خواړه

شات د ناسورو ټپونو درملنې ګټوره ماده ده

له پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د میکروب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده. د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکروبیولوژي په کنګره کې ترسره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسورو ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ماده ده چې د انټي بیوټیکو پر وړاندې د باکتریاوو مقاومت له منځه وړي. په دې څېړنه کې د شاتو غبرګون … نور ولولئ

ټیکنالوژي

په ایفون کې د ایراني اپلېکشن کارول بندیږي

اپل شرکت غواړي، نور په ایفون کې د هغه اپلېکېشنونو نصب لغوه کړي، چې د ایرانیانو له خوا جوړېږي او یا هم په ګوګل یا فېسبوک د کاروونکو مخې ته راځي. که داسې وشي،ډېری ایراني شرکتونه، وېبپاڼې او هغه کسان چې دغه اپلېکېشنونه جوړوي، له ستونزو سره مخ شي. اپل شرکت له دې وړاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو او شرکتونو ته اجازه ورکوله، چې مجاز اپلېکېشنونه جوړي کړي، له دوی سره یې … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د شاه رخ خان لور په کوریايي سندرغاړي مئینه شوې

د هندي سینما د تکړه او مشهور فلم ستوري شاه رخ خان لور سهانا خان د کوریا په یوه فلم ستوري باندې مئینه شوې ده. سهانا خان د بالیوډ د مشهور خان شاه رخ خان لور ده چې غواړي د خپل پلار په څېر په سینما کې ځانته ځای ومومي. سهانا خان تازه پر خپل انسټاګرام اکونټ باندې په ژوندي چټ په جریان کې هغه مهال چې د خپلو مینوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ویل … نور ولولئ

سیاست

هندوستان کې د کشمیر مسلمانانو پر وړاندې کرکه زیاته شوې

د هندوستان په کشمیر کې په هندي نیمه پوځي ملیشې له ځانمرګي برید وروسته، په دغه هیواد کې د کشمیري مسلمانانو په وړاندې د هندوانو کرکه زیاته شوې ده. په تیرو دریو لسیزو کې دا په هندي پولیسو تر ټولو مرګونی تروریستي برید و، چې پکې لږ تر لږه د هند ۴۰ ملیشه سرتیري ووژل شول، او یو شمیر نور ټپيان شول. پاکستان میشتې جیش محمد ډلې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست. په کشمیر … نور ولولئ

سیاست

پاکستان ته د بن سلمان سفر؛ د عمران خان ډریوري، ۲۰ میلیارده ډالر او غبرګونونه

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش پاکستان تازه د سعودي عربستان د ولیعهد ( د پاچا د زوی او تر مرګ وروسته د پاچایۍ وارث) محمد بن سلمان د شانداره سفر کوربه و. دلته به د دغه سفر مهم اړخونه بحث او جزیات به یې درسره شریک شي: شانداره هرکلی پاکستان د خپل دغه قیمتي مېلمه شانداره او بې ساری هرکلی وکړ. د پاکستان هوایي حریم ته د محمد بن سلمان له رسیدو سره ګڼې پاکستاني … نور ولولئ

ټیکنالوژي

سعودي عربستان؛ نارینه د یوه اپلکیشن په وسیله خپلې مېرمنې څاري

په سعودي عربستان کې به مو د ښځو پر وړاندې د سختو قیوداتو او د دوی د حقونو د نقض ډېرې کیسې اوریدلې وې؛ نن به مو له یوې بلې خبر کړو. د ښځو انلاین نظارت په سعودي کې داسې یو اپلکیشن هم حکومت جوړ کړی، چې نارینه یې په وسیله خپلې مېرمنې په انلاین ډول څاري. دا اپلکیشن (ابشر) نومیږي او د ګوګل او ايپل شرکتونو له لارې په سعودي کې لاسرسی ورته کیدای … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دا ۹ څیزونه هېڅکله خپل رییس ته مه وایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل په کار ځای کې دنده ایزې اړیکې ډېرې زیاتې حساسې دي او کوچنۍ تېروتنه کولای شي، د دندې د له منځه تګ لامل شي. په ځانګړې توګه له رییس سره د کارکوونکو اړیکه، له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده او باید تل په یاد ولرئ، چې له خپل رییس سره د خبرو پرمهال، اړینه ده، چې ښه او مسلکي چلند ولرئ، ترڅو خپله دنده له ګواښ او خطر سره مخامخ نه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

۷ ځواکمنې جملې، چې باید ځانته یې ووایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل زموږ ټولو په ذات کې داسې عناصر شتون لري، چې هم کولای شي بریاوې مو له منځه یوسي او هم مو لوړو مقامونو ته ورسوي. په دې لیکنه کې مو د شخصیت په ۷ ځانګړتیاوو باندې خبرې کړې دي، چې کولای شي، تاسو له ستونزو او ماتو څخه مو لرې کړي او اجازه ورکړي، ترڅو لوړو مقامونو او په پایله کې د خپلې خوښې بریا ته ورسېږئ. نو باید وکولای شئ، … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ مینوالو ته: لېست A سیالۍ داسې وي

لېست ای کرکټ سیالۍ د کرکټ لوبو په ډلبندۍ کې د محدودو یا د پنځوس اوریزو لوبو یوه برخه ده. لېست ای سیالۍ کې کورنۍ یو ورځنۍ لوبې وي، چې ډومېسټېک کرکټ سیالۍ دي، یعنې هغه سیالۍ چې د یو هېواد په جغرافیه کې دننه ترسره کېږي او د یو هېواد د داخلي لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي، ډومېسټېک یا کورنۍ لوبې ورته وایي. لېسټ ای سیالۍ یعنې د ډومېسټېک کرکټ یوه برخه ده، په دې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

فرانسوي شاعر او ډرامه ليکونکی وېکتور هوګو څو خوږې خبرې لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس په هره ټولنه کې يو څراغ شته چې ټولو خلکو ته روښنايي ورکوي او هغه ښوونکی دی. مخکې له دې چې منی يا خزان راورسي، له هر پسرلي څخه برخمن شه. له هغه چا سره مينه وکړه چې ستا د مينې وړ وي، نه دا چې د مينې تږی؛ ځکه د مينې تږی يوه ورځ مړېږي. ستاسې ژوند هغه وخت پيلېږي چې خپل برخليک او سرنوشت په لاس کې واخلئ. که … نور ولولئ