بریا او پرمختګ

د نړۍ څو علماء د قضاوت په اړه داسې وايي

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی یواځنی قاضي چې قضاوت یې له تېروتنو پاک دی هغه ((الله)) دی. (اندره مالرو) په ښکاره توګه قضاوت اسانه ولې په اصل کې تر ټولو ستونزمن کار دی. (ژر ژرهامیلتون) که چېرې د بد قضاوت غوښتونکی نه یې بد قضاوت مه کوه.(ژول ورن) تر ټولو ستونزمن قضاوت د ښځې او خاوند د اختلافاتو په منځ کې قضاوت کول دي.(اندره موروا) هېڅ داسې قضاوت نه شته چې دواړه مدعیان ترې په یو … نور ولولئ

پوهنتونونه

هلمند پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د علمي او قومي مشرانو د هلو ځلو په پایله کې په ۱۳۸۶ کال کې د هلمند د لوړو زده کړو موسسه د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظور شوه او په ۱۳۸۷کال کې يې د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له خفګانه د ځان ژغورنې لپاره ګټوره لیکنه

ليکه: محمد ياسين اديــــــــــــب خفګان هغه اور ته ورته دی، چې لرګي سوځوي او هغه تېزاب دی چې زړه شړوي او له منځه يې وړي. يو زوړ روايت دی چې وايي غم انسان اوبه کوي. هېڅ انسان نه شته چې له دې ويروس نه په امان وي هر انسان چې د ژوند خوند څکي نو د خفګان تريخ خوند يې تل په خوله کې وي. انسانان تل په دې مرض اخته دي ځينې په ماضي … نور ولولئ

ټیکنالوژي

د سامسونګ نوي ځیرک ساعتونه

سامسونګ شرکت د ځینو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ۲۰۱۹ ز کال نوی تولید، چې ځیرک ګلکسي اکټیو ساعتونه او د روغتیا معلومولو لاس بندونه دي، معرفي کړل. دغه مراسم په اصل کې د ګلکسي لس موبایلونو د معرفي لپاره ځانګړي شوي وو، چې ترڅنګ یې خپل دغه نوي تولیدات، چې کېدای شي سږ کال ډېر زیات پېرودونکي ولري، هم خپلو مینوالو ته وړاندې کړل. ګلکسي اکټیو ځیرک ساعتونه چې ډېر چټک او په … نور ولولئ

سینما او موسیقي

شبنم ثریا؛ هغه تاجیکستانۍ هنرمنده چې ګڼ افغان مینه وال هم لري

لیکنه: صادق طارق شبنم ثریا د تاجیکستان یوه له ډېرو مشهورو ښځینه سندرغاړو ده، چې په ټوله نړۍ او خاصتاً افغانستان کې خورا ډېر مینه وال لري. دلته به د دغې مشهورې هنرمندې له ژوند او هنره خبر شئ. زوکړه او کورنی ماحول شبنم ثریا د ۱۹۸۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۳۱ مه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې زیږیدلې ده. هغه د یوې بشپړې هنرمندې کورنۍ غړې ده؛ مور یې ثریا قاسمي … نور ولولئ

سیاست

هند نه د ځان ژغورنې پلمه؛ پاکستان په اسراییلوځان ساتي

له اسراییلو سره د پاکستاني حکومت د پټو او حتا استخباراتي اړیکو ډېرې ادعاوې شوې وې، خو اوس دا خبره مخ په رسمي کیدو ده. د پاکستان پخواني ولسمشر او پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف دا ځل په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د هند پر وړاندې د بریالیتوب لپاره باید اسراییل په رسمیت وپېژني. د اړیکو اسلامي توجیه دغه پخوانی پوځي دیکتاتور، چې د پاکستان د نورو ګڼو سیاستوالو په شان تل … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د خپلو کارمندانو لپاره بیلګه اوسیدل

ژباړه: عطا محمد میاخېل د مدیر یوه له مهمو دندو څخه، د کارمندانو لپاره بېلګه اوسېدل دي، دا کار له هغوی سره مرسته کوي، ترڅو ځانونه د هغه فرد په څېر کړي، کوم چې دوی ستایي او هڅوي یې. له بېلګه اوسېدو سره لارښونه، د مدیریت او رهبرۍ یوه له پرېکنده اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، د کارمند شخصیت او کړنې هېڅکله نه شي کولای، چې د مدیر له چلندونو او معیارونو څخه ښه او غوره … نور ولولئ

سپورټ

له ایرلینډ سره ۲۰ اوریز سیریز او په کې د نبي، راشد او ځاځي کارنامې

دوه افغان کرکټ ستورو راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل په دریمه شل اوریزه لوبه کې ایرلېنډ وایټ واش کړ او د بریا په ارمان یې کړ. دا چې دې لوبلړۍ کې هر لوبغاړي خپله برخه وکړه او د افغانستان لپاره یې له افتخاره ډکه لوبه وکړه؛ خو ډېر بارز رول پکې د درې لوبغاړو و؛ دې دریو کې دوه مخکینې، یو بیا نوی ځوان او لوبډلې ته نوی راغلی لوبغاړی دی. لومړی محمدنبي عېسی … نور ولولئ