خبره کریکټ بورډ؛ څه باید شوی وای او څه وشي؟

لیکنه: محمدالله شېرزی افغان کریکت لوبډلې د 2019 نړیوال پنځوس اوریز جام د پاره په 2018 کوالیفای سیالیو کې په ستونزو او د بخت په یارۍ کولو سره وکولی شول، چې د وېسټنډیز سره مل لاره پیدا کړي او د نهم او لسم ټیم په توګه انګلېنډ کې خپل حضور ثابت او درې رنګه بیرغ ورپوي. دغه جام چې د 2019 کال د مې په 30 مه نېټه د کوربه انګلېنډ او سویلي افریقا ترمنځ … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان کرکټ بورډ مشر، د هند په خلاف نړیوالې شورا ته خط لیږلی

د پاکستان کرکټ بورډ د هند د کرکټ لوبډلې په هغه کار توند غبرګون ښودلی چې د اسټرلیا په خلاف په دریمه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ کې پوځي خولۍ په سر کړې وې. تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم د هند کرکټ لوبډلې پر دغه کار غبرګون ښودلی و، خو دا ځل د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې کرکټ نړیوالې شورا ته یې په دغه تړاؤ شکایت کړی. د هند کرکټ لوبډلې … نور ولولئ

افغانستان

د ولسي تړون ملي پروګرام پيژندنه؛ جلال اباد کې یې د سړکونو او ویالو رغولو پروژو پيل

راپور: غازي عابد د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د بابړیانو پرمختیايي شورا د خامو سړکونو (کوڅو) او ویالو رغولو چارې د ولسي تړون ملي پروګرام د مسؤلینو او د یادې شورا د ګڼ شمېر غړو په شتون کې پیل شوې. بابړیان پرمختیايي شورا چې د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه ۶ ګذر کې موقیعت لري د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري يې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي کوڅې او ورسره … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د هالیوډ پخوانی مشهور فلم لوبغاړی جان مائیکل مړ شو

د هالیوډ یا انګلیش سینما پخوانی مشهور ټلویزیوني فلم سریز ايئر وولف هیرو، جان مائیکل مړ شو. نوموړی یو له مشهورو فلم ستورو وه چې وروسته یې بیا حتی نوم هم د مینوالو په خولو پاتې نشو. ایکسپریس نیوز وایي چې نوموړی تېره شپه مړ شوی. د معلوماتلو له مخې، جان مائیکل د وخت تر ټولو قیمتي فلم لوبغاړی و، خو وروسته بیا ناروغ شو او همداسې بیا د مینوالو هم له یاده ووت. رپوټ … نور ولولئ

سیاست

د روسي سياستوال او مقاله ليکونکي ماکسيم ګورکي، ژوند او اند

ژباړه: محمد عزيز پردېس الکسي ماکسيموويچ پشکوف چې په ماکسيم ګورکي مشهور دی د ۱۸۶۸ کال د مارچ په ۲۸ مه دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړی په خپل وخت کې د روسيې له فعالو سياست پوهانو څخه و او همدارنګه د ادبياتو په برخه کې خورا برلاسی و. ګورکي ۵ ځلې د ادبياتو په برخه کې د نوبل جايزې ته نوماند شوی و. هغه مخکې له دې چې د روسيې له تکړه ليکوالانو څخه … نور ولولئ

افغانستان

هالنډي ژورنالیسته: ملا عمر کلونه زابل کې د امریکا یوې پوځې اډې ته نژدې اوسیده

یوې هالنډۍ ژورنالیستې بیټ ډام ادعا کړې چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر څو کلونه د امریکا د یوې پوځې اډې سره نژدې ژوند کاوه. دا ادعا ددې هالنډۍ ژورنالیستې په یو وروستي خپاره کړي کتاب کې شوې ده. د افغانستان په اړه ددې خپاره شوې کتاب نوم ” د دښمن په لټه “ دی او په کې د امریکا د استخباراتي ادارو له ناکامیو پرده پورته شوې ده. واشینګټن او متحدانو یې … نور ولولئ

خواړه

سالم غذایي رژیم او د ويټامینونو ارزښت

سالم غذایي رژیم کولی شي د انسان د اړتیا وړ ويټامینونه پوره کړي. د هورمونونو بڼې او فیزیولوژيکي شرایطو ته په کتو، نارینه او ښځینه د ويټامینونو بېلابېلو ډولونو او کچې ته اړتیا لري. ويټامینونه د ښې روغتیا لپاره خورا حیاتي ارزښت لري. حیاتي ارزښت ځکه لري، چې له کبله یې د انسان بدن نورماله وده کوي، غذایي مواد په اسانۍ جذب مومي، له ناروغیو مخنیوی کوي او په ټوله کې د بدن مقاومت لوړوي. … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ تر ټولو لوړ بیه نوی موټر

د موټرونو په نړیوال نندارتون کې سږ کال تر ټولو د لوړې بیې موټر نندارې ته کېښودل شو. دغه موټر د) Bugatti) فرانسوي شرکت لخوا معرفي شوی دی. نوم یې (La Voiture Noire) دی او ویل کېږي چې ۱۱ میلیونه ډالره بیه لري، چې تر دې وړاندې په دومره لوړه بیه موټر بازار ته نه دی راغلی. دغه راز ویل کېږي چې بوګاتي شرکت تر اوسه د دغو موټرو همدا یوه نمونه جوړه کړې ده، … نور ولولئ