پوهنتونونه

د لغمان پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د لغمان پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۸۹ کال کې د لغمان ولایت د خلکو له پر له پسې غوښتنو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر اساس او د لوړو زده کړو وزارت په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د قانون او قدرت په اړه د نړۍ د پوهانو لنډې ویناوې

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی ۱-قانون لومړنی قانون((خدای پیژندنه ده)) که چېرې دې دا لومړی قانون عملي کړ بل هېڅ قانون ته اړتیا نه شته.(یوهان ولفګانګ ګوته) د قانون پر وړاندې شتمن او بې وزله توپیر نه لري، ټول د قانون پر وړاندې یو ډول دي.(شوپنهاور) له قانونه بې رحمه او وچ، په عینې حال کې ترې لطیف او مهربانه هم څه نه شته.(روبسپیر) زه تیار یم چې ځان ترې قربان کړم، خو قانون چې هر … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ګټې او زیانونه؛ واده په وجود کې دا بدلونونه راولي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق د واده په اړه به مو پخپلو کلو او شاوخوا کې زیاتې ټوکې اوریدلې وې؛ څوک واده کړو ته وایي ملا دې کړوپه شوه، هغسې فزیکي کار او ورزش نه شې کولای او داسې نورې خبرې. خو واده له هر ډول ښو بدو تبصرو سره بیا هم ټول خلک کوي او باید هم ویې کړي، ځکه د ژوند یوه مهمه برخه ده. دلته به هغو بدلونونو ته اشاره وکړو، چې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

دا ۲۳ ورځني عادتونه به مو هوښیار کړي

لیکنه: میترا تهرانی ژباړه: عبدالرقیب سایل هوښيارېدل داسې څه نه دي، چې ممکن په سختۍ یې ترلاسه کړئ مګر تاسې کولی شي چې د وخت په تیرېدو سره خپل عقل په ورځني عادتونو زیات کړی. په “Quora” سایټ کې یوه پوښتنه په دې ډول مطرح شوې وه، چې څنګه د ورځې په اوږدو کې د خپلې عقلمندۍ زیاتوالي لپاره، څه کولی شو؟ هلته لوستونکو خپل نظرونه او عادتونه له نورو سره په ښکاره ډول شریک … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ماکسیم ګورکي انګېزه بښونکې خبرې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ هغه څوک، چې د عمر تر وروستۍ شېبې پورې د خپل اولاد نوم په خوله لري، مور ده. ۲ ـــ یوازې میندې کولای شي د راتلونکې په اړه فکر وکړي، ځکه چې هغوی د اولادونو په زېږون سره راتلونکې جوړه کړې ده. ۳ ـــ کتاب لوستنې ته دوام ورکړه، خو هېر دې نه شي، چې کتاب یوازې یو کتاب دی او باید دا زده کړې، چې د ځان په … نور ولولئ

سپورټ

کرېس ګېل د ۳۰۵ شپږیزو په برکت یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۰۰منډې پوره کړې

کرېس ګېل چې د نړۍ په کچه په بې رحمه توپ وهونکو او د شپږیزو په پاچا مشهور دی، د ویسټ انډیز لپاره دوهم لوبغاړو شو، چې یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې پوره کوي. له ده وړاندې د ویسټ انډیز پخواني کیڼ لاسي توپ وهونکي، برېن لارا لس زره منډې کړې وې. دی چې د ۲۰۱۹ م کال څخه وروسته له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي، په خپلې بې رحمه توپ وهنې د … نور ولولئ

اقتصاد

د اپل شرکت مالک، سټيو جابز د برياليتوب ۶ رازونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس د ټکنالوژۍ او ډيجيټلي نړۍ متفکر مغز، هغه څوک چې د ستونزو له دريابه راپورته شو او اوس په ټوله نړۍ کې دروند او ښه نوم لري. هغه په ماشومتوب کې ډېرو ستونزو سره مخ و او وروسته له ۶ مياشتو له پوهنتون څخه وويستل شو. دا نو هغه وختونه و چې نوموړي په ډېرې سختۍ سره د خپلې ورځنۍ ډوډۍ مصارف پيدا کول؛ خو هغه وروسته له ډېرې مبارزې بريالی … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ددغو جملو پرځای، له دې کار واخلئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا پوهېږئ، له هرې جملې څخه، چې په خپل ورځني ژوند کې ګټه اخلئ، تر کومه بریده ستاسو په روحیه او چلند باندې اغېزه لري؟ آیا تر اوسه مو خپلې خولې ته پام کړی دی؟ نه یوازې د خبرو ژبې ته، بلکې هغو دنننیو تفکراتو او خبرو ته مو هم پا کړی دی، چې له ځان سره یې لرئ؟ ژبه د نورو په وړاندې د خپلو اروایي حالتونو د کنټرول لپاره، … نور ولولئ

سپورټ

ایرلینډ د ترینګلي وضعیت له امله له افغانستان سره د لوبې نه کولو وړاندیز کړی

د ایرلېنډ کرکټ بورډ ویلي دي، چې د اوترا کند سیمه له کشمیر سره نږدې ده، د پاکستان او هند اړیکې ترینګلي شوي او د مرګ خطر وجود لري. د ایرلېنډ کرکټ بورډ په خپله رسمي وېب پاڼه کرکټ ایرلېنډ کې لیکلي، چې مونږ د امنیتي حالت په اړه اندېښمن یوو، مونږ د هندوستان او برتانیې څخه غواړو چې په دې اړه خپل امر صادر کړي. ایرلېنډ وایي مونږ امنیتي حالت څارلی او درک کړی … نور ولولئ

افغانستان

هند نه د پاکستان غچ؛ پرهندي فلمونو او ۸ سوه ورځینیو الوتنو یې بندیز لګولی

د هندي جیټ الوتکو لخوا د پاکستان پر هوایي حریم له تېري او د ۳ سوه پاکستاني ترهګرو د وژل کیدو تر ادعا وروسته پاکستاني صدراعظم عمران خان له هندوستان څخه د غچ اخیستو ګواښ وکړ. له دغه ګواښ څخه وروسته دغه هېواد د هند پر ضد د مستقیم اقدام په توګه یوازې د پاکستان پر حریم د ننوتو دوه هندي جیټ الوتکو د نسکورولو ادعا کړې. دا ادعا هم هندي چارواکو رد کړې او … نور ولولئ